1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کشمیر په اړه د شاهد افريدي څرګندونو تاوده بحثونه راپارولي

۱۳۹۷ آبان ۲۴, پنجشنبه

د پاکستان د کریکټ د پخواني کپتان شاهد افریدي، له خوا د کشمیر پر موضوع تر شخړیزو څرکندونو وروسته په ټولنیزو رسنیو کې تاوده بحثونه را پورته شوي دي.

https://p.dw.com/p/38Has
Indien World T20 cricket tournament - Team Pakistan - Shahid Afridi
انځور: Getty Images/AFP/D. Sarkar

شاهد افريدي په خپلو خبرو کې ویلي وو: «زه وایم پاکستان ته کشمیر نه دی په کار. هند ته هم کشمیر مه ورکوئ. کشمیر آزاد کړئ. لږ تر لږه انسانیت خو به ژوندی پاتې شي. خلک مه پریږدئ چې ووژل شي. پاکستان ته کشمير نه دی پکار. پاکستان خپل پنځه صوبې یا ولایتونه نه شي سمبالولی. بشریت لوی شی دی. هلته چې خلک مرې، دردونکې خبره ده. هره وژنه که هغه د هر قوم پورې تعلق ولري، زورونکې ده.»

په ټولنیزو رسنیو کې د دې ویډیو تر خپریدو او نیوکو وروسته افریدي په دې اړه سپیناوي کې وویل چې هندي رسنیو د هغه خبرې تحريف کړي دي. افریدي په تویتر ټولنیزې شبکې کې د خپلو څرګندونو په سپيناوي کې ویلي دي چې «کشمير یوه ناحل شوې شخړه ده او هندي اشغال د بی رحمیو ښکار دی. په کار ده چې دا د ملګرو ملتونو د مقرراتو پر اساس حل شي. زه د هر پاکستاني په څیر د کشمیریانو د آزادۍ په هڅو کې شامل یم. کشمیر د پاکستان دی.»

د دې څرکندونو په اړه د هند تر ولکې لاندې کشمیر پخواني وزیرعالی او کشميري لارښود عمر عبدالله په خپل تویتر کې لیکلي دي: «زه نه پوهیږم چې هندي رسنۍ د شاهد افریدي د څرګندونو پر کومې برخې جشن کوي. دا له یاده وباسئ چې هغه د پاکستان د څلورو صوبو په اړه څه وویل. هغه په واضح ډول وویل چې د کشمیر د آزادۍ پلوي دی او د بشري حقونو پر نقضولو نیوکه کوي. په دې کې د هند فتح څه ده؟»

د ټولنیزو رسنیو د یوې کارونکې فایقې وویل: «ما ته خو د افریدي په خبرو کې هیڅ هم غلط نه ښکاري. موږ په ریښتیا هم خپلې څلورې صوبې نه شو کنترولوی. خراب حاکمیت، غصب، فقر. موږ د جنت کوم باغ د هغوی له پاره غوړولی دی؟ پریږدئ چې کشمیر آزاد شي.»