1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کاناډا وايي ۳۴۳ نور افغانان يې انتقال کړي دي

۱۴۰۲ مرداد ۶, جمعه

له افغانستانه کاناډا ته د افغانانو د انتقال په ادامه، د کاناډا د مهاجرو چارو وزارت تېره ورځ د ۳۴۳ نورو افغانانو د انتقال خبر ورکړ. یاد وزارت ويلي غه افغانان به د کاناډا په کلګري، اتاوا او ويندرز ښارونو کې ځای پر ځای شي.

https://p.dw.com/p/4UV5E
د آرشیف انځور - د ۲۰۲۱م کال په اګست کې د طالبانو تر بیا واکمنېدو وروستته له افغانستانه د افغانانو د تخلېې پروسه
د آرشیف انځور - د ۲۰۲۱م کال په اګست کې د طالبانو تر بیا واکمنېدو وروستته له افغانستانه د افغانانو د تخلېې پروسهانځور: Wakil Kohsar/AFP

کاناډا ژمنه کړې ده چې د ۲۰۲۳م کال تر پایه به ۴۰زره افغانان دغه هیواد ته انتقال کړي. تېره مياشت هم د کاناډا د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې ۱۹۲ افغانان ېې په يوه چارتر الوتکه کې له متحده عربي اماراتو څخه کاناډا ته انتقال کړل.

د کانادا د مهاجرو چارو وزارت د ارقامو له مخې، له ۲۰۲۱م کال راهیسې تر ۳۵ زروډېر افغانان کاناډا ته انتقال شوي دي. په ۲۰۲۱ ميلادي کال کې پر افغانستان د طالبانو تر بیا واکمنېدو وروسته په لسونو زره افغانان له هېواده اروپا، امریکا، کاناډا او د نړۍ نورو هیوادونو ته ووتل.

په دې منځ کې یو شمېر افغانانو چې د پناه غوښتنې ېې منل شوي، له مياشتو راهيسې د افغانستان په ګاونډيو هیوادونو په تېره ایران او پاکستان او همدارنګه عربي ملکونو کې انتقال ته منتظر دي.

کاناډا د هغو هېوادونو له ډلې دی چې له خپلو محلي کارمندانو علاوه، ډېر شمېر هغه افغانان ېې هم منلي او پناه ېې ورکړې چې د خطر په معرض کې قرار لري.

ش.ا/م.ک.ص./ن.ز.

پر ورته موضوع له آرشیفه یو انځوریز البوم: 

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل