1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستاوکرایین

کيف د روسۍ الوتکې د سقوط په اړه د نړيوالو پلټنو غوښتنه کړې

۱۴۰۲ بهمن ۵, پنجشنبه

د اوکراين ولسمشر ولوديمير زيلنسکي د روسیې د پوځي الوتکې د رالوېدلو په اړه د نړيوالو پلټنو غږ کړی دی. د ملګرو ملتونو امنيت شورا به نن، پنجشنبه په يوه غونډه کې پر دې پېښه بحث وکړي.

https://p.dw.com/p/4beXX
د اوکراين ولسمشر ولوديمير زيلنسکي
د اوکراين ولسمشر ولوديمير زيلنسکيانځور: Efrem Lukatsky/AP/picture alliance

ولوديمير زيلنسکي، د روسیې په سرحدي سيمه بلګورود کې د روسیې د پوځي الوتکې د سقوط په اړه د نړيوالو پلټنو غوښتنه کړې ده.

د روسيې په حواله په دې « Ilyushin Il-76» الوتکه کې د سقوط پر وخت ۶۵ اوکرايني جنګي بنديان سپاره ول.

زيلنسکي د خپلې ورځنۍ وينا پر وخت وويل چې د اوکراين د پوځ استخباراتي خدمات « HUR» هڅه کوي چې د جنګي بنديانو په اړه معلوماتو راټول کړي.

هغه وويل: «زموږ دولت پر نړيوالو کشفي معلومات ټینګار کوي.» زیلنسکي زياته کړې: «دا څرګنده ده چې روسیه د اوکراين د جنګي بنديانو له ژوند، د هغوی د کورنيو او زموږ د ټولنې له احساساتو سره لوبې کوي.»

د اوکراين د بهرنيو چارو وزير ديمېترو کوليبا، ته لارښوونه شوې ده چې هغه ټول معلومات چې اوکراين یې په لاس کې لري، متحدينو ته وسپاري.

په داسې حال کې چې زيلنسکی د نړيوالو پلټنو غوښتنه کوي، روسیې پر اوکراين تور پورې کړی دی چې الوتکه یې پر بلګورود د پرواز پر وخت راچولې ده.

د چهار شنبې په ورځ (۲۰۲۴م کال د جنورۍ ۲۵) د بلګورود ګورنر وياچسلاو ګلادکوف، وويل چې د الوتکې د سقوط په دې پېښه هیڅوک ژوندي نه دي پاتې. د هغه دا خبره د روسیې د رسنيو په رپوټونو کې هم تائيد شوې وه.

په پولنډ کي د اوکرایني مهاجرو حالت

د دې رپوټونو په حواله په الوتکه کې هغه ۶۵ اوکرايني جنګي بنديان سپاره ول چې د روسي عسکرو د تبادلې په موخه انتقالیدل.

د عملې شپږ غړي او درې روسي عسکر هم په دې الوتکه کې سپاره ول.

د امنيت شورا د الوتکې نسکوريدو په اړه بحث کوي

د ملګرو ملتونو امنيت شورا په پام کې لري چې د روسیې د پوځي ترانسپورتي الوتکې په اړه بحث وکړي چې د روسیې په بلګوردو سيمه کې رالوېدلې ده. دغه سيمه د اوکراين سرحد ته څېرمه پرته ده.

فرانسې چې د امنيت شورا دوره يي مشري پر غاړه لري، ويلي دي چې «د غونډې د رابللو غوښتنه روسیې کړې ده او نن، پنجشنبه به د سيمې پر وخت د ماښام پر ۵ بجو ترسره شي.«

د روسیې د بهرنيو چارو وزير سرګې لاوروف، د چهار شنبې په ورځ د دې پېښې په اړه د بحث په موخه د امنيت شورا د يوې بيړنۍ ناستې د رابللو غوښتنه کړې وه او دا پېښه یې يو «ترهګریز بريد» وباله.

اوکراين تر اوسه پر دې ټینګار کوي چې د الوتکې د حادثې په اړه ټول معلومات لا په لاس کې نه لري.

اوکراين د ۱۴ روسي ډرونونو د راچولو خبره کړې

د اوکراين هوايي ځواک د پنجشنبې په ورځ ويلي دي چې دافع هوا سیسټم یې د ۱۱ او ۱۴ په منځ روسي ډرونونه يا بې پيلوټه الوتکې راچولي دي.

د اوديسا دسيمې مشر اولې کيپر، په حواله د تورې بحيرې په دې بندري ښار کې دډرونونو د بريد په پایله کې دوه کسان ټپيان شوي دي. 

کيپر وويل: «د دښمن د بريدونو د دفع کولو له پاره د دافع هوا پر اغیزمن او پايله لرونکو هلو ځلو سربیره هم له بده مرغه د اوديسا يوه کارخانه، د استوګنې څو ودانۍ او ملکي زيربناوې زیانمنې شوي دي.»

د روسیې له خوا پر دې رپوټونو کوم سملاسي غبرګون نه دی ښوول شوی او دا رپوټونه په خپلواکه توګه هم د تائيد وړ نه دي.

ب. ص/ ن. ز (آژانسونه)

زموږ له آرشيف څخه:

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب