1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

شریف: طالبان دې پر سفارت د حملې د عاملینو پر ضد اقدام وکړي

۱۴۰۱ آذر ۱۲, شنبه

د پاکستان صدراعظم شهبار شريف په کابل کې د پاکستان پر سفارت تر حملې وروسته له طالب چارواکو د پېښې د عامیلنو پر ضد د څيړنو او اقداماتو غوښتنه کړې ده. طالبانو دغه حمله غندلې ده.

https://p.dw.com/p/4KR1M
د پاکستان صدراعظم، شهباز شریف
د پاکستان صدراعظم، شهباز شریفانځور: Anjum Naveed/AP/picture alliance

شریف پر ټويټر ليکلي دي: «زه د دغې بدمرغې پېښې د عاميلنو پر ضد د فوري تحقیقاتو غوښتنه کوم.»

په کابل کې د پاکستان سفارت د جمعې په ورځ (د دسمبر ۲مه) تر يوې حملې لاندې راغی چې هدف پکې د پاکستان شارژدافیر، عبیدالرحمن نظاماني وو.

د آلمان خبري آژانس د رپوټ پر اساس، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ويلي دي چې په دغه حمله کې سفير ته زیان نه دی رسېدلی خو یو ساتونکی سخت ژوبل شوی دی.

پاکستان له طالبانو غوښتي چې له افغانستانه د بريدونو مخنيوی وکړي

د یاد وزارت په یوه اعلامیه کې ویل شوي دي چې اسلام آباد د دغه هیواد له پاره افغان ژاردافیر احضار کړی او «په کابل کې يې د پاکستان د ماموریت پر مشر د حملې په تړاو ژوره اندېښنه شریکه کړې ده.»

طالب چارواکو ويلي دي چې دغه «حمله د افغانستان او پاکستان د عامو دښمنانو له خوا شوې ده. دغه حمله د افغانستان د مشرتابه له لورې په تر ټولو قوي شرایطو او تر ټولو لوړه سطحه غندل شوې ده.» 

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په کابل کې د پاکستان پر سفير شوی بريد غندلی دی. د دغه وزارت وياند، عبدالقهار بلخي، پر ټويټر ليکلي دي د دوی حکومت د پاکستان پر سفارت ناکامه بريد په کلکو ټکو غندي. د بلخي د ټويټ په یوه برخه کې راغلي: «ا.ا. به هیڅکله مغرضو کړیو ته اجازه ورنه کړي چې په کابل کې د ديپلوماتيکو ماموریتونو امنیت وګواښي.»

په کوټه کې ځانمرګي بريد سخته مرګ ژوبله اړولې ده

د افغانستان پخواني ولسمشر، حامد کرزي، هم دغه حمله غندلې ده. هغه په دې هکله پر ټويټر ليکلي دي چې هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د «متمدنې او سولیزې رابطې ایجاد، په دواړو ګاونډیو هیوادونو کې د سولې او ثبات» په ګټه بولي.

د پاکستان پر سفارت د جمعې ورځې حمله، کابل ته د پاکستان د دولت د وزيرې، حنا رباني کهر په مشرۍ د يو پاکستاني پلاوي تر سفر څو ورځې وروسته ترسره کیږي. 

 حنا رباني کهر
حنا رباني کهرانځور: picture-alliance/dpa

پاکستاني طالبانو اوربند مات او ټول هیواد کې یې د بریدونو امر کړی

هغه وخت د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویلي وو چې کهر سره يې د تګ راتګ لارو، په پاکستان کې د افغان بندیانو او نورو موضوعاتو په هکله خبرې کړي دي. پاکستاني پلاوي په داسې یو وخت کې کابل ته سفر کړی وو چې په ورستیو کې د افغانستان او پاکستان تر منځ سرحدي علاقو کې د ځينو ناامنیو پېښو او دغه راز په سرحد او دننه په پاکستان کې له افغان مهاجرو سره د پاکستان لوري د تاوتریخوالو د پيښو رپوټونه ورکړل شوي ول.

کابل ته د حنا رباني سفر؛ پر دوه اړخیزو موضوعاتو خبرې، خو اصلي اجندا څه وه؟

په کابل کې د پاکستان پر سفارت دغه برید داسې وخت کېږي چې په پاکستان کې پاکستاني طالبانو هم تازه له حکومت سره د اوربند د پای اعلان کړی او ويلي دي چې دوی به خپلو حکومت ضد حملو ته بېرته ادامه ورکوي. د پاکستان په کوټه ښار کې د روانې اوونۍ د یو ځانمرګي برید پړه هم پاکستاني طالبانو منلې. د رپوټونو پر اساس، په دغه بريد کې د پولیو کمپاین کارکوونکو د یو محافظتي پولیس په ګډون څلور کسان ووژل شول.«په سپين بولدک کې د پاکستاني پوليسو چلن غير انساني دی»

تر هغه برید وروسته هم د پاکستان د کورنیو چارو وزير، رانا ثناالله خان د طالبانو له حکومت څخه وغوښتل چې له خپلې خاورې دې په پاکستان کې د تروریستي بریدونو مخه ونیسي، هغه ادعا چې طالبان يې نه مني.

د اسوشتید پریس د رپوټ پر اساس، په افغانستان کې د طالبانو د دفاع وزارت وياند، عنایت الله خوارزمي، د پاکستان ادعا رد کړې. هغه ويلي دي: «موږ يو ځل بيا د سيمې ټولو هیوادونو او نړۍ ته ډاډ ورکوو چې د افغانستان خاوره به هيڅ کله د نورو هیوادونو پر ضد ونه کارول شي.»

آژانسونه/س.م/م.ک.ص./م.ن.ص.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل