1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کابل ته د مولانا فضل الرحمان وربللو غبرګونونه راپارولي

هيلۍ اسد
۱۴۰۲ آذر ۲۸, سه‌شنبه

د طالبانو ادارې له پاکستان سره د ښو اړیکو جوړېدو په خاطر په پاکستان کې د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل‌الرحمان د منځګړیتوب له پاره کابل ته بللی دی.

https://p.dw.com/p/4aLRt
Pakistan bereitet sich auf die Ausweisung von über einer Million Afghanen vor | Protest in Chaman
انځور: Jafar Khan/AP Photo/picture alliance

د طالبانو ادارې ویاند ذبیح الله مجاهد له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل چې مولانا فضل الرحمان یې په دواړو هيوادونو کې د زیات نفوذ درلودلو له امله وربللی دی چې د افغانستان او پاکستان د ترینګلو اړیکو په رغېدو کې مرسته وکړي.

هغه وویل: «مولانا فضل الرحمان خپله هم له ډېر وخت راهیسې غوښتل چې افغانستان ته راشي، نوموړی د خپل سیاسي او مذهبي نفوذ څخه په استفادې کولای شي چې د پاکستان د هغه ناسمو ادعاوو په اړه سپیناوی یوسي چې ګواکې له افغانستانه پاکستان ته خطر متوجه دی.»

بل لورته د افغانستان یو شمېر پخوانیو چارواکو، سیاسیونو او د ټولنیزو رسنیو کارونکو د طالبانو ادارې دا کار غندلی دی چې مولانا فضل الرحمان یې کابل ته ورغوښتی او د دوی په خبره چې پر طالبانو اوس هم د پاکستان سیاسي او مذهبي مشران نفوذ لري او پرېکړې یې عملي کوي.

د افغانستان د ملي امنیت پخواني رئیس رحمت‌الله نبیل پر خپل ایکس (پخواني ټویټر) پاڼه لیکلي دي چې مولانا فضل الرحمان په افغانستان کې د جمهوریت پر مهال له حکومت په دې خاطر میلیونونه ډالر اخېستل چې د هغه وخت وسله وال طالبان د خبرو له پاره اماده کوي او ممکن اوس یې د ورته کار له پاره له پاکستاني استخباراتو پیسې اخستې وي، د طالبانو په مرسته د پاکستاني طالبانویا «ټي ټي پي» ډله خبرو ته حاضروي.

نبیل د خپلې کړې ادعا له پاره کوم ثبوت نه دی وړاندې کړی او د جمعیت علمای اسلام ګوند هم تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

په زرګونه کډوال له افغانستان سره پر پوله بند پاتې دي

بل لور ته په پاکستان کې ملتپال سیاستوال افراسیاب خټک له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل چې مولانا فضل الرحمان د پاکستان پوځ او استخباراتو افغانستان ته د تللو په خاطر اماده کړی دی: «پر طالبانو او یا د پاکستانپر پوځ د مولانا فضل الرحمان نفوذ نه مخکې وو او نه هم اوس شته، خو د پاکستان پوځ خپله د دې له پاره اماده کړی چې افغانستان ته یې ولېږي او په پښتونخوا کې د هغه خلکو خولې پرې بندې کړي چې ګواکې دلته د نا امنیو د مخنیوي له پاره موږ هڅه کوو او مولانا فضل الرحمان هم هلته تللی دی.»

د ښاغلي خټک په خبره چې پاکستاني جنرالان لا هم پر طالبانو خپل فشار لري او له همغه فشار د ګټې اخېستنې په خاطر دا ځل غواړي مولانا فضل الرحمان کابل ته ولېږي.

مولانا فضل الرحمن په اسلام آباد کې د احتجاج د ختمولو اعلان وکړ

بل لور ته د پخواني ولسي جرګې ځينو غړو هم کابل ته د مولانا فضل الرحمان پر تګ نیوکه کړې او په خبره یې چې مولانا فضل الرحمان د پاکستاني پوځ ځانګړی کس دی چې غواړي خپلې ګټې پرې خوندي کړي.

د ولسي جرګې پخوانی غړی کمال ناصر اصولي پر خپله ایکس پاڼه لیکي: «کابل ته د هغو څېرو راتګ چې د افغانستان په ۵۰ کلن ناورین کې یې ژور رول لرلی، د اصیلو افغانانو له پاره پیغور دی.»

د افغانستان او پاکستان ترمنځ وروسته له هغه سیاسي اړیکې ترینګلې شوې چې پاکستاني چارواکو په بار بار د طالبانو پر ادارې نیوکه وکړه چې د پاکستان په نا امنۍ کې رول لري او د پاکستاني طالبانو غړو ته یې پناه ورکړې ده، هغه ادعا چې طالبانو په بار بار رد کړې ده.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب