1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

چینایان ولې په افغانستان کې پانګونې ته لېواله دي؟

فريدالله ظاهر
۱۴۰۲ تیر ۱۷, شنبه

د طالبانو ادارې ویلي، یو چینایي شرکت غواړي چې په افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې ۳۵۰ میلیونه ډالر پانګونه وکړي. کارپوهان ټینګار کوي چې طالبان دې د افغانستان طبیعي زیرمو له قراردادونو ورکولو سره سطحي برخورد نه کوي.

https://p.dw.com/p/4TcI0
Afghanistan | Pressekonferenz, Mullah Abdul Ghani Baradar und Botschafter Wang Yu in Kabul
انځور: AHMAD SAHEL ARMAN/AFP/Getty Images

د طالبانو د چارو ادارې عمومي ریاست په یوه اعلامیه کې ویلي دي چې د «فان چینا افغان» کمپنۍ مشر د ریاست الوزرا مرستیال او سرپرست مولوي عبدالکبیر سره په لیدنه کې ژمنه کړي چې په افغانستان کې په یو شمېر سکتورونو کې به پانګونه وکړي.

اړوند مطلب: «چينايان د افغانستان د اوبو پر بندونو او انرژۍ پر توليد پانګونه کوي»

اعلامیه وایي، د دغې چينایي کمپنۍ مشر فان ویلي چې غواړي په افغانستان کې د برېښنا تولید، سمنټو فابریکې جوړولو او روغتیایي برخه کې میلیونونه ډالر ولګوي.

د فان له قوله زیاته شوي: «په راتلونکو څو میاشتو کې به دا شرکت د کابو ۳۵۰ میلیونو ډالرو په ارزښت په افغانستان کې د برېښنا د تولید، د سیمنټو فابریکو په جوړولو او د روغتیایي سکتور په برخه کې پانګونه وکړي.»

اړوند مطلب: یو چینایي شرکت غواړي د برق په تولید کې پانګونه وکړي

د طالبانو اعلامیه وایي، دغه شرکت په ډاګه کړي چې د مسلکي کسانو په شتون کې به ژر په افغانستان کې خپل پلانونه عملي کړي.

Afghanistan I Wang Yi in Kabul
انځور: Taliban Foreign Ministry/AFP

 په دې ترڅ کې د طالبانو ادارې د ریاست الوزرا سرپرست مولوي عبدالکبیر، له افغان سوداګرو غوښتي چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.

هغه زیاته کړي چې دوی د پانګوالو د امنیت له پاره چمتووالی لري:« دوی د پانګوالو او سوداګرو ترڅنګ ولاړ دي او د هغوی د سر او مال د ساتنې ډاډ ورکوي.» 

وروسته له هغې چې د ۲۰۲۱ م کال په نیمایي کې طالبانو د افغانستان حاکمیت ترلاسه کړی، له دغه هېواد سره نړیوالې مرستې بندې شوې او یا هم محدودې شوې دي.

طالبانو د خپلې اقتصادي ځان بساینې لپاره د افغانستان کانونو ته مخه کړې، او په پراخه کچه یې ترې استخراج پیل کړی.

طالبانو د کانونو ځینې لوی قراردادونه چینایي شرکتونو ته هم ورکړي دي.

 چین ولې افغانستان کې پانګونې ته لېواله دی؟

 اوسمهال په افغانستان کې تر بل هر هېواد چیانیان ډېره لېوالتیا څرګندوي، چې پانګونه وکړي او  د لویو پروژو  قراردادونه ترلاسه کړي.

اقتصادي کارپوه او په جرمني کې مېشت د پوهنتون استاد دوکتور ګل شاه صبری وایي، چې چین د نړۍ د يوه ستر اقتصادي قدرت په توګه خامو موادو ته اړتیا لري، چې د دوی لپاره اقتصادي بيا د سیمې هېوادونه دي، چې په اسانۍ سره ترې ګټه پورته کولی شي.

افغانستان کې کارګران په کان کیندنې کې کار کوي
انځور: Jawed Kargar/dpa/picture alliance

صبري دویچه ویله ته وویل: « چین په خپلو نږدې هېوادونو باندې تمرکز لري. د مثال په توګه پاکستان کې چین میلیاردونه ډالر پانګونه کړې چې ګوادر بندر او سي پېک پروژه موږ یادولی شو، چې شاوخوا ۶۳ میلیارده ډالر ارزښت لري. چین آن غواړي، په ایران کې تر څلور سوه میلیاردو ډالرو پانګونه وکړي.»

نوموړی وایي، چین اوس په افغانستان کې پر پانګونې تمرکز لري: »افغانستان د طبیعي منابعو لرونکی هېواد دی، نو چین غواړي، چې دغه منابعو ته لاس رسی ولري، استفاده ترې وکړي او د خپل ملي اقتصاد سره مرسته وکړي. نو په همدې اساس چین، د پاکستان او ایران ترڅنګ په افغانستان کې له پانګونې سره ځانګړې علاقه لري.«

اړوند مطلب: په کابل کې بريد؛ د چين پر پانګونې به یې اغېزه څه وي؟

د طالبانو د کانونو وزارت د معلوماتو له مخې په دې وروستیو کې د یو شمېر پروژو قراردادونه، چې یو یې د هېواد په شمال کې د تیلو استخراج دی، چینایي کمپنیو ته ورکړي.

خو یو شمېر افغان سیاسي مشران د طالبانو له لورې په چټکۍ سره د افغانستان د کانونو استخراج د افغانستان د ملي ګټو خلاف بولي.

څو ورځې وړاندې پرځول شوي پخواني ولسمشر محمد اشرف غني په خپل اختریز پیغام کې په طالبانو نیوکه وکړه، چې د افغانستان طبیعي ثروت یې د بیړنۍ ګټې لپاره »لیلام« کړی. نوموړي وويل چې :« نه طالبان دا مشروعیت او حق لري چې د افغانستان کانونه په معاملو چا ته ورکړي او نه بهرني هېوادونه او شرکتونه دا حق لري، چې د مشروعیت په تشه کې د هېواد زیرمې چور کړي.»

د افغانستان په کانونو کې د چین علاقمندي

د سیاسي چارو افغان کارپوه او د پخواني حکومت پرمهال د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست ډاکټر کمال سادات هم وایي، چې د افغانستان له کانونو او طبیعي زیرمو سره دې سطحي برخورد نه کیږي.

نوموړي دویچه ویله ته وویل، بهرني هېوادونه دې د افغانستان د شتمنیو د قراردادونو ترلاسه کولو پر ځای، د افغانستان خلکو سره د ښوونځیو، روغتیایي مرکزونو جوړولو کې او بشري مرستې وکړي.

اړوند مطلب: د افغانستان کانونه؛ هغه ملي شتمني چې لوټیږي

سادات وویل: «که د هېوادونو په کچه وي او که مؤسسې او کمپنۍ وي چې په افغانستان کې قراردادونه کوي، ښه به دا وي، چې دوی د افغانستان ولس سره چې اوس د بشري ناورین سره مخ دی، مخامخ مرستې وکړي، سړکونه، کلینیکونه، ښوونځي او نورې عامه پروژې عملي کړي او مالي لګښت یې پر غاړه واخلي.»

د پوهتون استاد دوکتور ګل شاه صبري بيا وایي چې چین د خپلو ملي ګټو او خپل ملي اقتصاد لپاره په افغانستان کې پانګونې او قراداونو ته لېواله دی. نوموړی په افغانستان کې له حاکمو طالبانو غواړي چې هغوی د نړیوالو قراردادونو د ټولو معیاري پړاونو له تیرولو وروسته او د  د افغانستان ملي ګټو په پام کې نیولو سره نړیوالو کمپنیو ته د طبیعي زیرمو قراردادونه ورکړي.