1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

فضل الرحمن: عمران خان دې په ۴۸ ساعتونو کې استعفأ وکړي

۱۳۹۸ آبان ۱۰, جمعه

د پاکستان د اپوزیسیون ګوند مشر مولانا فضل الرحمن، د جمعې په ورځ د پاکستان د لومړي وزیر او د هغه حکومت ته د استعفا کولو له پاره دوه ورځنی مهلت ورکړ. د هغه په مشرۍ احتجاجي مارش تیره شپه اسلام آباد ته ورسید.

https://p.dw.com/p/3SLmb
Pakistan Maulana Fazlur Rehman
انځور: picture-alliance/AP Photo/P. Masih

مولانا فضل الرحمن د مارش په زرونو ګډونوالو ته په خپله وینا کې وویل چې له ملي ادارو سره تقابل نه غواړي خو هغوی هم باید د چا پلویتوب ونه کړي.

مولانا فضل الرحمن د پاکستان پيپلز ګوند د سیاستوال بلاول بهټو زرداري، او نورو سیاستوالو سره یو ځای په اسلام آباد کې د «آزادۍ مارش» ګډونوالو ته وینا وکړه. دغه مارش ته په پارلمان کې د اپوزیسیون مشر شهباز شریف، هم وینا وکړه.

د مارش ګډونوال په اسلام آباد کې تر شنه آسمان لاندې دویمه شپه تیروي. فضل الرحمن د پاکستان لومړي وزیر عمران خان ته د استعفا کولو له پاره دوه ورځنی مهلت ورکړ.

Pakistan | Demonstration der Opposition gegen Imran Khan
انځور: Getty Images/AFP/A. Qureshi

فضل الرحمن په خپله وینا کې وویل چې حکومت «کشمیر پلورلی، اقتصاد یې تباه کړی» او د خراب اقتصاد سره د هیواد چارې نه شي چلیدی.

فضل الرحمن له رسنیو هم خپل ملاتړ څرګند کړ او ویې ویل: «زه له رسنیو سره ولاړ یم او د رسنیو له کارکوونکو او مالکانو سره خواخوږي لرم. موږ غوښتنه کوو چې پر رسنیو بندیزونه لیرې شي.»

د فضل الرحمن په خبره [حکومت] د پنځه میلیونو کورونو د جوړولو ژمنه کړې خو تر پنځوسو زرو زیاتو خلکو کورونه نړول شوي دي. هغه وویل چې عمران خان د لس میلیونه کار ځایونه رامنځ ته کولو ژمنه کړې خو تر سل زره زیات کسان بې روزګاره شوي دي.

دغه مارش ته پر فضل الرحمن سربیره په پارلمان کې د اپوزیسیون مشر شهباز شریف، بلاول بهټو زرداري او یو شمیر نورو سیاستوالو هم وینا وکړه.

اعزاز سید/ اسلام آباد