1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيانړیوال

ډبليو اچ او: نه حرکت د ۱،۸ مليارده انسانانو روغتيا ګواښي

۱۴۰۳ تیر ۶, چهارشنبه

د روغتيا نړېوال سازمان په خپل یو نوي رپوت کې اندېښنه ښوولې چې په نړۍ کې د انسانانو فزيکي فعالیتونه مخ پر کمېدو دي. سازمان وايي که وضعیت همداسې ادامه ولري په ۲۰۳۰م کال کې به ۳۵ سلنه خلک د سختو ناروغیو له کبله غیرفعال وي.

https://p.dw.com/p/4hWgc
ډبليو اف پي: نژدې ۱،۸ ميليارده بالغ افراد د ناکافي ورزشي تمریناتو له کبله د سرطان، سکتې، د عقل زوال او شکرې په څېر سختو ناروغيو له خطر سره مخ دي
ډبليو اف پي: نژدې ۱،۸ ميليارده بالغ افراد د ناکافي ورزشي تمریناتو له کبله د سرطان، سکتې، د عقل زوال او شکرې په څېر سختو ناروغيو له خطر سره مخ ديانځور: Pavel/Pond5 Images/IMAGO

نژدې ۱،۸ ميليارده بالغ افراد د ناکافي ورزشي تمریناتو له کبله د سرطان، سکتې، د عقل زوال او شکرې په څېر سختو ناروغيو له خطر سره مخ دي. دغه مطلب د روغتیا نړېوال سازمان (ډبليو اچ او) په خپل یو تازه رپوټ کې چې نن چهارشنبه د جون ۲۶مه خپور شوی، ويلی دی.

دغه سازمان وايي د فزيکي فعالیتونو فيصدي د دنیا په سطحه مخ پر کمېدو ده چې یوازې د ۲۰۱۰ تر ۲۰۲۰ کلونو تر منځ ۵ سلنه ډېره شوې او حاضردمه شاوخوا ۳۱ سلنه بالغ افراد ورزشي تمرینات نه کوي.

دغه رپوټ چې پر روغتيا نړېوالې مجلې لنست، خپور شوی، پکې راغلي دي چې ۳۴ سلنه ښځې او ۲۹ سلنه نارينه غیرفعال دي. په رپوټ کې زیاته شوې ده چې، که دغه وضعیت همداسې ادامه ولري په ۲۰۳۰م کال کې به د غیرفعالو افرادو کچه ۳۵ سلنې ته پورته شي.

د ډبليو اچ او د روغتیا د ودې څانګې مشر، روديګر کريچ، وويل: «فزيکي فعالیتونه نه کول، نړيوالې روغتيا ته یو چوپ ګواښ دی.» کريچ زياته کړه: «له بده مرغه نړۍ پر ښه لوري روانه نه ده.»

د سینې له ارثي سرطان څخه د ځان ساتنې لارې چارې

د روغتيا نړېوال سازمان دغه چارواکی ټينګار کوي چې «په لږ لګښت لرونکو او جالبو طریقو د فزيکي فعالیتونو ترسره کول» کولی شي د غیر ساري ناروغيو کچه راښکته کړي.

ډبلیو اچ او د کومو فزيکي فعالیتونو سپارښتنه کوي؟

د روغتیا نړيوال سازمان په حواله «د ټولو هغو فزيکي فعالیتونو په ګډون کارونه چې په فارغ وختونو کې ترسره کېږي، په بدني حرکاتو کې راځي، لکه د موټرو تمځای یا نورو ځایونو ته تلل راتل کوم چې د یو شخص د کار یا کورني فعالیت یوه برخه تشکيلوي.»

یو کس باید څومره فزيکي فعالیت وکړي؟

ډبليو اچ او، فزيکي فعالیتونه په دوو برخو اوسط او قوي یاد کړي چې د اوسط ډول ېې په اوونۍ کې ۱۵۰ دقیقې او د قوي شکل ېې په اوونۍ کې د ۷۵ دقیقو د ترسره کولو سپارښتنه کوي.

هره ورځ چټک قدم وهل او د ښيښو مينځلو او صافي کولو په څېر کارونه په متوسط فزيکي فعالیتونو کې راځي په داسې حال کې چې غره ته ختل او پټي کې بیل وهل بیا په قوي فزیکي فعالیتونو کې شامل دي.

د روغتیا نړېوال سازمان مشر، تدروس آدهانوم ګبريسوس، وايي هغه فرصتونه چې د سرطان او زړه په څېر ناروغیو خطر کموي او روانی رفاه په وده کې مرسته کوي، خو اوس له لاسه وتلي، ټينګار کوي چې دا ډول افراد دې فزيکی فعالیتونه دې ډېر کړي.

هغه ويلي: «موږ باید د بدني فعالیتونو سطحې د لوړولو او لازمو اقدامات ته د لومړيتوب ورکولو په تړاو خپلې کړې ژمنې له سره نوې کړو، تر څو دغه د اندېښنې وړ وضعیت پر شا کړو.»

د روغتیا نړېوال سازمان په نوي رپوټ کې زیاته شوې چې لوړ عاید لرونکې هېوادونه يو څه د بې فعاليتۍ کچې د کمولو په حال کې دي، خو لا هم له اصلي مسيره لرې دي.

ss/jsi (dpa, AFP)mks/nz

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل