1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

زیلنسکي: د دغو جنګي جنایتونو غچ اخلو

۱۴۰۱ مرداد ۸, شنبه

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي د اولنیوکا پر زندان چې اوکرایني جنګي بندیان په کې ساتل کېدل د توغندیز برید په غبرګون کې په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي دي: «موږ به د دغه جنګي جنایت غچ واخلو.»

https://p.dw.com/p/4Etwy
Ukraine I  Olenivka Gefängnis
انځور: RIA Novosti/SNA/IMAGO

د دونیتسک د بېلتون غوښتونکو یو مشر دینس پوشلین اعلان وکړ چې د اوکراین په ختیځ کې د اولنیوکا پر زندان د توغندیو په برید کې ۴۷ تنه وژل شوي دي. اوکرايني سرچينو بیا د ٥٠ تنو د وژل کيدو او ١٣٠ تنو د ټپي کيدو خبر ورکړی دی.

روسیې پر اوکراین تور لګولی دی چې د لوړ دقت لرونکو امریکایي «هیمارس» توغندیو څخه په استفادې یې د جنګي بندیانو د ساتلو ځای په نښه کړی دی. په دونیتسک کې د روسیې له ملاتړ څخه د برخمنو نظامیانو د قوماندان مرستیال ادوارد باسورین، هم ادعا کړې ده چې اوکراین د کلیدي معلوماتو په اړه د بندیانو د اعتراف کولو د مخنیوي په خاطر پر دې محبس د برید پریکړه کړې ده.

د اوکرایني د پوځ مشر د روسیې د دغو تورونو په ردولو سره پر جنګي بندیانو د دغه هیواد بمبار «قصدي او پلان شوی قتل عام» بللی دی.

ویل کیږي چې دغه جنګي بندیان د ګردان آزوف غړي او د ماریوپول مدافعین وو. روسیه د ګردان آزوف غړي جنګي مجرمین او نئونازي یا نوي نازیان بولي.

زلسنکی:  د دې جنګي جنایت غچ اخلو

د اوکراین جمهور رئیس ولادیمیر زیلنسکي په یوه ویډیویي پيغام کې چې د جمعې (د جولای میاشتې ۲۹ نیټه) په ماښام خپور شو وویل: «ما پر اولنیوکا زندان د اشغالګرو د برید په اړه نوي معلومات ترلاسه کړي دي.»

ولادیمیر زیلنسکي د ملګرو ملتونو سازمان او نړیوالو بنسټونو څخه وغوښتل چې دغه برید دې وغندي او د اوکرایني بندیانو د وژلو پيښې په اړه دې پلټنې پيل کړي.

زیلنسکي زیاته کړه: «دا د روسیې په وسیله یو جنګي جنایت او د اوکرایني بندیانو ډله ایزه عام وژنه ده. تر ۵۰ ډیر سرتیري په قصدي ډول وژل شوي دي او دا د روسیې د حکومت د ترهګرۍ یو بل تائید دی.» د اوکراین ولسمشر د خپل ویډیوي پيغام په پای کې وویل: «د دې جنګي جنایت غچ اخلو».

په ورته وخت کې بیا اوکرایني پوځ ادعا کړې ده چې په خیرسون سیمه کې په روانه شدیده جګړه کې په لسګونو روسي عسکر وژل شوي او د اوکراین د هوایي ځواکونو د بمبارۍ په نتیجه کې د روسیې د وسلو دوه ډیپوګانې هم لمنځه وړل شوي دي.

اوکرایني پوځ په دې هڅه کې دی چې په خیرسون سیمه کې د روسیې د اکمالاتو موجوده لاره قطع یا پرې کړي.

اوکرایني پوځ ادعا کوي چې اوس په خیرسون کې موجود د روسي ځواکونو او د روسیې تر کنترول لاندې کریمیا او د ختیځ اوکراین ترمنځ د اکمالانو لیکه یي بنده کړې ده. د اوکراین د یوې اعلامیې په اساس په تازه جګړه کې لږ تر لږه ۱۰۰ روسي عسکر وژل شوي او ۶۰ ټانکونه لمنځه وړل شوي دي.

همدارنګه په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیري لنډا تهومس ګرینفیلډ ویلی دي چې روسیه اراده لري چې اوکراین په بشپړ ډول د نړۍ له نقشې څخه لیري کړي. نوموړې د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته په خپله وینا کې وویل چې داسې څرګندې نښې شته چې روسیه غواړي د اوکراین ختیځې سیمې دونیتسک او لوهانسک او همدا راز د خرسون او زاپورژیژیا سویلي سیمې جلا کړي.

آژانسونه: ش.ن/ ا.خ.ح