1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سپورت

استرالیا پاکستان ته په لومړۍ ټیسټ لوبه کې ماته ورکړه

۱۳۹۸ آذر ۳, یکشنبه

د پاکستان د کرکیټ لوبډله په استرالیا کې د ټي تونټي سیریز وروسته، په لومړۍ ټسټ لوبه کې له ماتې سره مخامخ شوې ده. استرالیا میلمه لوبډلې ته په یوه اننګز او پنځو منډو سره ماته ورکړه.

https://p.dw.com/p/3TcrD
Cricket Testspiel Österreich vs. England
انځور: Reuters/D. Gray

پاکستاني لوبډلې ماته په هم هغې څلورمې ورځې کې واضحه شوې وه کله چې په یوازې ۲۵ منډو یي ۳ لوبغاړي سوځیدلي وو. د استرالیا په برسبین ښار کې د کوربه هیواد لوبډلې پاکستاني لوبغاړي په مختلفو برخو یعنې توپ اچونې، توپوهنې او توپ نیونه کې ډیر وځپل.

په دویم اننګز کې پاکستاني توپ وهونکو (بیټسمینانو) یو څه مقاومت وکړ چې بابر اعظم په ټسټ لوبو کې خپله دریمه سلیزه جوړه کړه او محمد رضوان د خپلې سلیزې له بشپړولو څخه یوازې پنځه رنزه مخکې وسوځید.

پاکستان په دې اننګز کې د ماتې څخه د بچ کیدو له پاره ۳۴۰ منډو ته ضرورت درلود، په داسې حال کې چې پر ۳۳۵ منډو یي ټول لوبغاړي وسوځیدل.

ICC Cricket World Cup 2019 | Pakistan vs Südafrika | Babar Azam
بابر اعظم په ټیسټ لوبو کې خپله دریمه سلیزه جوړه کړه.انځور: Getty Images/M. Hewitt

په دویم اننګز کې پاکستاني لوبغاړو بابر اعظم ۱۰۴، محمد رضوان ۹۵، شان مسعود ۴۲ او یاسر شاه هم ۴۲ منډې جوړې کړې. دوه لوبغاړي اسد شفیق او محمد افتخار بې له دې چې کوم رنز وکړي وسوځیدل. که دوی دواړو لږې منډې هم جوړې کړې وای، نو کیدای شوای چې پاکستاني لوبډله په دې اننګز کې له ماتې څخه ژغورل شوې وای.

د استرالیا له خوا سټارک د ۳، کمنز د ۲، هیزل ووډ د ۳ او لیون د یوه لوبغاړي په سوځولو یا په بل عبارت ویکټو په اخیستلو بریالي شول.

مارنوس لابوشین د لوبې بهترین لوبغاړی وبلل شو. نوموړي وتوانید چې په دې ټیسټ لوبه کې د ۱۵۰منډو اننګز جوړ کړي.

دویچه ویله اردو/ش.ن/ن.ص