1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزمکاناډا

کاناډا، د بشري مرستو په موخه د ترهګری ضد قانون اصلاح کوي

۱۴۰۱ اسفند ۱۹, جمعه

کاناډا غواړي د طالبانو تر واک لاندې افغانستان سره بشردوستانه مرستو ته دوام ورکړي، خو د دغه دوام له پاره اړینه ده چې د ترهګری ضد قانون اصلاح کړي.

https://p.dw.com/p/4OVEV
Afghanistan | Bäckerei in Kabul spendet Brot
انځور: Ali Khara/REUTERS

کاناډا په ۲۰۱۳م کال کې طالبان د یوې ترهګریزې ډلې په توګه په نوملړ کې شامل کړل. دا ډلبندي له دې سختدریځې ډلې سره د کاناډایانو هر ډول راکړه ورکړه جرم بولي.

د ۲۰۲۱م کال په اګست کې، وروسته له هغې چې طالبانو یوځل بیا واک ترلاسه کړ، مرستندویه بنسټونو ته خبردرای ورکړل شو چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان سره مرستې ښايي د کاناډا د قوانینو سره په ضد کې واقع شي.

د بیلګې په ډول، ان که چېرې طالبان د بهرنیو نادولتي بنسټونو له پېرل شویو توکو او یا هم د هغوی د ځايي کارکوونکو له معاشونو مالیې هم واخلي، د یوې ترهګریزې ډلې ناقانونه ملاتړ بلل کیږي.

همدغو قانوني محدودیتونو له افغانانو سره د مرسته رسوونکو بنسټونو هڅې له سخت خنډ سره مخ کړي.

اړوند مطالب:م.م: د مرستندويه ښځينه کارکوونکو کاري کړنلارې ته انتظار باسو

د کاناډا، د ترهګرۍ ضد قانون د اصلاح په مسوده کې راغلي دي چې مرسته رسوونکي معافیت ترلاسه کوي، ترڅو «د یوې ترهګریزې ډلې تر واک لاندې سیمو» کې بحران ځپلو ته مرستې ورسوي او په کاناډا کې له قانوني تعقیب څخه ویره ونه لري.

دغه وړاندیز شوې طرحه، د «یوې ترهګریزې ډلې» تر کنترول لاندې جغرافیه کې بشري، روغتیايي، روزنیزو خدمتونو، سرپناه او له بشري حقونو څخه د ساتنې په برخو کې د مرستو رسولو اجازه ورکوي.

د قانون د سمون دا طرحه، تر تطبیقېدو وړاندې باید د کاناډا پارلمان هم تایید کړي.