1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيانړیوال

په منظم ډول قدم وهل د ملا درد په له منځه وړلو کې مرسته کوي

۱۴۰۳ خرداد ۳۱, پنجشنبه

د یوې نوې څیړنې پایلې ښيې چې په اونۍ کې پنځه ورځې تر نیم ساعته پورې پلې ګرځیدل د ملا په لاندنۍ برخه کې درد نږدې نیماي ته را کمولی شي. د دغې څیړنې په اساس دا ډول وقایوي اقدامات په راتلونکې کې د ډیرې سپما سبب کیدلی شي.

https://p.dw.com/p/4hI6M
Symbolbild Rückenschmerzen
آرشیف انځور: یو ناروغ چې د ملا تیر په لاندنۍ برخه کې درد لريانځور: Channel Partners/Zoonar/picture alliance

د یوې نوې څیړنې له مخې په اونۍ کې پنځه ورځې تر نیم ساعته پورې پلې ګرځیدل یا قدم وهل د ملا د لاندنۍ برخې درد نږدې نیماي ته را کمولی شي. د «لانسیټ» په نوم طبي ورځپاڼه کې خپره شوې څیړنه په تکراري ډول د ملا درد د مخنیوي په خاطر د یوې ډیرې ساده حل لارې، یعنې په منظم ډول د قدم وهلو سپارښتنه کوي.

له تجربو معلومه شوې ده کوم ناروغان چې په اونۍ کې پنځه ځله تر نیم ساعته پورې پلي ګرځیدلي او د فیزوتراپيست لارښونه یې عملي کړې ده، په هغوی کې د درد تکرار د داسې نه کوونکو په پرتله نیمایې ته را ټيټ شوې ده.

ناروغانو څیړونکو ته دا هم ویلي دي چې د ژوند معیار یې د پخوا په پرتله بهتره شوی دی او په کار کولو کې یې چې کوم وخت مصرفولو هغه هم نیمایي ته را ټيټ شوی دی.

ارزانه او آسانه علاج

څیړونکو هیله څرګنده کړې ده چې دغه ارزانه او آسانه اقدامات پر یوه داسې وضعیت ژور اغیز کولی شي چې په نړیواله کچه د معلولیت تر ټولو لوی لامل دی.

د آسترالیا په میک کوئري پوهنتون کې د فیزو تراپۍ پروفیسر او څیړونکی مارک هین کاک وویل: «قدم وهل یو ارزانه، په پراخه پيمانه د لاسرسي وړ او ساده ورزش دی، په کوم کې چې د جغرافیوي موقعیت، عمر، ټولنیز او اقتصادي وضعیت په نه پام کې نیولو سره، نږدې هر څوک برخه اخیستل شي.»

د یوه اټکل له مخې په نړۍ کې نږدې ۸۰۰ میلیونه کساند ملا په لاندنۍ برخه کې له درد څخه رنځ وړي. په دوی کې له هرو ۱۰ څخه ۷ یې چې له درملنې وروسته ښه کیږي، په یوه کال کې دننه ورته بیرته دغه ستونزه پیدا کیږي.

د کوم نوعې څیړنه شوې؟

په دې څیړنه کې ۷۰۰ بالغه کسان شامل کړای شوي وو چې د ملا په لاندنۍ برخه کې له دری کلن درد وروسته په دې وروستیو کې روغ شوي وو.

نیمایي د دغو کسانو د فیزو تراپي او قدم وهلو پروګرام په اساس او پاتې نیمایې یې د خپلې خوښې مطابق طبي اقداماتو کولو په اساس پريښودل شوي وو.

هین کاک وویل: «هغه کسان چې د پروګرام په اساس یې پالنه کیدله، د خپلې خوښې مطابق طبي اقداماتو کوونکې ډلې په پرتله په کې د درد تکرار کم شوی و. د پروګرام په اساس ساتل شوو کسانو په اوسط ډول په ۲۰۸ ورځو کې د درد تکراریدل احساس کړي ول، په داسې حال کې چې د خپلې خوښې مطابق طبې اقداماتو کوونکو کسانو بیا یوازې په ۱۱۲ ورځو کې د درد تکرار احساس کړی وو.»

قدم وهل ولې ستاسې ملا ته ګټور دی؟

هین کاک وایي: «مونږ په قطعي ډول په دې نه پوهیږو چې قدم وهل ولې د ملا د درد د مخنیوي له پاره دومره ښه دی، خو په دې کې د ملا تیر(ستون فقرات) او ورنونه آرامه حرکت کوي چې له کبله یې دا پیاوړې کیږي او د فشار د ختمیدو احساس کوي.»

نوموړي زیاته کړه چې قدم وهل سربیره پر دې نورې روغتیایي ګټې هم لري، د بیلګې په توګه د زړه او هډوکو روغتیا، وزن کمولو او رواني روغتیا ته هم ګټه رسوي.

څیړونکي وایي چې د ملا په لاندنۍ برخه کې درد اوس په نړیواله کچه په یوې عمومي ناروغۍ بدلیدونکی دی چې مهم لامل یي د عمر زیاتوالی او تر ډیر وخته پورې د ناستې کار او همدارنګه د تفریح وخت هم د په ناستې تیرولو عادت دی.

د آسترالیا په میک کوئري پوهنتون کې د فیزو تراپۍ دغه پروفیسر وایي چې په ټوله نړۍ کې پر روغتیایي سیستم د مخ پر ډیریدونکي بوج یا بار سربیره هم په دې برخه کې د تحقیق او مراقبت په خاطر کافي امکانات په اختیار کې نه ورکول کیږي.

ډي پي ای/ لانیست: ش.ن/ ا.و.ا

ورزش له محصلينو سره په زده کړه کې مرسته کوي؟