1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان سږکال پر مهاجرو ۲۶،۶ ميليارده یورو مصرفوي

۱۴۰۲ فروردین ۳۰, چهارشنبه

آلمان پلان لري چې په روان ۲۰۲۳م کال کې پر مهاجرو ۲۶ اعشاریه ۶ ميليارده یورو مصرف کړي. د آلمان حکومت ويلي دي چې دغه مقدار پېسې د تېر کال په پرتله شاوخوا ۳ ميليارده لږ دي.

https://p.dw.com/p/4QIpf
Symbolbild Korruption
انځور: Burkhard SchubertGeisler-Fotopress/picture alliance

د آلمان د مالېې وزارت د چهارشنبې په ورځ (د اپریل ۱۹مه) تائید کړه چې د مهاجرو د مصرف له پاره د سږکال پلان شوې پیسې د تېرکال په پرتله شاوخوا ۳ ميليارده لږ دي.

د دغه وزارت یوه ویاند رويترز خبري آژانس ته وويل: «د آلمان حکومت به سږکال مجموعاً ۲۶ اعشاريه ۶ ميليارده یورو پر مهاجرو ولګوي او ایالاتونه او ښارواليانې به پرې نه ږدي چې د دغه غیرمعمولي وضعیت پر وړاندې په خپله مقابله وکړي.»

ویاند زیاته کړه: «دا د دغه حقیقت باوجود دی چې زموږ د اساسي قانون پر اساس، د مهاجرو منل، هستوګن کول او له هغو څخه مراقبت کول د فدرالي ایالتونو مسئولیت دی، ترڅنګ مالي مقررات هم.»

پر ورته موضوع زموږ له آرشیف څخه یو انځوریز معلوماتي البوم هم کتلي شئ: