1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

څېړنه: زياتره آلمانان غواړي چې هيواد یې لږ کډوال ومني

۱۴۰۲ اردیبهشت ۱۵, جمعه

هر دویم آلماني وګړي دا هيله څرګنده کړې ده چې هيواد یې د اوس په پرتله لږ مهاجر ومني. د آلمان د لومړي تلویزيون «ای آر ډي» په حواله اکثريت آلمانان وايي چې کډوالي یې هيواد ته د ګټې پر ځای ډېر تاوان لري

https://p.dw.com/p/4QwxY
 يوه کښتۍ چې ۷۰۰ کسان پکې سپاره ول په اپريل مياشت کې ايتاليا ته رسېدلې وه
يوه کښتۍ چې ۷۰۰ کسان پکې سپاره ول په اپريل مياشت کې ايتاليا ته رسېدلې وهانځور: Orietta Scardino/ZUMA Press/IMAGO

په آلمان کې د کډوالو په اړه اندېښنې نوي نه دي او دا څه ظاهراً دوام هم لري. د کابو هر دويم آلماني (۵۴ سلنه) په نظر د کډوالو راتګ د دې هيواد په زيان دی. دا په داسې حال کې ده چې یوازې يو پر دريمه برخه (۳۳ سلنه) بيا وایي چې کډوالي د آلمان په ګټه ده.

دا معلومات د آلمان د لومړي تلویزيون «ای آر ډي» له يوې څېړني چې په هيواد کې په اصطلاح د سیاسي خوی بوی يا مزاج معلومولو له پاره يوه نماينده څېړنه ده، ترلاسه شوي دي. د دې څېړنې په ترڅ کې د نظر پوښتنې انستيتويت «انفرا تيسټ – ديماپ» د ای آر ډی د تاګس تيمن خبري خپرونې له پاره د می میاشتې په سر کې د ۱۳۶۰ اتباعو څخه پوښتنې مطرح کړې وې.

اړونده موضوع:د غير قانوني مهاجرو د مخنيوي غوښتنه

د څېړنې په ترڅ کې د ډېر عمر لرونکو کسانو د ځوانانو په پرتله د کډوالو په اړه خپلې اندېښنې په څرګنده بيان کړې. همدا شان د آلمان د ختیځ اوسيدونکو بيا د لویدیځ د اوسيدونکو په پرتله ډېرې اندیښنې درلودلې. د آلمان له پاره بديل ګوند پلويان بيا د انتظار سره سم ډېر اندیښمن ول.

زموږ د فيسبوک پاڼه هم درسره تعقيب کړئ

په ټوله کې د کډوالۍ په پراخه کچه د منفي ارزونې په ترڅ کې بيا د اتباعو د نظرونو ترمنځ توپير موجود وو. په دې ترتيب له لسو څخه څلور په دې اند ول چې آلمان باید له دباندې څخه مسلکي کسان را وغواړي. له لسو څخه کابو درې په دې آند دي چې لږ تر لږه اوسنی کچه یې باید وساتل شي، په داسې حال کې چې يو پر څلورمه برخه غواړي چې د مسلکي کډوالو اوسنی شمير لږ شي.

د مهاجرو په اړه شکونه

د هغو کسانو د منلو په اړه دريځ بيا بيخي بل ډول دی چې له خپلو هيوادونو څخه تېښتې ته مجبور شوی دي. د رای اچونې مستحقو کابو نيمايي یې (۵۲ سلنه) غواړي چې آلمان لږ مهاجر ومني. دا شمیر د ای آر ډي – آلمان د تمايل د وروستو شمېرو څخه چې د ۲۰۲۱م کال په سپتمبر میاشت کې راټولې شوې دې، ۱۲ سلنه ډېري دي.

زموږ د يوټيوب کانال هم درسره تعقيب کړئ

له پوښتل شویو يې ۵۰ سلنه ومنله چې آلمان ته د هغو کسانو راتګ چې تېښتې ته اړ شوي دي، د دوی د ویرې باعث ګرځي. په ۲۰۱۶م کال کې هم همدا ډول وضعيت وو. ستر بدلونونه هغه وخت ترسترګو کیږي کله چی سړی د ګوندوند لومړيتوبونه په نظر کې ونيسي.

آلمان:  د مهاجرو له پاره کانتينري سرپناوې
آلمان: د مهاجرو له پاره کانتينري سرپناوېانځور: Bernd von Jutrczenka/dpa/picture alliance

خو پر دې هر څه سربیره په آلمان کې د دې له پاره بنسټيز ملاتړ موجود دی چې له اړمنو کسانو سره مرسته وشي. په دې توګه ۸۴ سلنه اتباع د آلمان له خوا مهاجرو ته چې له جګړې او يا کورنۍ جګړې تښتېدلي، د پناه ورکړه سم کار بولي. ۷۰ سلنه آلمانان بيا د هغو کسانو قبلول هم سم بولي چې له لوږې او يا طبيعي آفاتو له کبله تېښتې ته اړ شوي دي.

يو پر دريمه برخه آلمانان (۶۸ سلنه) د سياسي او يا مذهبي دلایللو پر اساس د تعقيبيدونکو مهاجرو د منل کیدو هم ملاتړي دي. خو د هغو کسانو منل چې په لومړي کتار کې د اقتصادي دلایلو پر اساس یې خپل هيوادونه پريښي دي، بيا د ډېرو آلماني وګړو د مخالفت باعث ګرځي.

په صدارت ماڼۍ کې د مهاجرو سرمشریزه

په تېر يوه کال کې تر يو میليون ډېرو اوکرايني وګړو د جګړې له کبله آلمان ته پناه راوړې ده. په عین حال کې کابو ۲۴۴ زرو کسانو د پناه غوښتنه کړې ده. له دوی څخه یې زياتره له افغانستان، سوریې او ترکیې څخه دي.

په تېرو میاشتو کې د پناه غوښتونکو شمیر لوړی شوی دی. د ۲۰۲۳م کال له جنورۍ تر مارچ مياشتې پورې د آلمان د مهاجرت او کډوالو چارو ادارې تر ۸۰ زرو ډېر د پناه غوښتنليکونه ترلاسه کړي دي.

اړونده موضوع: آلمان سږکال پر مهاجرو ۲۶،۶ ميليارده یورو مصرفوي

د آلمان ښارونه او ښارګوټي له سخت فشار او سترې دندې سره مخامخ دي څو د مهاجرو له پاره سرپناوې برابرې او هغوی ته نور خدمات وړاندې کړي. په ټولو سيمو کې د استوګنې کورونه کم دي او مهاجر په خیمو او کانتينري سرپناو کې اوسيدو ته مجبوريږي.

د می میاشتې پر ۱۰مه نېټه به د آلمان صدراعظم اولاف شولڅ د ایالتي مشرانو او ښاروالانو سره په دې اړه مشوره وکړي چې د وضعيت ښه کولو په موخه نور څه بايد وشي.

ب. ص/ ن. ز (Sabine Kinkartz)

زموږ له آرشیف څخه:

"خواږه به ستاسو ژوند بدل کړي"