1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان د خپلو محلي همکارانو د انتقال ژمنه تازه کړه

۱۴۰۱ مرداد ۲۳, یکشنبه

د آلمان حکومت ژمنه کړې چې د تیر کال په اګست میاشت کې د طالبانو تر بیا حاکمیدو مخکې په کابل کې د خپل سفارت افغان کارمندان به آلمان ته انتقال کړي. تر اوسه ۱۵ زره ۷۵۹ تنه افغان محلي همکاران لا هم افغانستان کې پاتې دي.

https://p.dw.com/p/4FVyJ
Berlin BPK Kriminalitätsstatistik
انځور: Emmanuele Contini/IMAGO

د آلمان حکومت ژمنه کړې چې د طالبانو د بیا راتګ وړاندې په کابل کې د خپل سفارت افغان کارمندان به دغه هیواد ته انتقال شي. د آلمان د کورنیو چارو وزیرې نانسي فایزر د «بیلډ ام زونتاګ» په نامه آلمانۍ ورځپاڼې ته ویلي چې «موږ به هیڅ څوک تر شا یوازې پرې نږدو.» په دغه مرکه چې نن د یکشنبې په ورځ خپره شوې، د کورنیو چارو وزیرې زیاته کړې چې هغه اوسمهال د آلمان د بهرنیو چارو له وزیرې انالینا بېربوک سره آلمان ته د راتګ له پاره د واضح شرایطو لرونکي پر یوه پروګرام باندې پر خبرو بوخته ده.

د آلمان د حکومتي شمیرو له مخې، لا هم په افغانستان کې زرګونه داسې کسان پاتې ده چې باید آلمان ته انتقال شي. د آلمان د کورنیو چارو وزیرې و آلمان ته د منل شوو محلي افغان کارمندانو او د دوی د کورنۍ د غړو شمېر شاوخوا ۱۵۷۵۹ تنه ښوولی دی.

آلمان تر اوسه ۲۳ زره او ۶۱۴ تنه افغان محلي کارمندان او د دوی د کورنۍ غړي دغه هیواد ته انتقال کړي دي.
آلمان تر اوسه ۲۳ زره او ۶۱۴ تنه افغان محلي کارمندان او د دوی د کورنۍ غړي دغه هیواد ته انتقال کړي دي.انځور: Marc Tessensohn/Bundeswehr/dpa/picture alliance

په ورته وخت کې د آلمان د حکومت له لوري په تیره اوونۍ کې د خپرو شویو رسمي شمیرو له مخې، دغه هیواد تر اوسه په ټوليزه توگه  ۲۳ زره او ۶۱۴ تنه افغان محلي کارمندان او د دوی د کورنۍ غړي منلي دي.

فایزر همدا راز زیاته کړه چې په نیږدې راتلونکي کې افغانستان ته په اصطلاح د بیرته لیږلو پروګرام موجود نه دی. هغې وویل: «افغانستان ته اوسمهال اخراج متوقف شوی دی – او اوسني شرایطو ته په کتو دا جوته ده چې وضعیت به همداسې پاتې شي.»

د تیر میلادي کال په اګست میاشت کې وروسته له هغې چې د افغانستان پخوانی جمهوري نظام سقوط شو او طالبان تر شل کلنې جګړې وروسته یو ځل بیا واک ته ورسیدل، زرګونه افغانانو هیواد ترک کړی دی او د مختلفو هیوادونو له لوري ګڼ شمیر افغانان د تخلیې په ماموریتونو کې له دغه هیواد څخه وایستل شول. د شمیرو له مخې، لا هم په افغانستان کې زرګونه کسان نورو هیوادونو ته د انتقال په تمه دي.

ډي. پي. اې / خ.ح /ا.و.ا

زموږ له آرشیف څخه: