1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيانړیوال

کرونا سخت جانبي عوارض لري

۱۳۹۹ تیر ۲۵, چهارشنبه

د کرونا پاندیمۍ له امله نوري خطرناکي ویروسي ناروغۍ لکه ملاریا ایدز او توبرکلوز له پامه اچول سوي دي. د نړۍ د یو معتبره پوهنتون کارپوهان اوس له دې امله خبرداری ورکوي.

https://p.dw.com/p/3fM2t
Swasiland Aids-Patient bekommt antiretrovirale Medikamente
آرشیف انځورانځور: picture alliance/dpa

د کارپوهانو د اټکلونو له مخي، د کرونا بحران کیدای سي په بې وزلو هیوادونو کي د ملاریا، ايډز او توبرکلوز له امله د مړو سوو کسانو د شمیر د زیاتیدو سبب سي. د لندن د اِمپریال کالج پلټونکي په یوه نوي څیړنه کي خبرداری ورکوي، په هغو سیمو کي چي دغه میکروبي ناروغۍ ډیري رامنځته کیږي، کیدای سي د هغو صحي سیستم او د دارو درملو رسول سخت تر فشار لاندي راسي. په هغې کي زیاته سوې چي د کرونا ویروس له بیري ډیري انسانان د ډاکټر معاینه خانو او روغتونونو ته د ورتګ څخه ډډه کوي.

وژونکي سناریوګاني

 

په هغه پلټنه کي چي د "Lancet Global Health" په نامه ځانګړې مجله کي خپاره سوي، د کارپوهانو نوموړي ټیم مختلف ارقام تر څیړني لاندي نیولي.

د هغې له مخي تر ټولو جدي عواقب کیدای سي په ايډز باندي اخته ناروغانو درملنه کي وقفه رامنځته کړي.

د جنوبي افریقا په ځینو سیمو کي به ښايي د کرونا تر پاندیمي، د ايډز له امله تر ۱۰ سلنه پوري ډیر انسانان له منځه ولاړ سي.

د افریقا په جنوبي برخو کي د توبرکلوز له امله ښايي د مړیني تر ټولو خرابه سناریو رامنځته سي یعني د مړو شمیر تر ۲۰ سلنه زیات سي. توبرکلوز د پخوا په شان د نړۍ په سطحه تر ټولو وژونکې میکروبي ناروغي ده. ددغي پلټني په حواله، ښايي یوازي د ملاریا د مړو شمیر د پشه خانو د ویشلو د کمپاین د دریدو له امله ۳۶ سلنه ډیر سي.

په دې ترڅ کي نه یوازي د ایدز، بلکي د توبرکلوز او ملاریا پر ضد هم ارزانه او مؤثره درملنه او د هغو د مخنیوي مرکزونه موجود دي. خو بیا هم د نړۍ په سطحه هرکال څو میلیونه انسانان له دغو ناروغیو څخه مړه کیږي چي زیاتره یې په هغو هیوادونو کي وي چي اکثره اتباع یې ډیر کم او یا هم متوسط عاید لري.

زموږ له آرشیف څخه: