1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيآسیا

د کندهار «دهلې بند» وسله والو طالبانو نیولی

۱۴۰۰ اردیبهشت ۱۶, پنجشنبه

د وسلوالو طالبانو له لوري د کندهار د دهلې بندی د نیول کیدو رپوټونه ورکړل شوي دي. دغه بند د کندهارښار شمال لویدیځ پلو په شاه ولیکوټ ولسوالۍ کي پروت دی.

https://p.dw.com/p/3t2NR
Afghanistan Dahla Damm Wasserkraftwerk
انځور: Getty Images/AFP/P. Baz

یاد بند په ۱۹۵۲م کال کي جوړ سوی دی چي د ۲۸۸ میلیون متره مکعب اوبو د خوندي کولو ظرفیت لري. د دغه بند د نیولو له پاره له تیرو پنځلس ورځو راهیسي د وسله والو طالبانو بریدونه زیات سوي وو.

یوه امنیتي باوري سرچینه، چي نه غواړي نوم يې واخیستل سي دویچه ویله ته ومنله، چي تیره شپه وسله والو طالبانو یاد مهم بند نیولی دی. د دغه سرچینې په وینا »د بند امنیتي پوستو په تکتیکي ډول پر شاتګ کړی دی او اوس پر یاده سیمه د چاڼیزو پوځي عملیاتو له پاره چمتووالی روان دی چي ډېر ژر به بیرته یاده سیمه د وسلوالو له شتون څخه پاکه کړي.«

په دې سیمه کي نژدې دوې اوونۍ ترمخه دغه بند ته پر غزېدلي سړک مهم پل هم د وسله والو طالبانو لخوا نړول سوی وو.

اوس له عامو خلکو سره دا اندېښنه ده، چي وسلوال طالبان د اوبو دغه مهم بند ته تاوان ونه رسوي. د خلکو په خبره که چیري دا بند تخریب سي، نو ټول کندهار به د اوبو او کرني له نعمت څخه بې برخي سي.

د کندهار اوسیدونکي وحیدالله له دولت څخه غوښتنه وکړه چي هرڅومره ژر چي کیدای سي دغه سیمه له ویجاړېدو وژغوري: «زه پر دغه بېرېږم، چي خداي دي نه کوي، چي دغه بند ته تاوان ونه رسوي. د مجاهدینو په وخت کي هم یو وار د دغه بند د نړېدو هڅه سوې وه، چي بیا بیرته د ولسي خلکو او ځايي قومندانانو په همکارۍ يې هڅه شنډه سوې وه.»

په سیمه کي د تیري شپې جګړې له امله تر دوه سوه زیاتي کورنۍ هم بې ځایه سوي او له دولته د سرپنا او مرستو غوښتنه کوي.

وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د دهلې دغه بند پر کندهارښار سربېره د کندهار اووه ولسوالیو ته اوبه ورکوي.

په دې وروستیو کي اسیا پراختیایي بانک د کندهار د اوبو د ښه مدیریت له پاره د ۳۴۸ میلیون ډالرو مرسته کړې، چي د ماليې وزارت د وینا له مخي ډېره برخه يې د دهلي بند د دېوال د لوړولو او ځینو نورو برخو د ترمیم او استملاک په موخه لګول کېږي.

محمدابراهیم سپېڅلی/ کندهار