1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کندهار: طالبان وتلي خو خلک بيا هم خپلو مېنو ته نه ځي

۱۴۰۰ اردیبهشت ۲۲, چهارشنبه

د کندهار د ارغنداب ولسوالۍ اوسېدونکي هلته د جنگ له کبله اوس هم د دغه ښار په کوڅو، کنډوالو او ځيني يې له دوستانو سره شپې او ورځي تيروي. خو اوس چي جنگ نه سته او طالبان وتلي، دوی ولي بيرته خپلو مېنو ته نه ستنيږي؟

https://p.dw.com/p/3tIKF
Afghanistan Wiederaufbau in Kandahar Arghandab
انځور: DW/H. Asla

د کندهار ښار په لس کيلومترۍ کي پرته ارغنداب ولسوالي کي له څلورو مياشتو راهيسي د طالبانو او افغان امنيتي ځواکونو ترمنځ جگړه روانه وه. له دغي ولسوالۍ څخه په زرونو کسان کندهار ښار ته وتېښېدل او هلته يې په خرابو او کوڅو کي واړول.

اوس چي په دغه ولسوالي کي جنگ درېدلی دی او ويل کيږي چي طالبان له سيمي څخه وتلي دي، اوسېدونکي يې اوس حتي په نېکمرغه کوچني اختر کي بيا هم خپلو مېنو ته د ورتلو زړه نه کوي. دوی وايي په کورونو، باغونو، لارو او کوڅو کي يې په زرونو ماینونه ښخ سوي دي.

ارغنداویان وايي، هرڅوک چي له جګړې وروسته خپلو مېنو ته ستانه سوي، پر ماینونو ختلي چي يايې پښې پرې سوي یاهم وژل سوي دي. دوی له دولت څخه هیله کوي چي هرڅومره ژر کېدای سي، دغه ښخ کړي ماینونه دي راوباسي.

محمد نبي او ګلمکۍ هغه دوه ارغنداویان دي چي په دغه ماینونو کي يې خپل نژدې دوستان له لاسه ورکړي دي.

محمد نبي دويچه ويله ته وويل: »د ارغنداب هره کوڅه او ان له ونو د راتوی سویو پاڼو لاندي يې لا ماینونه ښخ کړي دي. باغونه، مځکي او لاري ټول له ماینونو ډکي دي. هره ورځ پر مسلمانانو چاودني کیږي. موږ له وهمه خپلو باغونو ته نه سو تلای، هغه دي ټول باغونه مو وچ سول.«

ګلمکۍ وويل: »زما ورورهغه ورځ خپل کورته تلی، پر ماین وختی شهید سو، موږ له وهمه نه سو تللای، خپله خو خپل اولادونه نه سو وژلای. موږ له دولته غواړو چي دا زموږ لاري راپاکي کړي، زموږ په کورونو او ان په پخلنځیو کي ماینونه دي.«

د کندهار امنیتي مسؤلین هم د ارغنداویانو دغه ستونزه مني او زیاتوي چي همدا اوس د یادي ولسوالۍ په بېلا بیلو برخو کي د اینجینرۍ ډلي اخته دي او ان ۱۶ ډلي له کابل څخه راغلي ترڅو ډير ژر دغه په زرونو ښخ کړي ماینونه شنډ کړي.

د کندهار د امنیه قومندانۍ مطبوعاتي مسؤل جمالناصر بارکزي دويچه ويله ته وويل چي په دې روانه اوونۍ کي يې په زرونو ماینونه شنډ کړي دي، خو په خبره يې دومره ماینونه وسله والو طالبانو ځای پرځای کړي دي چي شنډول يې یوڅه وخت غواړي: »هر شی چي په لاس ورغلی له هغه يې ماینونه جوړ کړي دي، ژړي ډبې، بوتلان ټول يې ماینونه کړي دي باغونه، کورونه، کوڅې، مځکي، لاري ټول له ماینونو ډک دي. همدا تیره ورځ د ملکي خلکو یو زرنج موټرسایکل پر ماین ختلی وو چي ۴ عام خلک شهیدان او ۳ زخمیان ول. زموږ ټیمونه يې په شنډولو اخته دي او تراوسه يې په اټکلي ډول تر لس زره زیات ماینونه راکښلي دي.«

په کندهار کي د میرویس حوزوي روغتون مسؤلین هم وايي چي په دې وروستیو کي يې اکثره د ماین قربانیان د ارغنداب ولسوالۍ عام خلک دي. د دوی په قول، په دې روانه یوه نیمه اوونۍ کي يې دوی ته له ارغنداب ولسوالۍ څخه ۱۵۱ ټپيان او ۲۷ مړي ور وړي دي، چي اکثره يې عام وګړي دي، چي په دغه ولسوالۍ کي د ښخ کړیو ماینونو له لاسه مرګ ژوبله ورته اوښتې ده.

وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه کوم غبرګون نه دی ښوولی.

د کندهار د والي ویاند بهیراحمد احمدي دویچه ویله ته وویل، د ارغنداب ولسوالۍ د بېځایه سویو کورنیو سره د لاسنیوي په خاطر پېښو ته د رسیدو په چارو کي ددولت وزارت لخوا ۳۰ میليونه افغانۍ نقدي مرسته د هغو ۵۰۰۰ کورنیو له پاره کندهار ته رالیږل سوې او د وېش لړۍ يې روانه ده، چي په دې وروستیو کي د ارغنداب او نورو ولسوالیو څخه کندهار ښار ته رابېځایه سوي دي.

محمدابراهیم سپېڅلی/ کندهار

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب