1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پوتڅل: برلین باید په کابل کې خپل سفارت بیرته پرانیزي

۱۴۰۱ دی ۴, یکشنبه

د افغانستان له پاره د ملګرو ملتونو څانګړي استازي مارکوس پوتڅل په کابل کې د المان او نورو لویدیځو هیوادونو د سفارتونو د بیرته پرانستلو خبره کړې ده.

https://p.dw.com/p/4LPrG
Markus Potzel
انځور: Kay Nietfeld/dpa/picture alliance

 

په افغانستان کې د المان دغه پخواني سفیر د یکشنبې په ورځ د RND الماني رسنۍ ته وویل: «زما وړاندیز به دا وي چې ډیر شمیر لویدیځ هیوادونه بیرته ستانه شي.» هغه زیاته کړه کله چې سړی هلته په سیمه کې وي وضعیت ښه اټکلولی شي. المان او نور لویدیځ هیوادونه په افغانستان کې علاقمندۍ لري او دا باید له یاده ونه ایستل شي.

د ۲۰۲۱م کال په اګست میاشت کې وروسته تر دې چې ولسمشر محمد اشرف غني د سخت دریځه اسلامپاله طالبانو د عملیاتو په پایله کې له هیواده تېښتې ته مجبوره شو، طالبانو یو ځل بیا په افغانستان کې واک په خپل لاس کې ونیوه.

پاکستان پر خپل سفارت د حملې په اړه له طالبانو د اقداماتو غوښتنه کړې

لویدیځو هیوادونو په افغانستان کې خپلې سیاسي نمایندګۍ وتړلې او خپل پرسونل یي له دغه هیواد څخه تخلیه کړ.

طالبانو په لومړیو کې ژمنه کړې وه چې د ۱۹۹۶ څخه تر ۲۰۰۱م کاله پورې د خپلې تیرې واکمنۍ په پرتله به یو معتدله نظام رامنځته کوي.

خو په دې وروستیو کې څو ځلي خلک په عامه محضر کې په دُرو ووهل شول او یو تن په عامه محضر کې اعدام شو.

پر ښځو په مخ پر ډیریدونکي ډول محدودیتونه وضع شول. په همدې اونۍ کې طالبانو د نجونو او ښځو پوهنتون ته پر تګ بندیز ولګاوه. تر اوسه پور د نړۍ هیڅ کوم هیواد هم د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پيژندلی.

پوتڅل زیاته کړه: «د سفارتونو له پرانیستلو څځه باید د طالبانو رژیم د په رسمیت پيژندلو معنی وانه خیستل شي.»

په کابل کې د آلمان سفارت بیرته خپل فعالیت پیلوي

لویدیځ د یوه مستحکم افغانستان غوښتونکی دی، په کوم کې چې د داعش یا «اسلامي دولت» ډله وده ونه شي کولی او د مخدره موادو قاچاق ته زمينه مساعده نه شي.

پوتڅل وویل لویدیځ هم دې ته لیوالتیا لري چې په دغه هیواد کې خلکو ته روښانه لرلید ورکړل شي«څو لکه د ۲۰۱۵م کال په څیر یو ځل بیا اروپا ته د مهاجرو د راتګ څپه تکرار نه شي.»

آلمان د خپل سفارت پخوانیو افغان کارمندانو د انتقال ژمنه وکړه

د ټولو هغو ارزښتونو له پاره چې دوی ته مهم دي، د مبارزې په خاطر هلته په ساحه کې موجود مهم دی. اوس مهال په کابل کې د یو شمیر هیوادونو لکه چین، روسیه، قطر، ایران او پاکستان نمایندګۍ موجودې دي.

پوتڅل په افغانستان کې بشري وضعیت «بی ثباته» توصیف کړ. هغه وویل چې له یوې خوا سړی نه غواړي د دې رژیم ملاتړ وکړي او له بلې خوا دا هم نه غواړي چې په دغه هیواد کې خلک یوازې پریږدل شي.

په داسې حال کې چې بیړنې وضعیت مخ په خرابیدو دی، په نړیواله ټولنه کې له افغانستان سره ملاتړ ته لیوالتیا مخ پر کمیدو ده «طالبان له خپلو سخت ګیرانه اقداماتو سره کوم چې مونږ په دې وروستیو کې ولیدل، مرسته کوونکو هیوادونو ته هم ستونزې پيدا کوي».

آژانسونه: ش.ن/ ا.و.ا