1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

یو چینایي شرکت غواړي د برق په تولید کې پانګونه وکړي

۱۴۰۰ خرداد ۹, یکشنبه

چینایي پانګوال په افغانستان کې د بریښنا د تولید له پاره ۴۰۰ میلیونه ډالره مصرفوي. دغه شرکت په پام کې لري چې په افغانستان کې له ډبرو سکرو څخه ۳۰۰ میګاواټه برق تولید کړي.

https://p.dw.com/p/3uBXB
Afghanistan Naghlo Damm Tarakhil Kraftwerk
انځور: Getty Images/J. Moore

یو چینایي شرکت د بریښنا د تولید له پاره په افغانستان کې ۴۰۰ میلیونه ډالره پانګونه کوي. د افغانستان د جمهوري ریاست په اعلامیه کې راغلي دي چې ولسمشر محمد اشرف غني «د چینایي پانګوالو له یوې ډلې سره چې له ډبرو سکرو څخه د بریښنایې انرژۍ تولید ته لیواله دي، لیدلي دي.»

ولسمشر د پانګونې په برخه کې د سهولت رامنځته کوونکو واحدونو ته امر کړی دی چې په دې برخه کې اړينې ارزونې ترسره او همکاري وکړي. ټاکل شوې ده چې دغه شرکت به له ډبرو سکرو څخه په استفادې ۳۰۰ میګاواټه برق تولید کړي.

افغانستان د نوې کیدو وړې انرژۍ لکه لمریزې او بادي انرژۍ د تولید پراخې طبیعي سرچينې لري. اوس د نړۍ په ډیر شمیر هیوادونو کې د کاربن ډای اکسایډ د تولید او چاپيریال د ککړتیا د مخنوي په خاطر هڅه کیږي د فوسیلي انرژۍ د تولید مخه ونیول شي.

د ګرمۍ زیاتیدل به د سولري موټرو راتلونکې روښانه کړي