1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتياآلمان

پلټني د کرونا واکسین د اوږدمهاله اغیز په اړه هیلي راکمې کړي

۱۳۹۹ تیر ۲۳, دوشنبه

په آلمان کي د آزموینو په ترڅ کي د کرونا د لومړنیو ناروغانو د ویني نوی تِست د هغوی په وینه کي د انتي بادي د مقدار راکښته کیدل ښیی. دا ښایی په دې معني وي چی په لنډ وخت کي د هغوی د بیا اخته کیدو امکان سته.

https://p.dw.com/p/3fDlo
Symbolbild Corona-Virus Impfstoff
انځور: picture-alliance/dpa/Geisler-Fotopress

کارپوهان په نړیواله سطحه د کرونا د ویروس په اړه په اصطلاح د انتي باډي پلټني پر مخ بیایی. هدف دادی چي د هغوی نتایج د دغي ناروغۍ د بهیر او په مقابل کي یې د معافیت پیدا کولو له پاره لار هواره کړي او د یوه واکسین د جوړولو کار پر مخ بوزي.

خو له کرونا څخه د رغيدلو کسانو د ویني د آزموینو نوې نتیجه د اوږدمهاله معافیت او په دې ډول د ممکنه واکسین د اغیزي په هکله هیلي راکموي. علت یې دادی چي په آلمان کي  د کووید ۱۹ د هغو لومړنیو ناروغانو د وینو تِست،  چي د جنورۍ په آخره کي د مونشن د شوابینګ په کلینیک کي تر درملني لاندي ول،  په واضح ډول په وینه کي د انتي باډي د مقدار کموالی ښيي. دغه خبر د هغه ځای د کلینیک د انتاني ناروغیو مشر ډاکټر، کلیمینڅ ویندتنر ورکړی.

ویندتنر وایی چي « موږ په یوې ځانګړي آزمویني کي چی اوس به په یوه ډیر ډاډمن لابراتور کي نوري څیړني هم ورباندي وسي، له نهو څخه څلورو ناروغانو کې د انتي باډي د شمیر کموالی لیدلی دی. ویندتنر وایی: « دا چي دا کار به د بدن پر اوږد مهاله معافیت او واکسین جوړولو پر ستراتیژي باندي اغیز ولري، په اوس وخت کي یې په اړه یوازې آوازې موجودي دي او باید لا هم په انتقادي ډول تر څارني لاندی ونیول سي. دا په دې معنی چي په نوموړي ناروغي باندي د روغو سوو کسانو اخته کیدل ممکن دي او په دې اړه باید نور مشاهدات هم تر سره سي.

Tübinger Impfstoff-Studie
په آلمان کې د واکسين د موندلو هڅې په چټکۍ سره روانې ديانځور: picture-alliance/dpa/C. Schmidt

لږعلایم = لږه انتي باډي

د ویندتنر نتایج د نورو کارپوهانو د پلټنو د نتایجو په کتار کي راځي. چینایی پلټونکو رپوټ ورکړی چي انتي باډي پس له دوو میاشتو په تیره بیا هغو ناروغانو کي ډیره راکمه سوې چي د ناروغي علایم یې په بدن کي نه دي راښکاره سوي، خو په سختو ناروغانو کي هم د هغه مقدار په واضح  توگه راکښته سوی.

 د کرونا د پلټنو له پاره ډیر داوطلبه کسان حاضر دي

د توبینګین په کلینیک کي شاوخوا ۴۰۰۰ دواطلبه کسانو د کرونا د واکسین په اړه پلټنو کي ځانونه په خپله خوښه ثبت کړي دي. دغه پلټنه د جون په نیمایی کي پیل سوې او غواړي د توبینګین د بایو فارم د شرکت له خوا واکسین تر آزمویني لاندي ونیسي. د هغه راهیسي پر شاوخوا ۵۰ تنو دغه ماده تطبیق سوې.

خو پر ټولو داوطلبه کسانو دغه آزموینه نه ترسره کیږي. په مجموعي ډول به پر  ۱۶۸ کسانو دغه واکسین تطبیق سي. د توبینګین ترڅنګ د بلجیم د ګینت، هانوور او مونشن د آزموینو په مرکزونو کي هم ورته آزمویني تر سره کیږي. په کلینیکي پلټنو کي په اصطلاح ددغو آزموینه لومړی پړاو تر سره کیږي. که دا کار بریالی سي  بیا به نو په ښکاره ډول ډیر کسان تر آزمویني لاندي ونیول سي.

qp/bs ((dpa, afp)