1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزمآسیا

نعمت روان په کندهار ښار کې ووژل سو

۱۴۰۰ اردیبهشت ۱۶, پنجشنبه

د افغانستان د ماليې وزارت مطبوعاتي ویاند نعمت روان په کندهار ښارکي ووژل سو. پېښه نن پنجشنبه د کندهارښار په ۱۴مه حوزه کي هغه مهال رامنځته سوه، چي نوموړی د کوچني اختر له پاره سودا رانیولو ته په شخصی موټرکي روان وو.

https://p.dw.com/p/3t253
Afghanistan Provinz Kandahar | Naimat Rawan
انځور: Noor Gul Andarwal

نوموړی اصلا  په کابل کي اوسیده، خو کندهار ته د اختر رخصتیو له پاره تللی وو.

د کندهار د امنیه قومندانۍ مطبوعاتي مسؤل جمالناصر بارکزي دویچه ویله ته دغه پېښه تائید کړه.

د پيښي د مسؤلیت په اړه تراوسه چا څه نه دي ویلي.

هغه په طلوع تلویزیون کي تودې خبري خپرونې او په کندهار کي د سیمه ییزو تلویزیونو سره هم کار کړی وو.

په کندهارکي مېشت خبریالان اندېښه ښيي او له دولته غواړي چي د خپلي ژمني سره سم دې د خبریالانو د مصؤنیت په اړه کلک ګامونه پورته کړي. په تیره څه موده کې یو شمیر افغان خبریالان د مرګوني بریدونو قرباني سوي دي.

افغان خبریالانو ته ګواښ

په وروستیو کې افغان خبریالانو ته د حکومت او طالبانو د استازو خبرداري د ژورنالستانو د ملاتړ کوونکو سازمانو انتقادونه راپارولي او ښيي چي افغان ژورنالستانو ته وضعیت ورځ په ورځ خرابیږي.

د پارلمان د وکیل عارف رحماني د چهارشنبې په ورځ په یوه سلسله تویتونو کي د پارلمان په یوه سِري جلسه کي د دغه هیواد د ملي امنیت رئیس، احمد ضیأ سراج څرګندوني خپرې کړي وې. د دغو تویتونو پراساس ضیأ ویلي وو  چي ځیني تلویزونونه د طالبانو په ګټه پروپاګنډ کوي او حکومت دا کار نه سي زغملای. سراج همدارنګه ویلي ول چي دا د بیان ازادي نه، بلکي له هغه څخه سؤ استفاده ده.

د ضیأ دغه نقل قول د ملي امنیت په رسمي تویتر کي هم خپور سوی وو، خو وروسته بیرته حذف سو.

له بلي خوا بیا د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د تویتر په یوه پیغام کي لیکلي ول، چي هغوی له څو ورځو راهیسی د ځینو رسنیو د یوطرفه پروپاګنډ نشراتو شاهدان دي: «د دغو نشراتو تر شا د کابل د ملي امنیت ادارې لاس دی.» هغه په ادامه کي ویلي چي «رسنۍ باید متوجه واوسي او خپله بې طرفي وساتي او په دغو حساسو شرایطو کي د کابل د ادارې د پروپاګنډ یوه وسیله ونه ګرځي.»

مجاهد خبرداری ورکړی وو چي که هغوی خپلو دغو غلطو خبرونو ته ادامه ورکړي او خپله بی طرفی ونه ساتي نو په هغه صورت کي به د دې کار مسؤلیت د رسنیو د کارکوونکو او د هغوی د مسؤلینو پرغاړه وي.

افغانستان بې له دې هم د ژورنالستانو له پاره یو له خطرناکو هیوادونو څخه دی. هغوی نه یوازي داسلامپاله ملیشو له خوا تهدیدیږي، بلکې د جنګسالارانو، مخدره موادو د مافیايي ډلو او یا حکومتي چارواکو لخوا هم له ګواښ سره مخامخ دي.

د ازادو رسنیو د ملاتړ بنسټ «نی» د رپوټ پر اساس تیر کال د رسنیو ۱۱ کسان په وژل سوي دي.  په تیرو میاشتو کي پر ژورنالستانو باندي تر څو قاتلانه حملو وروسته په لسونو خبریالانو، خصوصا ښځو کارونه پریښول او یا هم له هیواد څخه ووتل.