1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

چين: پوځي مانورې تايوان ته د «جزا» ورکولو په موخه کيږي

۱۴۰۳ خرداد ۳, پنجشنبه

د تايوان د نوي ولسمشر لای چنګ تی، د لوړې د مراسمو درې ورځې وروسته پېليدونکي پوځي تمرينونه پيکنګ د «بيلتون غوښتنې د فعاليتونو سخته سزا» بللې ده. تايوان دا «غير معقوله پارونه» غندلې ده.

https://p.dw.com/p/4gAmf
تايوان ویلي دي چې د چين د دې عمل په غبرګون کې یې خپل سمندري، هوايي او ځمکني ځواکونه متحرک کړي.
تايوان ویلي دي چې د چين د دې عمل په غبرګون کې یې خپل سمندري، هوايي او ځمکني ځواکونه متحرک کړي.انځور: TAIWAN COAST GUARD/AFP

چين د تايوان د نوي ولسمشر لای چنګ تی، د لوړې تر مراسمو وروسته نن، پنجشنبه سهار وختي د تایوان په شا او خوا کې ګډ پوځي تمرينات پېل کړي.

چين په ماضي کې لای چنګ، يو «خطرناک بيلتون غوښتونکی» بللی وو چې سيمې ته به «جګړه او زوال» راوړي.

چين د دې تمرينونو په اړه څه ويلي؟

د چين پوځ ختيځې قومندانۍ ويلي دي چې د پوځ سمندري او هوايي ځواکونو او د توغنديو قطعاتو د تايوان په تنګي او کنمين، ماتسو، ووکيو او دونګين ټاپوګانو په شا او خوا کې پوځي تمرينونه پېل کړي دي.

د چين د ختیځې قوماندې وياند لي ژي، د سي سي ټي وي، رسنۍ ته وويل چې په تمريني بريدونو کې په لسګونو جنګی جټ الوتکو چې توغندي هم ليږدوي، برخه اخیستې ده او مهم پوځي هدفونه یې په نخښه کړي دي چې کښتۍ او جنګي الوتکې پکې شاملې دي.

د چين د دولتي رسنۍ شينوها په حواله دا پوځي مانورې چې تر جمعې ورځې به دوام ولري، پر سمندري او هوايي ګډ پوځي چمتووالي، دققو بريدونو او د جګړې د حقیقي وړتياو د آزمويلو په موخه پر مربوطو فعاليتونو باندې تمرکز کوي.

د چین د پوځ وياند لي ژي، په حواله دا تمرينونه د «بيلتون غوښتونکو فعاليتونو سخته جزا» ده. دا پوځي تمرينونه د تایوان د ولسمشر لای چينګ تی، د لوړې د مراسمو درې ورځې وروسته شوي دي. د چين د پوځ وياند دا تمرينونه «د بهرنۍ مداخلې او پارونې پر ضد سخت خبرداری وبلل.»

تايوان څرنګه غبرګون ښوولی؟

تايوان ویلي دي چې د چين د دې عمل په غبرګون کې یې خپل سمندري، هوايي او ځمکني ځواکونه متحرک کړي.

د تایوان حکومت دا مانورې غندلي او د خپل حاکميت د دفاع له پاره یې پر خپله ژمنتيا ټینګار کړی دی.

د دې خپلواکمن ټاپو د دفاع وزير د يوې اعلامیې په جاري کولو سره ويلي دي چې «دا ډول غير معقولې پارونې او کړنې چې د سيمې سولې او ثبات ته زيان رسوی، په کلکه غندي.»

د دفاع وزارت په اعلاميه کې زياته شوې ده چې «د وسله وال ځواک ټول عسکر او افسران چمتو دي.» هغه زياته کړه: «موږ جګړې ته د چمتوالي، د جګړې د ځواب ورکولو او له جګړې څخه د ډډه نه کولو پر خپله پياوړې اراده ولاړ يو.»

د تایوان د ولسمشر دفتر دا تمرينونه د «افسوس وړ» او د تایوان ديموکراسۍ او آزادۍ ته يوه ګواښ بللی دی.

امريکا مانورې «انديښمنوونکي» بللي

امريکا متحده ایالاتو چې د تایوان متحد بلل کیږي، دا تمرينونه «انديښمنوونکي» بللي خو ويلې یې دي چې دوی یې انتظار درلود. ډګر جنرال ستيفان سکلينکا، چې د امريکا د اندو – پاسيفک د قوماندې مرستيیال مشر دی، له نورو هېوادونو څخه غوښتي دي چې د چين د جګړې ليوالتيا وغندي.

د پيکنګ او تاېپې ترنګلې اړيکي

له چين سره د تایوان اړيکي په دې وروستيو کلونو کې ځکه ډېرې خرابې شوي دي، چې چین پر دغه ديموکراتیک ټاپو فشار ډېر کړی او د يوه بالقوه يرغل په اړه انديښنې وار په وار مخ پر زياتېدو دي.

چين تایوان ته د خپلې خاورې په سترګه ګوري او پر دې دريځ ولاړ دی چې د دغه ټاپو د کنترولو له پاره به د ځواک له کارولو هم ډډه ونه کړي.

پيکنګ تر دې د مخه د ولسمشر لای چنګ تی، د خبرو اترو هلې ځلې رد کړی وې او په جنورۍ میاشت کې په ټاکنو کې د نوموړي تر بري وروسته یې د تایوان په شا او خوا کې خپل فعاليتونه ډېر کړي ول.

لای چنګ تی، د ولسشمر په توګه تر لوړې وروسته د تایوان د ديموکراسۍ د دفاع هوډ څرګند کړ او له چين څخه یې غوښتنه وکړه چې دې خپلواک ټاپو ته دې ګواښونه نه کوي.

ب. ص/ ن. ز (AFP, Reuters)

زموږ له آرشيف څخه:

تایوان: د چین دودیز درمل د نابودي له ګواښ سره مخامخ دي

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب