1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيانړیوال

آیا انسان کولی شي مزمن دردونه هیر کړي؟

۱۴۰۱ شهریور ۱۶, چهارشنبه

د ملا مزمن درد په نړۍ کي د ناتوانۍ اصلي علت بلل کيږي. خو نويو څېړنو ښوولې ده چې انسان کولی شي دا درد په اصطلاح هېر کړي. په دې موخه د انسان مغز باید وروزل شي.

https://p.dw.com/p/4GX0j
Symbolbild Rückenschmerzen
انځور: Themendienst/dpa/picture alliance

دانيل والدريپ د کولورادو په بولدر کې په خپل چمن کې د هرې شنبې په څېر واښه رېبل. په بله ورځ نوموړي چې سن یې هغه وخت ديرش کلنې ته نزدې وو، دومره ډېر درد درلود چې له کټه نه شو پورته کيدلی. خو فکر یې کاوه چې د وښو د رېبلو له کبله ورته درد پيدا شوی.

دا د هغه له پاره د ۱۸ کلونو د مزمن درد او بې شمير درملنو چې هیڅ ګټه یې نه لرله، پېل وو. په دغو درملنو کې فزيو تراپي، په ستنو درملنه او مالش شامل ول.

د روغتيا نړيوال سازمان وايي چې د ملا د لاندنې برخې درد په ۱۶۰ هېوادونو کې د ناتوانۍ يوازنی دليل دی. زياتره رواني درملنه د درد د ختمولو پر ځای دا يوازې راکموي او درمل هم يوازې د موقتي آرام باعث ګرځي.

والدريپ دويچه ويله ته وويل: «داسې وخت هم راباندې راغلی چې احساس مې وکړ فلج شوی يم او ډېر درد مې درلود. بيا به نورو وختونو لږ د زغملو وړ وو او لږ ښه وو – خو تل موجود وو او تل راسره مل وو.»

نوموړی چې اوس ۴۹ کلن دی تر پنځوو کلونو مخکې پورې يعني تر هغه وخته پورې د ملا له درد څخه کړيد، څو یې په خپل ښار کې د ملا د درد د يوې کلينکي درملنې په اړه معلومات ترلاسه کړل. دغه درملنه «Pain Reprocessing Therapy» يا د درد د بيا پروسس کولو درملنه نوميږي چې انګلسي لنډیز یې پي آر ټي دی.

د پي آر ټي له لارې په ماغزو کې عصبي لارې بيرته سره وصل کيږي څو د درد احساس غير فعال شي او ماغزه وروزل شي چې د بدن سګنالونو ته په سمه توګه ځواب ووايي چې دا څه د درد زده کړه بلل کیږي.

په نهايت کې ېې هدف دادی چې مريضان د ځينو حرکتونو ويره له سره وباسي يعني دا چې کله هغوی په دې ډول حرکت کوي دوی به ډاډه وي چې دا به ورته هیڅ درد نه پيدا کوي.

د څېړنې هر ګډونوال ته د يوه ډاکتر له خوا د انترنت له لارې معلومات ورکړل شول او دوی همد راز د څلورو اوونيو په ترڅ کې اته وارې رواني درملنه هم ترلاسه کړه.

تر تراپي يوه مياشت وروسته والدريپ سل په سلو له درده خلاص شو. نوموړی وايي: «اوس درې يا څلور کاله کیږي چې زه د درملنې له بشپړيدو راهيسې يوه ورځ هم د ملا د درد کومه ستونزه نه لرم – دې [درملنې] زما ژوند بدل کړی.»

درد څه شی دی او څرنګه دايمي کيږي؟

درد د سګنال ورکولو يو سيسټم دی چې موږ متوجې کوي کله چې زموږ ځان خوږ او يا ټپي کيږي. خو د دې په پام کې نيولو پرته چې کوم ځای مو خوږ وي، د درد احساس یې په مغز کې منځ ته راځي.

عصبونه مغز ته سګنالونه ليږدوي څو یې خبر کړي چې په بدن کې يو څه رامنځته شوي او ماغزه بيا پريکړه کوي چې آیا د درد احساس رامنځته کړي او که نه. دا بيا په دې پورې اړه لري چې مغز د خطر احساس کوي او که نه.

ماغزه د انسان پام بالقوه زيان ته اړوي او هغه له منځه وړي کله چې د خبرتيا سګنال ته نوره اړتيا نه وي. دې ته شديد درد ويل کيږي. دا د ځانګړي شيانو يعني د سوځيدو، ټپي کيدو، عملياتو او يا غاښ د درملنې په مقابل کې په ناڅاپي توګه رامنځته کیدونکې احساس دی.

درد څه شی دی او ولي پيدا کيږي؟

خو هغه درد چې پر درملنې سربيره هم تر دريو مياشتو ډېره موده پاتيږي، مزمن يا اوږد مهال درد بلل کيږي.

د نيو ساوت ویلیز پوهنتون يو پروفیسور او ارواهپوه جيمز مک اوولې په دې اړه وايي: «دا په رښتيا ډېره مهمه ده چې خلک د دې درد د تجربه کولو جوګه واوسي. دا د ژوندي پاتيدو له پاره مهم دي خو ځيني کسان د ټپونو او يا بدن تر رغیدو وروسته هم درد لري.»

نوموړی زياتوي دا چې ساينس پوهان یې په اړه خپلې بیلې مفکورې لري، نو له دې کبله تر اوسه واضح نه ده چې د اوږد مهاله درد علت څه دی او يا دا چې دغه دردونه څومره شديدیلی شي. خو موږ پوهيږو چې کله درد له شدت څخه د اوږدې مودې په درد بدليږي نو په ماغزو کې ځيني تغيرات رامنځته کيږي.

د سانت وينسنت روغتون د بيرته خپل حال ته د راوستنې د مرکز مشر ستيون فاوکس وايي: «عصب په سمه توګه نه وصليږي او مغز ته توصيه کوي چې مريض درد لري او يا د زيانمنيدو له خطر سره مخ دی.»

د بدن او ماغزو ترمنځ تماس د سمولو په اړه څېړنې

 د ۲۰۲۲م کال په جنورۍ مياشت کې د کولارادو په بولدر کې د امريکا د طبي ټولنې په مجله کې خپرې شوې دې څېړنه کې ۱۵۱ د ملا د درد مريضان شامل ول چې اوږده موده له دې درد څخه کړيدل.

په دې څېړنه کې د پي آر ټي درملنې ګډونوال د پلاسيپو ډلې مريضانو يعني هغه مريضان چې بې تاثيره درمل ورته ورکول کيږي، د يوې «نورمال درمل اخيستونکې» ډلې سره پرتله شول. يعنې له هغو خلکو سره چې د ملا د درد د درملنې له پاره یې فزيکي درملنه او يا له درملو کار اخیسته.

ارواهپوه او عصبي ساينس پوه يوني اشار چې د دې څيړنې د ترسره کوونکو څخه يو دی، په دې اړه وايي: «تر ټولو حيرانوونکي دا ول چې د درملنې په پای کې د نورو ډلو په پرتله چې شل فيصده یې روغ شوي ول، د پي آر ټي د ډلې دوه پر درېمه برخه کسان له درده خلاص شوي ول.

د سر دردۍ د حملې مخه څرنگه نيول کيدای سي؟

د څېړنو تر مخه او وروسته د خلکو د مغزو د ام آر آی معاينو وښووله چې څرنګه پي آر ټي په مغزو کې د درد پروسس کولو ته تغیر ورکوي.

اشار دويچه ويله ته وويل: «موږ د مغز په هغو يو شمير ساحو کې چې درد پروسس کوي، لږ فعاليت مشاهده کړ چې د دې ښکاروندي کوي چې دا درملنه مغز ته تغير ورکوي او دې ته هم تغير ورکوي چې مغز درد څرنګه پروسس کړي يا چلن ورسره وکړي.»

يوه بله څيړنه چې د ۲۰۲۲م کال په اګست مياشت کې یې نتايج خپاره شوي ول، هم د ملا د اوږده مهاله درد په درملنه کې بريالې وه. په دې هڅه هم چې د آسترليا د يو ان اس وي په مرکز کې د مک اووېلې له خوا ترسره شوې وه، د مغزو او د ملا ترمنځ اړيکه پکې پياوړې شوې وه. 

خو په دواړو څيړنو کې مرکزي خبره خلکو ته دا اعتماد ورکول وو چې هغوی بې له دې فکر کولو حرکت کولی شي ګڼي ځان به خوږ کړي او يا دا چې درد به یې ډېر شي. ځيني وخت په دې کې هغه کليمې هم شاملې وي چې موږ یې د دايمي درد سره تړوو.

ځينو څېړنو دا هم ښوولې ده چې منفي کليمې چې د درد کليمه خپله هم پکې شامله ده، د دې لامل کيږي چې خلک په اصطلاح د درد په پيمانه خپل درد لوړ درجه بندي کوي.

ب. ص/ ن. ز (Louisa Wright)

زموږ له آرشيف څخه: