1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيانړیوال

د کووید ۱۹ کمزوري علايم هم ښایي مغزو ته تاوان ورسوي

۱۳۹۹ تیر ۲۳, دوشنبه

د بریتانیا د عصبي ناروغیو د ډاکټرانو په حواله د سارس کووید ۲ ناروغي کیدای سي د انسان مغزو او عصبي سیستم ته سخت زیانونه ورسوي او د رواني ناروغيو، فلج کیدو او مغزي سکتې چې يوازې وروسته تخشيصدلی سي، باعث گرځيدلی سي.

https://p.dw.com/p/3fEjx
Kernspinaufnahmen eines Gehirns
انځور: Colourbox

اوسمهال ډیر داسي شواهد په لاس راغلي چي د سارس کووید ۲ نوی ویروس نه یوازي دا چي سږو او تنفسي سیستم ته تاوان رسوي بلکي د بدن پر نورو غړيو هم سخت اغیز کوي. لکه زړه، رګونه، اعصاب، پښتورګي او د بدن پر پوستکي باندي.

د اعصابو بریتانوي ډاکټرانو اوس د « براین» په نامه مجله کي په دې اړه نور د اندیښنې وړ جزیات خپاره کړي چي له مخي یې د سارس کووید ۲ له ناورغۍ څخه بیرته روغو سوو کسانو کي د مغزو سخت زیانونه رامنځته سوي. زیاتره وخت دغه زیانونه ډیر وروسته او یا هم هیڅ نه سي تشخیصیدلای.

د کووید ۱۹ په  ۴۳ بریتانوي ناروغانو کي د لندن د کالج د پوهنتون عصبي ډاکټرانو د عصبي سیستم د مرکزي برخي زیانمن کیدل تشخیص کړي دي.

Brasilien Massengräber und Krankenhäuser| Krankenhaus in Rio de Janeiro
د کرونا له کبله مغزو ته رسیدلی زيان يوازې وورسته تشخيصدلی شيانځور: picture-alliance/AP Photo/L. Correa

ددغو زیانونو مختلف عواقب

ددغو آزمویل سوو ناروغانو څخه ۱۲ تنه د عصبي سیستم د مرکزي برخي په التهاب، لس تنه په مؤقتي عصبي ناروغیو لکه لیونتوب او یا هم رواني مشکلاتو، اته تنه یې په مغزي سکته او نور اته د اعصابو په نورو فلجي ناروغیو اخته سوي چي کیدای سي د مرګ سبب هم وګرځي. یوه ۵۹ کلنه ښځه هم له همدې کبله مړه سوې ده.

 غیر معمولي خبره خو لا داده چي په هغو ناروغانو کي  چی د کووید ۱۹ لږ علایم پکښي لیدل سوي، هم د مغزو سخت زیانونه تشخیص سوي دي.

 دغه زیانونه زیاتره وخت نه معلومیږي

 اوسنیو خپاره سوو پیښو دا خبره تأیید کړې چي د کووید ۱۹ ناروغي د انسان په بدن کي اوږدمهاله صحي ستونزي رامنځته کوي.  بې شمیره ناروغان تر بیرته رغیدو وروسته هم د ستړیا احساس کوي. ځیني نور بیا د بې حسه کیدو، کمزورۍ او هیري احساس لري.

د اندیښنې وړ سختي پیښې

 د ځینو انفرادي او ځانګړو پیښو په هکله هم رپوټونه خپاره سوي، د مثال په ډول یوې ۴۷ کلنه ښځې تر څلورو اونیو ټوخي، تبي او ناببره سردردي وروسته په ښي لاس کي د بې حسۍ احساس وکړ. په روغتون کي بیا دغه ښځه بې هوښه سوه او د هیڅ شي په وړاندي یې عکس العمل ونه ښود. د یوه عاجل عملیات په ترڅ کي د هغې د مغز یوه برخه وایستل سوه تر څو د هغې د مغزو پر نورو زیانمن سوو برخو  فشار راکم کړای سي.

USA Grippewelle Spanische Grippe
هسپانوي انفلونزا هم يوه وبا وه چې د روغتيا نړيوال سازمان په حواله یې د ۲۰ او ۵۰ میليونو ترمنځ انسانان وژلي ولانځور: picture-alliance/National Museum of Health and Medicine

یوې بلې ۵۵ کلنې میرمن بیا پرته له دې چي کومه رواني ناروغي ولري، له روغتون څخه تر رخصتیدو یوه ورځ وروسته عجیب او غریب حرکات کول. هغې په بیا بیا سره خپل بالاپوښ اغوسته او په خپل کور کي یې په خیالي ډول بیزوګاني او زمریان تر سترګو کیدل. هغې په روغتون کي د رواني ناروغیو پر ضد دوارو درمل تر لاسه کړل.

د هسپانوي انفلوانزا پر وخت د مغزو د زيامنیدو په زرونو پېښې

 بریتانوي ډاکټران اندیښمن دي چي د کووید ۱۹ ناروغي به په ناروغانو کي داسي مغزي زیانونه رامنځته کړي چي په راتلونکو کلونو کي به تشخیص کړای سي. د پلټنو په حواله  په ۱۹۱۸ م کال کي  د هسپانوي انفلوانزا پر وخت تر یو میلیون انسانانو کي مغزي زیانونه رامنځته سول چي وروسته یې عواقب څرګند سول.

په لندن کي د عصبي انستیتوت څخه میشایل زندي ټینګار کوي: »موږ طبعاً په دې هیله یو چی داسي یو څه پیښ نه سي، خو کله چي دومره لویه پاندیمي رامنځته سي چی د نړۍ لویه برخه یې اغیزمنه کړې وي، نو موږ باید ډیر بیداره واوسو.»

qp/bs (Alexander Freund)

زموږ له آرشيف څخه: