1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بادغیس: ماین چاودنې د درو ماشومانو ژوند واخیست

عتيق الله مطمئن
۱۴۰۱ مهر ۲۹, جمعه

د بادغیس ولایت امنیتي مسؤولین واېې د دې ولایت په مقر ولسوالۍ کي درې ماشومان د پخوا څخه د خښ شوې ماین چاودني له امله وژل شوې دي.

https://p.dw.com/p/4IWW4
آرشیف: کابل کي د بمي چاودنې ټپیان د روغتون پر لور
آرشیف: کابل کي د بمي چاودنې ټپیان د روغتون پر لورانځور: Rahmat Gul/AP Photo/picture alliance

د دې ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند صدیق الله صدیقي دویچه ویله ته وویل: یاده پیښه نن جمعه سهار ۸ بجې د بادغیس ولایت د مقر ولسوالۍ د خارستان کلي ته څیرمه رامینځ ته شوې چې له امله ېې درې ماشومې نجونې قرباني شوې دي.

ویل کیږې دغه پيښه هغه وخت رامنځ ته شوه چې یادو ماشومانو د تیر حکومت د يوې پخوانۍ امنيتي پوستې په شاوخوا کې د وسپنو ټوټې را ټولوې چې وروسته یې د څو پیسو په بدل کي وپلوري خو نا څاپې پرې د ماين چاودنه وشوه. لومړی دوې نجونې ځای پر ځای وژل شوې وروسته یوې بلې نجلې په روغتون کي ساه ورکړې ده.

د بادغیس مسؤولینو د دغه نجونو عمرونه د ۶ څخه تر ۱۲ کلونو په شاوخوا کي ښودلې دي. د ویلو ده چې دا لومړی ځل نه دی، چې د افغانستان په لودیځه حوزه کي ماشومان د ناچاودو ماینونو قرباني کېږي، بلکې په وروستیو کلونو کې د جګړو له امله د بادغیس ولایت ډېری سیمې په ماینونو فرش شوې چې وخت ناوخته یې له امله چاودنې رامینځ ته کیږې او مرګ ژوبلې له ځان سره لري.