1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پکتیا: په چاودنه کې شپږو ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې

۱۴۰۲ اسفند ۱۳, یکشنبه

د افغانستان پکتیا ولایت کې په یوه چاودنه کې لږ تر لږه دوه ماشومان وژل شوي او څلور نور ټپیان دي. چارواکو ويلي چې دغه پېښه د جګړو له کلونو د پاتې چاودېدونکو موادو د چاودنې له کبله رامنځ ته شوې ده.

https://p.dw.com/p/4d7J0
د آرشیف انځور - په کابل کې د ۲۰۱۴م کال د طالبانو په یوه برید کې یو ټپي شوی ماشوم روغتون ته انتقاليږي
د آرشیف انځور - په کابل کې د ۲۰۱۴م کال د طالبانو په یوه برید کې یو ټپي شوی ماشوم روغتون ته انتقاليږيانځور: picture-alliance/dpa/AP Photo/A. Khaliq

د افغانستان په پکتیا ولایت کې د طالبانو د ادارې ځايي چارواکو د يکشنبې په ورځ په خپره شوې یوه اعلاميه کې ويلي دي چې په دغه چاودنه کې دوه ماشومان وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.

زیاته شوې چې دغه پېښه د هغو چاودېدونکو موادو له کبله رامنځ ته شوې چې د جګړو د کلونو له وخته پاتې ول.

پېښه د پکتیا ولایت د جاني خيلو ولسوالۍ په یوه کور کې د زړې موندل شوې ګولۍ د چاودنې له کبله رامنځ شوې ده. زیاته شوې چې ماشومانو دغه ګولۍ یا چاودېدونکي توکي له کوره بهر موندلي وو او په کور کې ېې ورسره لوبې کولې.

د افغانستان د څو لسیزو جګړو څخه ناچاودي مهمات په هر ځای کې پاتې دي، چې ډېری وخت د ماشومانو د مرګ ژوبلې سبب کيږي.

د ملګرو ملتونو د سازمان د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا يونیسف په خبره، افغانستان د لسیزو جګړو په دلیل، د نړۍ یو پر چاودېدونکو موادو ډیر ککړ هیواد دی چې له کبله ېې تر اوسه ملکیانو ته تلفات اوړي.

ډېری دا ډول پېښې هغه وخت رامنځ ته کېږي چې ماشومان په ناڅاپي توګه پخواني ناچاودي مهمات پيدا کړي چې بیا د لوبو یا د زړو اوسپنو د خرڅلاو له پاره ورڅخه راتاو وي او یا ورسره لوبې کوي.

Rsh/Si/mks/akh (dpa)

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل