1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مولانا فضل الرحمن په اسلام آباد کې احتجاج پای ته رسولی

۱۳۹۸ آبان ۲۲, چهارشنبه

مولانا فضل الرحمن په اسلام آباد کې د احتجاجي ناستې د ختمولو اعلان کړی او وايي چې اوس به دغه احتجاج نورو ایالاتو ته غځیږي. هغه ويلي چې د حکومت د استعفا او په هیواد کې د نویو ټاکنو له پاره یې احتجاج بل پړاو ته داخلیږي.

https://p.dw.com/p/3SwoL
Pakistan | Demonstration der Opposition gegen Imran Khan
انځور: Getty Images/AFP/A. Qureshi

د جمعیت علما اسلام (ف) مذهبي ګوند مشر مولانا فضل الرحمن په اسلام آباد کې د خپل احتجاج د ختمولو اعلان کړی دی. هغه په اسلام آباد کې د غونډې ګډونوالو ته وویل چې د حکومت فکر دی چې خلک له دې ځایه ولاړ شي نو هغوی ته به آساني وي، خو زموږ غورځنګ بل پړاو ته داخلیږي. د هغه په خبره په نور احتجاجونه به په ښارونو کې نه وي، بلکې پر لویو لارو به وي.

دا احتجاجونه چې د «آزداۍ مارش» نوم ورکړل شوی مشري یې د جمعیت علما اسلام(ف)، په نوم د مذهبي ګوند مشر مولانا فضل الرحمن کوي. دغه مارش د اکتوبر میاشتې به ۲۷مه نېټه له سند ایالت څخه پېل شو.

په لسګونو زره احتجاج کوونکي د اکتوبر میاشتې په ۳۱مه نېټه اسلام آباد ته ورسیدل او هلته یې پرلت وهلی دی. هغوی د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان د استعفا او نوو ټاکنو د تر سره کیدو غوښتنه کوي. حکومت د اپوزیسیون له لوري په تیرو ټاکنو کې د درغلیو او همداشان د ناسم اقتصادي مدیریت تورونه ردوي.

تر دې دمخه د رویټرز خبري آژانس د رپوټ له مخې د تلویزونونو په انځورونو کې ښکاريدل چې د دغه ګوند ملاتړو چې د ګوند بیرغونه ورسره وو د چهارشنبې په ورځ په چمن کې افغانستان ته تلونکي لویه لاره وتړله چې دا کار د بار وړونکو لاریو د اوږدو کتارونو د جوړيدو لامل شو.

مولانا فضل الرحمن د سه شنبې په ماښام په اسلام آباد کې خپلو ملاتړو ته وویل: «زه به سبا [چهارشنبه] پلان بي اعلان کړم.»

د دغه ګوند یوه مخکښ مشر اکرم دراني تر دې دمخه خبریالانو ته ویلي ول چې د «پلان بي» په ترڅ کې د پاکستان د یو شمیر لویو لارو تړل او د ټول هیواد په کچه د احتجاجونو ترسره کول شامل دي.

Maulana Fazal-ur-Rehman
مولانا فضل الرحمان د دې مظاهرو مشري کويانځور: AFP/Getty Images/A. Majeed

فضل الرحمن چې د پاکستان پخوانی سیاستوال دی د ټول هیواد په کچه په ځانګړې توګه په مذهبۍ حلقه کې د خلکو ملاتړ لري. عمران خان په تیر کال کې پارلماني ټاکنې د فساد د ختمولو او بې وزله کسانو ته د کار ځایونو د رامنځ ته کولو په شعار سره ګټلې وې. د ټاکنو تر ګټلو وروسته عمران خان د اپوزیسیون له لوري له لومړي چلینج سره مخامخ دی.

دغه احتجاجونه په داسې وخت کې تر سره کیږي چې حکومت له لوړ انفلاسیون او کمزوري اقتصاد سره لاس او ګریوان دی.

عمران خان که څه هم چې د یو شمیر اقتصادي اصلاحاتو پر لور ګام واخیست، خو د تیرو لومړي وزیرانو په څیر دې ته اړ شو چې په جولای میاشت کې د پیسو له نړیوال صندوق (آی ام اف) څخه شپږ میلیارده پور واخلي.

اپوزیسیون د عمران خان حکومت غیر مشروع بولي او وایي چې د پوځ ملاتړ له ځانه سره لري، چې د پاکستان په تاریخ کې یې تر نیمایي زیات وخت واکمني کړې ده. خو د پاکستان پوځ په سیاسي چارو کې د لاسوهنې تورونه ردوي او عمران خان هم د استعفا کولو غوښتنه نه مني.

sr/bs (Reuters)