1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

میدان وردک؛ ماین چاودنې د یو نارينه په ګډون دوه ماشومان وژلي

۱۴۰۲ فروردین ۱۴, دوشنبه

ځایي چارواکو ويلي دي چې دا يو دمخه ځای پر ځای شوی ناچاودی بم و، چې په چاودنه کې یې د يوه سړي په گډون دوه ماشومان وژل شوي دی. زياته شوې چې دا چاودنه په میدان وردک ولایت کې شوې ده.

https://p.dw.com/p/4Pe7S
Afghanistan | Taliban-Gouverneur bei Anschlag getötet
انځور: Atif Aryan/AFP/Getty Images

د طالب چارواکو په حواله ياده پېښه د شنبې په ورځ رامنځته شوې ده. د جنوبي ولایت زابل د پولیسو ویاند ذبیح الله جوهر هم د المان خبري اژانس ته ويلي، چې د تېرې جمعې په ورځ هم په دغه ولایت کې یوه ورته ماین چاودنه کې یو سړی وژل شوی او درې ماشومان یې ټپیان کړي.

اړوند مطلب: بدخشان: لاسي بم چاودنې ۷ ماشومانو ته مرګژوبله اړولې

تېره اونۍ لږ تر لږه اته ماشومانو د اوسپنې ټولونې پر مهال د پخوانیو ناچاودو مرمیو په چاودنو کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. پوځي مهمات چې د افغانستان په څو کلنه په جگړه کې ناچاودي پاتې شوي، په چاودنو کې یې تر ډېره ماشومانو ته تلفات رسیږي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې ( یونسیف) د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۲ کال په اوږدو کې کابو ۷۰۰ ماشومان د جګړې پاتې شونو او نا چاودو توکو په چاودنو کې وژل شوي او یا هم معیوب شوې دي.

اړوند مطلب: بادغیس: ماین چاودنې د درو ماشومانو ژوند واخیست

د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې چې د ۲۰۰۸ م کال د دسمبر راهیسې یې د ملکي تلفاتو په هکله راټول کړي، په افغانستان کې لږ تر لږه ۱۱۸ زره او ۴۴۳ کسان په وسله والو شخړو کې وژل شوي دي.

 DW_FZ-BS