1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستکاناډا

کاناډا اسلام سره د کرکې پرضد د مبارزې له پاره چارواکې ګمارلې

۱۴۰۱ بهمن ۸, شنبه

د کاناډا لومړي وزیر جسټن تروډو د لومړي ځل لپاره اسلام څخه د کرکې پرضد د مبارزې کمېشنره ګومارلې ده. په دې اړه د کاناډا د حکومت یوه وینا پاڼه کې راغلي چې هیڅوک باید د هغه د عقیدې له کبله کرکه او نفرت تجربه نه کړي.

https://p.dw.com/p/4MpL1
د کاناډا لومړی وزیر جسټن تروډو پر یوې مسلماني کورنۍ د برید له قربانیانو سره خواخوږي کوي
د کاناډا لومړی وزیر جسټن تروډو پر یوې مسلماني کورنۍ د برید له قربانیانو سره خواخوږي کويانځور: Nathan Denette/The Canadian Press via AP/picture alliance

د کاناډا په پلازمینې اوتاوا کې د لومړي وزیر جستڼ تروډو دفتر یوې ویناپاڼې د هغه له قوله لیکلي: «واقعي نوښت د کاناډا یو ترټولو ستر ځواک دی، خو د ډيری مسلمانانو لپاره "اسلاموفوبیا" یا اسلام څخه کرکه ډېره پيژندل شوې ده.»

کاناډا د مهاجرینو د منلو له پاره ستر پروګرام اعلان کړ

هغه زیاته کړې: «مونږ اړ یو چې هغه بدله کړو، زمونږ په هېواد کې هیڅوک باید د هغه د باور یا عقیدې له امله کرکه تجربه نه کړي.» ژورنالیسته او د بشري حقونو فعاله امیرا الغوابي به د دې څوکۍ مسؤلیت پرغاړه واخلي. هغې وویل، چې د ټروډو لخوا پر خپلې ګومارنې ویاړي. هغې لیکلي دي: «دا له اسلام سره د کرکې په برخه کې هغه که په هره بڼه وي، زموږ د مبارزې یو مهم ګام دی.»

کاناډا د افغان ښځینه قاضيانو په ګډون ۲۳۰ افغانانو ته پناه ورکوي

الغوابي وویل: «دا پوسټ د اسلاموفوبیا د یوه دردونکي او ان وژونکي واقعیت پرضد د یوه ادرس په توګه رامنځته شوی دی.» د کاناډا د ټول نفوس کابو ۵ سلنه یې مسلمانان دي.