1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
ټولنهامریکا متحده ایالات

یو امریکایي عسکر واشنګټن کې د اسرائیل سفارت مخته ځان سوځولی

۱۴۰۲ اسفند ۷, دوشنبه

د امریکا د هوايي ځواک یوه عسکر په واشنګټن کې د اسرائیل د سفارت مخته د «غزې د جګړې په اعتراض» کې ځان سوځولی دی.

https://p.dw.com/p/4cshz
USA | Angehöriger von US-Luftwaffe setzt sich vor israelischer Botschaft in Washington in Brand
انځور: Celal Gunes/Anadolu/picture alliance

د اور وژنې یوه چارواکي ویلي دي چې په سېمه کې له اور وژلو وروسته یاد عسکر د استخباراتي پولیسو له لوري روغتون ته انتقال شوی دی.

د پوليسو وياند د دغه سړي روغتيايي حالت د اندېښنې وړ بللى دى.

نیویارک ټایمز ورځپاڼې لیکلي دي چې د هوايي ځواک دغه عسکر د خپلې اور لګېدنې ویډیو په امریکایي پاڼه (توییچ) کې په ژوندۍ بڼه خپره کړې ده چې د توییچ ادارې له لوري له پاڼې لرې شوې، خو ویډیو یې په ټولنیزو رسنیو کې ډېره خپره شوې ده او لا هم د خلکو تر منځ لاس په لاس کېږي.

د اسرائیل او حماس جګړه: بایډن د اسرائیل پر پوځي اقدام نیوکه کړې

هغه ویلي دي چې د امریکا په هوایي ځواک کې دنده مخته وړي خو نور نه غواړي چې «په نسل وژنې کې ښکیل شي.»

د امریکا د هوايي ځواک یوه ویاند تائید کړې ده چې نوموړی په هوايي ځواک کې دنده مخته وړي او دوی به د دغه عمل په اړه څېړنې وکړي.

د حماس له خوا پر اسرائیل تر تروريستي يرغل وروسته چې اسرائيل په غزې کي پوځي عمليات پيل کړي د اسرائیل سفارت د پرله پسې مظاهرو هدف ګرځیدلی دی.