1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان ښارونو د مهاجرو له پاره د لا زياتو پيسو غوښتنه کړې

۱۴۰۱ بهمن ۲۹, شنبه

د مهاجرو په تړاو د آلمان فدرالي حکومت، ایالتي او سيمه ایزو حکومتونو ترمنځ غونډه کې د زياتو مهاجرو د منلو په بدل کې د ډېرو پېسو غوښتنه نه ده منل شوې. دلته په تېره بيا د کابو يو میليونو اوکرايني مهاجرو موضوع مطرح ده.

https://p.dw.com/p/4NgCz
Deutschland Symbolbild Flüchtlingszahlen
انځور: Patrick Pleul/ZB/dpa/picture alliance

د آلمان د کورنيو چارو په وزارت کې د دې خبرو اترو له پاره دوه ساعته په نظر کې نيول شوي ول خو په پای کې یې څلور ساعته دوام وکړ. دا په تېره بيا د دې ښکارندويي کوي چې د ښارونو او ناحيو له خوا په دې موضوع څومره ډېر بحث ته اړتيا وه او اوس هم شته.

د آلمان صدراعظم ته د يو شمير ښارونو ښاروالانو په بيړنيو ليکونو کې ويلي ول چې د دوی ظرفيتونه ختم شوي او د مهاجرو د منلو په برخه کې پر دوی بار تر حده ډېر لوړ شوی دی.

د پنجشنبې ورځې په دې غونډه کې د کورنيو چارو وزيرې نينسي فايرز د مهاجرو د سرپناو له پاره د لا زياتو دولتي ځايونو او ملکيتونو د ورکړې، د همکارۍ له پاره د يوې کاري شبکې او په پسرلي کې د يوې بلې غونډې د رابللو وړاندیز وکړ.

خو نوموړې د آلمان د ایالتونو، ښارونو او ناحيو له پاره نورې مالي مرستې وړاندیز نه کړې او په دې خبره یې ټينګار وکړ چې فدرالي حکومت لا دمخه سږ کال د ۲،۷۵ ميليارده يورو د ورکړې ژمنه کړې ده.

«د مهاجرت په موخه سمندر ته ځان سپارل مرگ دی»

د آلمان د سيمه ایز ادارو د ټولنې مشر راينهارد زاګر دا غونډه مايوسه کوونکې وبلله او د صدراعظم اولاف شولڅ پر نه ګډون یې هم نيوکې وکړې. زاګر وويل: «موږ سملاسي مرستې ته اړتيا لرو.»

د ټولو ستونزې يو ډول نه دي

کله چې د بيلې فيلد له ښاروال پټ کلاوسن څخه وپوښتل شول چې ښار یې د اوکراين د جګړې له کبله اغیزمنو شويو سره څرنګه چلن کوي، نو هغه مطمئن ښکاريده او ویې ویل چې وضعيت یې ښه دی.

د آلمان په نورد راين ويستفالن ایالت کې پراته دې ښار کې تقريباً ۳ لکه او ۴۰ زره کسان ژوند کوي چې څلور زره اوکرايني مهاجر هم پکې شامل دي. کلاوسن وويل: «د بېلې فيلد په څېر ستر ښار د دې ډول وضعيت سره د مخ کیدو پر وخت ډېرې ستونزې نه لري.»

هغه وويل چې له دې مهاجرو څخه تر نیمايي ډېر له خپلو خپلوانو او يا دوستانو سره اوسي او اوس هيڅوک هم مجبور نه دي په ښوونځيو کې په رامنځته کړل شويو موقتي کمپونو کې ژوند وکړي. کلاوسن وويل چې د اوکرايني مهاجرو ټول ماشومان په وړکتونونو او ښوونځيو کې هم شامل کړل شوي دي.

نوموړي زياته کړه: «په اصل کې سیسټم ټول راتلونکي کسان مدغم کړي دي او ټولو ځایونه موندلي. لا دمخه راغليو کسانو کارونه هم موندلي دي.»

په آلمان کې تقريباً ۱۱ زره ښارونه او سيمې شتون لري. له دوی څخه ډېر لږ د بېلې فيلد ښار په څېر مثبته تجربه لري. په ۲۰۲۲م کال کې آلمان ته د يو میلیون اوکرايني مهاجرو ترڅنګ کابو دوه لکه او ۴۴ مهاجر له سوریې، افغانستان، ترکیې او عراق څخه هم راغلي دي.

د استوګنې د ځايونو نه شتون

د آلمان د جنوبي بايرن ايالت څه باندې يو لک نفوس لرونکې سيمې ملتن بيرګ کې د زرغون ګوند سره تړاو لرونکی سيمه ایز تنظيموونکی مارکو شيرف اټکل کوي چې دوی د ۲۰۱۵م کال د مهاجرو د بحران په پرتله اوس ډېرو کسانو ته پناه ورکړې ده. هغه وويل چې ټولې سيمې ایزې ادارې تر سخت فشار لاندې دي او نور فشار به ونه زغملی شي.

د آلمان ښارونو له وړاندې د مهاجرینو د ځای پر ځای کولو له ستونزې سره مخامخ دي.
د آلمان ښارونو له وړاندې د مهاجرینو د ځای پر ځای کولو له ستونزې سره مخامخ دي.انځور: Sylvio Dittrich/IMAGO

د ملتن بيرګ سيمه ایز حکومت دويچه ويله ته وويل چې تر مني وروسته دا کوچنۍ سيمه مجبوره ده چې د مهاجرو له پاره لا ډېر کورونه کرایه کړي. د نوموړي په خبر اوس هم د هغو مهاجرينو نوملړ ډېر اوږد دی چې د کورونو په لټه کې دي. همدا علت دی چې مهاجر ډېره موده په موقتي سرپناو کې ژوند کولو ته مجبور وي.

د اوکرايني مهاجرو لوړ شمير

د آلمان د احصايې د فدرالي ادارې په حواله دمګړۍ ۱۳۹ زره اوکراينيان بیرته خپل هېواد ته ستانه شوی دی. په دې توګه په ۲۰۲۲م کال کې آلمان ته د راغلو اوکرايني وګړو شمير ۹۶۲زرو ته رسېږي.

د دغې ادارې د مطبوعاتي اعلامیې په حواله «په تېر کال کې په دې توګه د [اوکرايني مهاجرو شمير] له سوریې، افغانستان او عراق څخه د ۲۰۱۴ او ۲۰۱۶م کالونو ترمنځ راتلونکو مهاجرو د مجموعي شمير [۸۳۴ زرو] څخه ډېر دی.

زياته شوې چې په دې توګه اوکرايني تابعيت لرونکي تر ترکانو وروسته په آلمان کې د بهرنيو اتباعو دويمه ستره ډله جوړوي.

دا چې له اوکراين څخه  نارينه يوازې تر ځانګړو شرائطو لاندې د وتلو اجازه لري نو آلمان ته له راګډه شويو اوکرايني مهاجرو څخه یې ۶۳ سلنه ښځې وې. د مهاجرو زياتره یې تر ۱۸ کلنۍ ښکته عمرونه لري.

د کار په بازار کې ادغام

مهاجرين بايد د کار په بازار کې هم مدغم شي. د آلمان د کار د فدرالي ادارې په حواله د هغو اوکرايني مهاجرو شمير چې په کار بوخت دي د ۲۰۲۱م کال د نومبر څخه د تېر کال تر نومبر میاشتې پورې له ۵۷۰۰۰ څخه ۱۲۵۰۰۰ ته لوړ شوی دی.

پر اوکراین د روسیې تر پوځي یرغل وروسته ګڼ شمیر اوکراینانو آلمان ته مخه کړې چې له کبله یې د مهاجرو له پاره ځایونه کم شوي دي.
پر اوکراین د روسیې تر پوځي یرغل وروسته ګڼ شمیر اوکراینانو آلمان ته مخه کړې چې له کبله یې د مهاجرو له پاره ځایونه کم شوي دي. انځور: Jan Woitas/dpa/picture alliance

دا چې د آلمان د مهاجرو د منلو جوړښتونه به دا څه وغملی شي او که نه ښايي په راتلونکو اوونيو کې واضح شي. امکان لري چې په پسرلي کې د روسیې احتمالي عمليات يو ځل بيا خلک پناه اخیستو ته اړ کړي. د آلمان د کورنيو چارو وزارت وياند ماکسيميليان کال په دې اړه وويل: «ډېرو د اوکراين پر ولسي خلکو، زیربناو او د استوګنې پر سيمو د بريدونو په چټکيدو سره وېره درلودله چې په ژمي کې به د مهاجرو يوه بله ستره څپه ووينو. خو تر اوسه دا څه نه دي پېښ شوي.»

د آلمان د کورنيو چارو وزيرې نينسي فايزر وويل چې د اوکراين د جګړې له وجې د مهاجرو شويو پر ويش سربیره دا هم مهمه ده چې آلمان ته مهاجرت په اساسي توګه کنترول او منظم شي. نوموړې وويل: «موږ له اتريش سره پر سرحد د کنترول ساحه غځولې ده او له چيک جمهوريت سره پر سرحد د لټون په برخه کې مو پانګونه کړې ده.»

هغې همدا راز وویل: «له سويس سره پر پوله ما په سويسي ريلونو کې او پر پوله د کډ کنترول زمينه برابره کړې او موږ د رد شويو پناه غوښتونکو د اخراج پروسه هم قوي کوو.»

ب. ص / ن. ز (Sabine Kinkartz, Ralf Bosen)