1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيروسیه

روسیه غواړي خپل د بې پيلوټه الوتکو تولید درې برابره زیات کړي

۱۴۰۲ دی ۱۶, شنبه

روسیه په پام کې لري چې تر ۲۰۳۰میلادي کاله پورې خپل د بې پيلوټه الوتکو د تولید کچه د اوسنۍ په پرتله درې برابره لوړه کړي. دغه هیواد غواړي هر کال تر ۳۲ زرو ډیرې بې پیلوټه الوتکې تولید کړي.

https://p.dw.com/p/4avJl
Ukaine Krieg l Drohnenangriff in Kiew
انځور: Yasuyoshi Chiba/AFP

د روسیې د لومړي وزیر مرستیال آندرې بلوسف، د تاس دولتي خبري آژانس ته ویلي دي چې روسیه په پام کې لري خپل د بې پيلوټه الوتکو د تولید کچه دری برابره زیاته کړي. یعنې دغه هیواد به تر ۲۰۳۰م کاله پورې په هر کال کې تر ۲۳ زرو ډیرې بې پیلوټه الوتکې تولیدوي.

روسیه د اوکراین پر وړاندې خپله جګړه کې په پراخه پیمانه له بې پيلوټه الوتکو څخه استفاده کوي. په ډیري مواردو کې د ایران جوړ شاهدـډرون څخه کار اخلي، ځکه دا ورته د روسي هغې په پرتله په کمه بیه تمامیږي.

په لومړیو کې د اوکراین د هوایي دفاع سیستم له پاره د دغو ډرونونو کشفول ستونزمن وو او د توغندیو دفاعي سیستم په وسیله یې دفع یا خنثی کول په لوړه بیه تمامیدونکې ستراتیژه ده. په همدې منځ کې اوس اوکراین د دغو بې پيلوټه الوتکو په مقابل کې د دفاع له پاره له کوچنیو ډرونونو څخه استفاده کوي.

پوهه: ډرون څرنګه په سایبري جګړه کې له اوکراین سره مرسته کوي؟

د روسیې د هوایي دفاع سیستم د کریمیا او تورې بحیرې دپاسه ډیر شمیر توغندي او بې پيلوټه الوتکې ویشتلي دي. دغه خبره د روسیې د دفاع وزارت کړې ده.

نوموړي وزارت ویلي دي چې د روسیې هوایي دفاع واحدونو د تورې بحیرې دپاسه پنځه ډرونونه کشف او په دې توګوه «د یوې تروریستي حملې هڅه» خنثی کړې ده.

په یوه بل رپوټ کې ویل شوي دي چې له نیمې شپې وروسته د کریمیا په فضا کې څلور اوکرایني توغنديخنثی کړای شوي دي. اوکرایني پوځ تر اوسه پورې په اړه څه نه دي ویلي.

نوټ: د اوکراین د جګړې اړوند معلومات د خپلواک او مستقلو سرچینو له خوا نه شي تائیدیدلی.

آژانسونه: ش.ن/ خ.ح