1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کې د پاسپورت د ډېرې تقاضا دليل څه دی؟

۱۴۰۳ تیر ۲۶, سه‌شنبه

د طالبانو ادارې د پاسپورت رياست ويلي دي چې په ټول افغانستان کې هره ورځ تر ۱۲ زرو ډېر پاسپورتونه توزيع کيږي. شنونکي بيا وایي چې د خلکو له خوا د پاسپورت د ترلاسه کولو هڅه د دغه ډلې له حاکميت څخه د فرار په معنا ده.

https://p.dw.com/p/4iNXR
آرشيف انځور: خلک د پاسپورت ترلاسه کولو له پاره د عريضو وړاندې کولو په حال کې
طالب چارواکو ويلي دي چې په کابل کې به د پاسپورت رياست درې نورې څانګې هم په کار لاس پورې کړيانځور: Jorge Silva/Reuters

د طالبانو د ادارې د پاسپورت رياست ويلي دي چې په تېر يوه کال کې تر دوو میليونو ډېر افغاني پاسپورتونه توزيع شوي دي. د طالبانو د پاسپورت اداره د تېر په څېر فعاله نه ده او خلک د پاسپورت ترلاسه کولو له پاره بايد فورمې ډکې کړي او په مياشتو مياشتو انتظار وباسي.

په جنورۍ مياشت کې کله چې طالبانو د پاسپورت اداره بيرته پرانيستله، په زرونو خلکو پر دې رياست هجوم ور وړ او طالبان مجبور شول چې يو ځل بيا د پاسپورتونو حضوري توزيع ودروي. 

د طالبانو د پاسپورت ادارې عمومي مشر عبدالکريم حسيب، د سه شنبې په ورځ وويل چې هغه کسان چې د پاسپورت له پاره یې غوښتنليک ورکړی دی او د ترلاسه کولو له نوبت څخه خبر نه دي، کولی شي د هغه نوبت پر اساس چې په فورمو کې ورته ورکړل شوی دی، د پاسپورت رياست ته مراجعه وکړي.

عبدالکريم حسيب، همدا راز وويل چې د پاسپورت ترلاسه کولو له پاره د خلکو غوښتنليکونو ته د رسېدګۍ په موخه یې په کابل کې د دې رياست درې نورې څانګې هم جوړې شوي دي. هغه وويل چې په پام کې ده دا شعبې سبا، چهار شنبه پرانيستل شي او هره ورځ ۶۰۰۰ پاسپورتونه توزيع کړي.

د دې طالب چارواکي په خبره هره ورځ په کابل او ولایتونو کې ۱۲ زره پاسپورتونه توزيع کيږي.

بلوچستان کې پرلت؛ د خلکو غوښتنې څه دي؟

د ۲۰۲۱م کال په اګست مياشت کې په افغانستان کې واک ته د طالبانو تر رسېدو راهېسې په زرونه افغانان د مهاجرت او له افغانستان څخه د وتلو په موخه هڅه کوي چې پاسپورت واخلي خو د اداراتو ضعف او فساد د دې باعث  شوی دی چې خلک په مياشتو مياشتو د پاسپورت ترلاسه کولو ته انتظار وباسي.

له بې وزلۍ او نااميدۍ تېښته

د شفيع، په نوم يو افغان چې اوس په ایران کې ژوند کوي، دويچه ويله ته وويل چې پاسپورت یې د يوه کال په موده کې ترلاسه کړ.

هغه وويل: «په افغانستان کې نااميدي حاکمه ده، کار نشته، پېسې نشته، ټول غواړي چې له هېواده ووځي ځکه چې هیڅ اميد نشته.»

دې افغان وويل: «خلک مجبور دي چې له افغانستانه وتښتي، کله چې کار او عايد نه وي نو څرنګه ژوند وکړو او پېسې او لګښت له کومه پوره کړو.»

شنونکي وايي چې هغه ارقام چې طالبانو د پاسپورت د توزيع په اړه ورکړي دي، د دې ښکارندوی کوي چې افغانان په افغانستان کې ژوند ته هيله مندي نه لري او د طالبانو په حاکميت کې له موجودو محدوديتونو او فقر څخه د فرار په موخه له هېواده ووځي.

ليکوال او د سياسي چارو کارپوه محمد امين فروتن، دويچه ويله ته وويل: «دا ښيي چې خلک له افغانستان څخه تېښته کوي، دا موفقيت نه بلکې ناکامي ده.»

فروتن، وايي چې د پاسپورت اخيستلو له پاره د خلکو هجوم «په دې معنا دی چې د افغانانو له پاره په افغانستان کې د ژوند شرايط برابر نه دي.»

د طالبانو اداره چې له جوړېدو یې کابو درې کاله کيږي، تر اوسه د نړۍ د يوه هېواد له خوا هم په رسميت نه ده پيژندل شوې او نړيواله ټولنه په افغانستان کې له لوږې سره د مبارزې په موخه له طالبانو سره د تعامل په برخه کې هم له مشکلاتو سره مخامخ ده. بل لوري ته نړيوال بندیزونه او همدا راز د ټولنیزو پروژو له پاره د پراختيايي بودجې قطع کيدل سبب شوي چې فقر او بې کاري لا پسې ډېره شي.

ب. ص/ ن. ز (حسين سيرت)

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب