1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

یوناما: طالبانو ۲۰ زره کسان بندیان کړي دي

۱۴۰۳ مرداد ۱۰, چهارشنبه

یوناما د یوه رپوټ په خپرولو سره ویلي دي چي شاوخوا ۲۰ زره کسان د طالبانو په زندانونو کي شپې او ورځي تیروي. په دغه رپوټ کي راغلي دي چي طالبانو د ښځو او نجونو د حقوقو محدودولو ته ادامه ورکړې ده.

https://p.dw.com/p/4iweR
BG I Das verlassene Gefängnis der Taliban-Häftlinge in Kabul
انځور: STRINGER/REUTERS

دافغانستان  له پاره د ملګرو ملتونو د همکارۍ ماموريت یوناما، په افغانستان  کي د بشري حقونو د وضعیت په هکله د یوه تازه رپوټ په خپرولو سره ویلي دي چي د طالبانو په زندانونو کي د بندیانو شمیر ۲۰ زره کسانو ته رسېدلی دی چی په هغوی کي ۱۵۰۰ ښځي او ۶۰ بهرني اتباع شاملیږي.

په دغه رپوټ کي راغلي دي چي د طالبانو ۲۰۰ تر ۲۵۰ پوري غړي هم بندیان دي. همدارنگه د طالب چارواکو په حواله ویل سوي دي چي له ۳۰۰ تر ۶۰۰ کسانو پوري د طالبانو د محکمو له خوا د اعدام په سزا محکوم سوي دي.

په دغه رپوټ کي د ۲۰۲۴م کال له اپریل مياشتي څخه تر جون میاشتي پوري د بشري حقونو وضعیت ته اشاره سوې ده. 

د ښځو او نجونو پر حقونو باندي محدودیت

د یوناما په رپوټ کي راغلي دي چي طالبانو د ښځو او نجونو د حقونو محدودولو ته ادامه ورکړې ده او سربیره پردې چې هغه ښځي چي په پخواني حکومت کي يې کار کاوه پر کور کښېنولي دي، د ځینو هغو ښځو معاشونه یې هم کم کړي دي چي اوس کار کوي.

طالبانو په دې وروستیو کی یو مکتوب صادر کړ، چي له مخي یې په دولتي ادارو کي د ښځو  کارکوونکو معاش په میاشت کي ۵ زره افغانیو(۴۰ ډالرو) ته راکم سوی دی.

د دغه مکتوب پر بڼسټ، پرته له دې چي د یوې ښځي رتبه او د کار اهمیت په نظر کي ونیول سي، ټولي ښځي په همدغه اندازه مساوي معاش ترلاسه کوي.

یوناما په دغه رپوټ کي ویلي دي چي طالبانو همدارنگه د کار، تفریح، زده کړو او مساوي معاش د ورکولو په برخه کي هم د ښځو د حقونو محدودولو ته ادامه ورکړې ده.

د پخواني حکومت د کارکوونکو وژنه او شکنجه

یوناما په دغه رپوټ کي د افغانستان په پخواني حکومت پوري مربوط امنیتي ځواکونو وژنو او شکنجو ته هم اشاره کړې ده او ویلي یې دي چي په دغه زماني دوره کي د پخواني حکومت د امنیتي ځواکونو د ۶۰ غړو نیول کیدل یې ثبت کړي او په دغه دوره کي یې د امنیتي ځواکونو د شکنجې، ناوړه چلند او د هغوی په لفظي تهدید ۱۰ پیښي ثبت کړي دي.

په رپوټ کي راغلي دي چي په دغه دوره کي د پخوانیو امنیتي ځواکونو د پنځو غړيو د وژلو پیښي هم ثبت سوي دي چي د څلورو پیښو عاملین معلوم نه دي، خو د یوې پیښي عامل د اوسني حاکم یو چارواکی دی.

د بیان پر آزادۍ باندي د محدودیت وضعیت

د یوناما رپوټ څرگندوي چي طالبانو د دغه هیواد په دننه کي د ځینو رسنیو فعالیتونه منع کړي دي. په دغه رپوټ کي د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنگ وزارت یوه امر ته اشاره سوې ده چي له مخي یې په حزب اسلامي پوري مربوط  د «بریا» ټلویزیون او د صلاح الدین رباني د جمعیت اسلامي څانگې پوري مربوط د «نور» ټلویزیون فعالیتونه بند سوي دي.

په رپوټ کي راغلي دي چي طالبانو په تبعید کي د افغانستان د رسنیو په وړاندي محدودیتونو ته هم ادامه ورکړې ده.

د ملکي کسانو په نښه کول

د یوناما په رپوټ کي راغلي دي چي په دغه زماني دوره کي د داعش بریدونه د ملکي کسانو د تلفاتو سبب سوي دي.

رپوټ د دواخانې په گولايي کي پر یوه بس باندي بمي برید ته اشاره کوي چي په نتیجه کي یې ۴ کسان زخمیان سول او داعش یې مسئولیت پرغاړه واخیست او وې ویل چي شیعه گان یې په نښه کړي وه.

په رپوټ کي راغلي دي چي د اپریل مياشتي پر ۲۰ نېټه یوه وسله وال کس د هرات د گذرې ولسوالۍ پر هغو شیعه گانو چي د صاحب الزمان په مسجد کي په عبادت بوخت ول، ډزې وکړې چي په نتیجه کي یې ۶ کسان ووژل سول او یو کس ټپي سو.

رپوټ همدارنگه زیاتوي چي طالبانو  په عام محضر کي د خلکو جسمي سزاگانو ته هم ادامه ورکړې ده.

آیا افغانستان د ترهګرو ډلو له پاره په خوندي ځای بدل شوی؟

GP/NZ/Sirat