1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستتایوان

چین تایوان او متحدینو ته یې خبرداری ورکړی

۱۴۰۳ خرداد ۱۳, یکشنبه

د چین د دفاع وزیر تایوان او متحدینو ته یې خبرداری ورکړی دی چې که «هر څوک د تایوان د خپلواکمنې جزیرې پيلتون ته لمن وهي، هغه به وځپل شي او د لمنځه تللو سبب به یې شي.»

https://p.dw.com/p/4gXqC
Singapur Security Forum Dong Jun Verteigungsminister China
د چین د دفاع وزیر دونګ جوند شانګری-لا په نوم امنیتي غونډه کېانځور: Vincent Thian/AP Photo/picture alliance

د چین د دفاع وزیر دونګ جون د یکشنبې (د جون میاشتې دویمه نیټه) په ورځ تایوان او متحدو هیوادونو ته یې د خبرداري په ورکولو سره وویل: « هر څوک چې د تایوان د خپلواکمنې جزیرې جلا کولو ته لمن وهي، هغه به وځپل شي او د لمنځه تللو سبب به یې شي.»»

دونګ جون دغه څرګندونې په سینګاپور کې د «شانګری ـ لا ډیالوګ» تر عنوان لاندې د یوې امنیتي غونډې په ترڅ کې کړي دي. هغه سوګند وکړ چې ګواکې د چین پوځ به په «پریکړنده او ځواکمن» ډول د تایوان د خپلواکۍ مخه ونیسي.

د چین د دفاع وزیر دغه دریځ د دغه هیواد په دولتي تلویزوني شبکه « CCTV» کې خپور شوی دی.

د چین دغه لوړپوړي چارواکي په خپله وینا کې په غیر مستقیم ډول په متحده ایالاتو هم لفظي برید وکړ چې پر تایوان وسلې پلوري.

هغه وویل چې بهرني قوتونه د «واحد چین» اصل، د سالامي ویشنې په تکتیک، د تایوان پورې اړوندو قوانینو په جعل کولو، د وسلو په پلورلو او له تایوان سره د غیر قانوني رسمي اړیکو په ټینګولو سره کمزوری کوي.

په حقیقت کې د «سالامي پارچې کونې ستراتیژي یا سالامي بریدونه» د یوې ډیرې سترې نتیجې او عمل د رامنځته کولو له پاره یو لړ کوچني اقدامات دي چې په یو وار ترسره کول یې ستونزمن یا غیر قانوني وي.

Singapur | Verteidigungsminister-Treffen USA-China
دونګ جون په سينګاپور کې د شانګرې لا د امنیتي غونډې په څنډه کې د امریکا له دفاع وزیر لوید استین سره هم ولیدلانځور: DoD/Chad J. McNeeley/Handout/REUTERS

په ژیو پولیتیک او جنګي لوبو کې د تدریجي موخو د ترلاسه کولو له پاره، بې له دې چې د پام وړ شدت رامنځته کړای شي په پراخه پیمانه له سالامي تکتیکونو څخه استفاده کیږي.

دغه چینایي چارواکي خبرداری ورکړ چې «ناوړه ارادې» تایوان په خطر کې اچوي. دونګ جون همدارنګه وویل چې چین دوباره سوله ایز اتحاد ته ژمن دی، خو د تایوان »د خپلواکۍ قوتونه« دغه لرلید ګواښي.

د چین د دفاع وزیر دغه څرګندونې وروسته له هغې وکړې چې هیواد یې د تایوان پر هوایي حریم د بې ساري تېريو سربیره سترپوځي مانورې پای ته ورسولې.

دغه مانورې او د دې ټاپو دوه ورځنۍ محاصره د تایوان د نوي ولسمشر لای چینګ ته، د سوګند د مراسمو په غبرګون کې ترسره شول.

که څه هم تایوان له ۱۹۴۹م کال راهیسې له خپل ۲۴ میلیونه نفوس سره خپلواکمن دی، خو چین یې د خپل ولسي جمهوریت یوه برخه بولي.

د تایوان له پرمختګ خوښوونکي دیموکراتیک ګوند څخه لای چینګ ته، په انتخاباتو کې ګډون وکړ او بریالی شو. نوموړي د خپل سوګند په مراسمو کې له چین څخه وغوښتل چې د تایوان له سیاسي او نظامي ډارونې څخه دې لاس واخلي.

چین پرمختګ خوښوونکی دیموکراتیک ګوند یو بيلتون غوښتونکی ګوند وباله او د رسمي حرکت په صورت کې یې پر تایوان د برید ګواښ وکړ.

دونګ جون په سينګاپور کې د شانګرې لا د امنیتي غونډې په څنډه کې د امریکا متحده ایالاتو له دفاع وزیر لوید استین سره هم ولیدل.

په دې دری ورځنۍ غونډه کې سلګونو وزیرانو، پوځي چارواکو او نړیوالو کارپوهانو د امنیتي ګواښونو او معضلاتو په هکله بحثونه ورکړل.

آژانسونه: ش.ن/ ا.و.ا

تایوان: د چین دودیز درمل د نابودي له ګواښ سره مخامخ دي

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب