1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اسرائیل او حماس جګړه: بایډن پر پوځي اقدام نیوکه کړې

۱۴۰۲ بهمن ۲۰, جمعه

پر رفح ښار د اسرائيلو تر بريد وروسته چې ملکي کسان هم پکې وژل شوي دي، د امریکا متحده ايالاتو ولسمشر پر غزې باندې د اسرائيل پر پوځي عملياتو نيوکه کړې ده او هغه يې «تر اندازې زيات» بللي دي.

https://p.dw.com/p/4cE5t

پر رفح ښار باندي د پنجشنبې په ورځ د اسرائيلو په هوايي بريد کې ۱۳ ملکيان وژل شوي دي. په دغه ښار کې يوه کویټي روغتون ویلي دي چې په وژل شویو کې دوې ښځې او پنځه ماشومان شامل دي.

د امریکا متحده ايالاتو ولسمشر جو بایډن له عامه وګړو سره د مرستې او د یرغمل شویو د خوشې کولو له پاره په جګړه کې د وقفې پر غوښتنه ټينګار کړی دی.

هغه په سپينه ماڼۍ کې خبريالانو ته وويل: «ډیری بې ګناه خلک شته چې د لوږې او سخت وضعیت له امله مړه کېږي او دا حالت باید ودرول شي.»

دا د تيرکال د اکتوبر مياشتي د ۷ راهيسي د حماس تر ترهګر بريد وروسته د اسرائيل له خوا پر غزېباندي له بريد راهیسې پر اسرائیل باندې د امریکا د ولسمشر روښانه نيوکه ده. پر ولسمشر بایډن فشار دی چې په غزه کې د عملیاتو درېدو په سبب دي پر اسرائيل فشار راولي.

تر دې وړاندې د اسرائيل لومړي وزير بنيامين نتنياهو ويلي ول، چې پوځ يې په رفح کې پر حماس د فشار راوړلو له پاره چمتووالی نيسي او پر دغې ډلې د «بشپړې بريا» له پاره يوازې څو مياشتې پاتې دي.

حماس وسله واله ډله د امریکا متحده ايالاتو، اروپايي ټولنې، جرمني او نورو هيوادونو له خوا د تروریستي سازمان په توګه پېژندل شوې ده.

د مصر هېواد خبرداری ورکړی دی چې د دغه هېواد په سرحدي ښار رفحکې د اسرائیل هر ډول ځمکنی برید یا د پولې په اوږدو کې ډله ایز ځای پرځای کیدل به له اسرائیل سره د دوی د څلورلسيزي سولې تړون له خطر سره مخامخ کړي.

د اسرائيل او فلسطينيانو شخړه

ملګرو ملتونو د بشري ناورین خبرداری ورکړی دی او د اوربند غوښتنه یې کړې ده.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیرش د پنجشنبې په ورځ په غزه کې د اوربند غوښتنه وکړه او خبرداری یې ورکړ چې که اسرائیل په رفح کې خپل پلان شوي برید ته دوام ورکړي دا به سخت بشري ناورین او پراخه سیمه ایزه بې ځایه کېدنه رامنځته کړي.

ګوتیرش تیره ورځ یوې خبري ناستې ته ویلي چې د غزې د ۲.۳ میلیونو نفوس له نیمايي څخه زیات د غزې په جنوبي برخه کې د مصر پولې ته څېرمه رفح ته د اسرائيل د پوځي عملیاتو په نتیجه کې کډه شوي دي، چې وضعیت یې له مخکې هم ډېر کړکېچن شوی دی.

د اسرائیل د حکومت له خوا د مصر پولې ته څېرمه په رفح ښار کې د برید اعلان، د بشري سازمانونو اندېښنې زیاتې کړي دي، ځکه تر یو میلیون زیاتو فلسطینیانو په دغه ښار کې پناه اخېستې ده.

ګوتیرش ویلي دي: «دوی د څښاک پاکو اوبو، بریښنا او د کافي خوراکي توکو پرته په ناوړه او لنډ مهالي کمپونو کې شپې تیروي.»

په عین حال کې د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ویاند ودانت پاتل، اسرائیل ته خبرداری ورکړی چې امریکا په رفح کې د عملیاتو او بشري ناورین ملاتړ نه کوي.

۱۷ کلنه فلسطينۍ نجلۍ د اسرائیلو له بنده آزاد شوه