1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سپورتآسیا

کرېکټ؛ د انګلستان لوبډله ۱۷کاله وروسته پاکستان ته ولاړه

۱۴۰۱ شهریور ۲۴, پنجشنبه

د انګلستان د کرېکټ لوبډله د پنجشنبې په ورځ د پاکستان کراچۍ ښار ته ورسیده. دا په تیرو ۱۷ کلونو کې پاکستان ته د انګلستان د لوبډلې لومړی سفر دی. د انګلستان په شمول ځینو لوبډلو د امنیتي دلایلو له کبله پاکستان ته سفر نه کاوه.

https://p.dw.com/p/4Gu1Y
India vs Pakistan - T20 world cup cricket
انځور: Francois Nel/Getty Images

د انګلستان د کرېکټ لوبډله د وروستي ځل له پاره په ۲۰۰۵م کال کې پاکستان ته تللې وه او په پام کې وه چې تیر کال یې پاکستان ته سفر کړی وای، خو د امنیتي اندېښنو له کبله د نیوزیلنډ د کرېکټ لوبډلې د سفر تر لغوه کولو وروسته انګلستان هم خپل سفر وځنډاوه.

دې ګام د پاکستان کرېکټ بورډ په غوسه کړی وی چې د خپل امنیتي اعتبار د ښه کولو په لټه کې وو او د لوبو لغوه کول یې د «بې احترامۍ» په توګه عنوان کړي وو.  

په ۲۰۰۹م کال کې د پاکستان په لاهور ښار کې د سریلانکا کرېکټ لوبغاړو لیږدونکي سرویس موټر باندې د یاغیانو تر برید وروسته، پاکستان دې ته اړ شوی وو چې خپلې نړیوالې لوبې د متحده عربي آماراتو په لوبغالو کې ترسره کړي. پاکستان په ۲۰۱۲ او ۲۰۱۵م کلونو کې پر دغو میدانونو د انګلستان کوربتوب کړی وو.

د کشمیر په اړه د شاهد افريدي څرګندونو تاوده بحثونه راپارولي

خو په وروستیو پنځو کلونو کې په تدریجي ډول د کرېکټ نړیوالې لوبې پاکستان کې کیږي چې د روان کال په سر کې د آسترالیا لوبډله هم دغه هیواد ته ورغلې وه.

په ۲۰۰۹م کال کې د سریلانکا د کرېکټ پر لوبډلې تر برید وروسته لوبغاړي څرخي الوتکه کې انتقالیږي
په ۲۰۰۹م کال کې د سریلانکا د کرېکټ پر لوبډلې تر برید وروسته لوبغاړي څرخي الوتکه کې انتقالیږيانځور: AP

د لوبو په ورځو به د هغه هوټل چې د انګلستان لوبډله پکې اوسیږي او د کراچۍ د نیشنل لوبغالې ترمنځ سړکونه تړلي وي او هلته به سخت امنیتي اقدامات وي. همداشان یوه څرخي الوتکه به د لوبډلې سفر څاري او هغه دوکانونه او دفترونه چې ستدیوم ترې ښکاري هم تړلي وي.   

د فرانسې خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي که څه هم په وروستیو کې په پاکستان امنیتي وضعیت نسبتا ښه شوی، خو په افغانستان کې د طالبانو له بياک واک ته رسېدو سره، بریدونه بيرته ډېر شوي دي.

د روان کال په مارچ مياشت کې په پيښور کې د شیعه ګانو پر یوه مسجد باندې په برید کې ۶۴ کسان ووژل شول چې دا له ۲۰۱۸م کال راهیسې تر ټولو خونړی برید وو. د تاوتریخوالي زیاتره پېښې په خیبر پښتونخوا ایالت کې شوي. 

خو د کراچۍ او لاهور ښارونه په وروستیو کې د وسله والو بلوڅ بیلتون غوښتونکو له لوري په نخښه شوي. په اپریل میاشت کې په یوه برید کې د درو چینایانو په ګډون ۴ کسان وژل شوي وو.

استرالیا پاکستان ته په لومړۍ ټیسټ لوبه کې ماته ورکړه

د انګلستان لوبډله په داسې یوه وخت کې پاکستان ته سفر کوي چې د دغه هیواد کابو یو پر دریمه برخه سیلابونو لاندې کړې او شا او خوا ۳۳ میلیونه کسان له دغو سیلابونو اغیزمن شوي دي.

د انګلستان لوبډله چې لوبډلمشر یې جوس بټلر کوي، په کراچۍ او لاهور ښارونو کې به د سپتمبر له ۲۰مې نېټې د اکتوبر تر دوهمې نېټې اووه شل اوریزې لوبې وکړي. تر دې وروسته به د دواړو هیوادونو لوبډلې په آسترالیا کې په ترسره کیدونکو شل اوریز نړیوال جام کې برخه واخلي چې د اکتوبر پر شپاړلسمه پیلیږي.