1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کابل کې بريد؛ د چين پر پانګونې به یې اغېزه څه وي؟

۱۴۰۱ آذر ۲۵, جمعه

په کابل کې د تېرې دوشنبې په ورځ پر يوه هوټل تر بريد وروسته اوس هلته موجود چينايي پانګوال په افغانستان کې د خپل امنيت په اړه اندېښمن دي. په دغه بريد کې د تلفاتو د شمير په اړه ضد او نقيض خبرونه خپاره شوي ول.

https://p.dw.com/p/4L2sj
Kupfermine in Mes Aynak Afghanistan
انځور: picture alliance/landov

د کابل د چاينا ټاون د يوې ودانۍ په يوه دفتر کې متشبت منګهوای د هغه وسله وال بريد پر پايلو غور کوي چې د ښار په مرکزي هوټل کې یې په ترڅ کې د نوموړي پنځه هېواد وال سخت ټپيان شول.

د دوشنبې په ورځ د کابل پر دغه هوټل چې د چينايي سوداګرو استوګنځی هم دی، يوه وسله وال کس بريد وکړ چې د شنونکو په آند دا د بريدونو يو تمايل ښکاري چې موخه یې د هر ډول هغو بهرنيو پانګوالو او يا شریکانو ويرول دي چې په افغانستان کې د طالبانو په مشرتوب حکومت سره کار کولو ته لیوال دي.

تر برید درې ورځې وروسته يو منګهوای وويل چې دی په افغانستان کې پاتېدو او د کابله دباندې د خپل توليد ځان جوړولو ته دوام ورکولو ته ژمن دی، خو نور بالقوه چينايي پانګوال په دې اړه ډېر ډاډمن نه دي.

چین له خپلو وګړیو غوښتې چې ژر تر ژره له افغانستانه ووځي

هغه وويل چې زياتره چينايي پانګوالو پريکړه کړې ده چې د چينايي نوي کال ترمخه بيرته خپل هېواد ته ستانه شي. يو زياته کړه: «زه فکر کوم ۸۰ سلنه به یې بیرته را ونه ګرځي.»

پر لوګان هوټل بريد، هغه هوټل چې د طالبانو له واکمنېدو راهيسې د چينايي سوداګرو د يوې څپې سره مخامخ وو، په کابل کې د پاکستان پر سفارت تر بريد کابو دوې اونۍ وروسته ترسره شو. په سپتمبر مياشت کې يوه ځانمرګي بريدګر د روسیې د سفارت پر ودانۍ بريد کړی وو. د دې درې سره بريدونو پړه د داعش وسله والې ډلې منلې ده.

په واشنګټن کې د ويلسن مرکز د جنوبي آسيا د انستيويت مشر مايکل کوګلمن وايي: «د دې تر شا مفکوره د هغو ګوتو په شمار بالقوه شريکانو پر شا تمبول دي چې طالبان پرې حساب کولی شي.»

ډزې او وارخطايي

پر هوټل د بريد خبر د چاينا ټاون چينايي پانګوالو ته ډېر ژر ورسېد. کله چې امنیتي ځواکونو د هوټل امنيت په لاس کې واخیست، يو منګهوای د هوټل د ځينو مېلمنو سره تليفوني تماس ونیو.

هغوی نوموړي ته وويل چې د فايرونو په اوريدو سره یې ځانونه د هوټل په خونو کې بند کړل. يو شمير یې د کړکيو له لارې د ښکته کيدو هڅه وکړه او يوه مېرمن په واخطایي کې څو پوړه لاندې ولوېدله او سخته ټپي شوه. يو وويل چې يوه په مرمۍ ولګيده.

په کابل کې د داعش د برید په اړه د پيکينګ غبرګون

نوموړي وويل چې په ټوله کې په هوټل کې کابو ۳۵ چينايي پانګوال ميشت ول چې دا د نوموړي د اټکلونو پر اساس په افغانستان کې دمګړۍ د میشتو چينايي پانګوالو يو پر درېمه برخه کیږي چې دا بريد به یې پر شمير اغیزه ولري.

يو منګهوای وويل چې د ۲۰۲۱م کال په اګست میاشت کې واک ته د طالبانو تر رسېدو راهیسې  تقریباً ۵۰۰ چينايي سوداګر افغانستان ته راغلي دي څو دلته د تجارت امکانات و ارزوي خو اوس یې لږ دلته پانګونې ته ژمن دي.

په کابل کې پر هوټل بريد
په کابل کې پر هوټل بريدانځور: REUTERS

يو منګهوای او يو بل افغان سوداګر چې نه غواړي نوم یې په ډاګه شي او له نړيوالو پانګوال سره کار کوي، وايي چې ډېرې یې اوس زړه نا زړه نه دي.

منګهوای چې د چين – افغانستان د تجارتي کمېټې مشري کوي او د چاينا ټاون شرکت بنسټ ایښوونکی هم دی، وايي: «که امنيت ښه وي، پانګونه به هم ښه وي او که امنيت متوسط وي نو پانګونه به هم متوسطه وي. که امنيت خراب وي نو بيا به پانګونه هم امکان ونه لري.»

د طالبانو د سوداګرۍ وزارت رويترز خبري آژانس ته ويلي دي چې په تېر ميلادي کال کې تر ۱۰۰ ډېرو بهرنيو شرکتونو چې زياتره یې چينايي دي، ځانونه راجستر کړي دي. په تېرو کلونو کې دا شمير په کال کې کابو ۳۰ ته رسېده.

په کابل کې پر دې هوټل بريد د طالبانو پر ادارې هم فشار ډېر کړی دی، په داسې حال کې چې دغه ډله د بندیزونو او همداراز د بهرنيو مرستو د بندیدو له کبله د زيانمن شوي اقتصاد د رغولو په لټه کې ده.

طالبان: چین د مس عینک د استخراج په کار پیل وکړ

چين تر اوسه د طالبانو حکومت په رسميت نه دی پيژندلی، خو دغه هيواد پر دې سربیره هم په افغانستان کې ځانګړې ستراتیژيکي موخې لري. افغانستان د داسې يوې سيمې په مرکز کې پروت دی چې د چين د اقتصادي دهلیز او سړکونو د زيربناو د نوښت له کبله ډېره مهمه ده.

د کان کېندنې د چارواکو په حواله د چين د Metallurgical Group Corporation  يا ام سي سي دولتي شرکت د طالبانو له ادارې سره په لوګر کې د مسو کان د درې ميليارده امريکايي ډالرو په ارزښت يوه تړون پر سر خبرې کوي.

د دې پروژې په اړه يو تړون په ۲۰۰۷م کال کې د تېر حکومت پر وخت لاسليک شوی وو خو کارونه یې بيا له اوږده ځنډ سره مخ شوي ول. اوس داسې ويل کيږي چې طالبان د دې پروژې عملي کيدو ته ليوال دي.

د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند بلال کريمي وويل: «هو، ځيني داسې ډلې شته چې غواړي او هڅه کوي چې د اسلامي امارت اړيکي له نورو هيوادونو سره له منځه ولاړې شي خو موږ به داسې څه ته اجازه ور نه کړو.»

نوموړي وويل: «موږ له ام سي سي او نورو چينایي شرکتونو سره ښې اړيکي لرو او موږ هغوی ته زموږ په هيواد کې د فعاليت د دوام بلنه ورکړې ده.»

ب. ص/ ن. ز (Reuters)