1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په یمن کي د مرستو د ویش پر مهال نيږدې ۸۰ کسان مړه شوي

۱۴۰۲ فروردین ۳۱, پنجشنبه

د یمن حوثيانو د پنجشنبې په ورځ وویل چې د پلازمېنې صنعا په زاړه ښار کې د مالي مرستو د ویش په مراسمو کې د ګڼه ګوڼې په نتیجه کې ۷۸ کسان وژل شوي او په لسونو نور ټپیان شوي دي.

https://p.dw.com/p/4QLAe
یمن کې  دمرستي د ویش پر مهال درنه مرګ ژوبله اوښتې
یمن کې دمرستي د ویش پر مهال درنه مرګ ژوبله اوښتې انځور: KHALED ABDULLAH/REUTERS

په یمن کي د مرستو د ویش پر مهال نيږدې ۸۰ کسان مړه شوي

د حوثيانو د کورنیو چارو وزارت ویلي دي چې لسګونه کسان یې سیمه ایز روغتون ته لیږدولي دي.

د حوثيانو یوه امنیتي چارواکي د فرانسې خبري اژانس ته وویل چې د دې قضیې په تړاو یې تر اوسه درې کسان نیولي دي دي.عربستان او ایران د اړیکو د ښه والي له پاره عملي ګامونه پورته کوي

په ورته وخت کې په یوه بل بیان کې بیا د حوثیانو د کورنیو چارو وزارت ویلي دي چې دوه سوداګر چې د دې مرستې د پروګرام د تنظیمولو مسؤل ول، نیول شوي دي.

د فرانسې خبري آژانس د یوه حوثي چارواکي له خولې چې نوم یې نه دی یاد شوی، ویلي دي چې په دې پېښه کې ۸۵ کسان وژل شوي او ۳۲۲ نور ټپیان دي، او تر اوسه د مړو او ټپیانو شمېر دقیق نه دی معلوم.

«په عمان خلیج کې حوثیانو ته لېږدېدونکي ایرانۍ وسلې نېول شوي»

ګنه ګوڼه څه ډول رامنځته شوه؟

دغه ګڼه ګوڼه د صنعا د مرکز په زاړه ښار کې د مالي مرستو د ویش په مراسمو کې جوړه شوې ده.

په سلګونو خلک د مالي مرستې ترلاسه کولو له پاره هغه ښوونځی ته ننوتل چې مرستي یې ویشلې. دوو عیني شاهدانو رویټرز خبري آژانس ته ویلي دي چې په یادو مراسمو کې هر کس ته پنځه زره یمني ریال ورکړل کیده چې معادل یې ۲۰ ډالره دي

حوثي یاغیانو پر سعودي عربستان ګڼ بریدونه کړي دي

ویل کیږې چې له دې ګڼې ګوڼې وروسته چارواکو سمدلاسه ښوونځی بند کړ او دې ځای ته یې د خلکو د ورتګ مخه نیولې ده.

د کورنیو چارو وزارت وايي چې د دې مراسمو ترسره کول له سیمه ایزو چارواکو سره همغږي شوي نه ول او په اړه یې پلټنې روانې دي.

دغه وزارت وايي: «د سوداګرو له خوا د تصادفي پيسو د وېش په ترڅ کې لسګونه کسان مړه شول.» د دغه وزارت یوه ویاند دغه پېښه یوه «تراژیدي» بللې ده.

اسوشیتید پریس خبري آژانس د یوه عینی شاهد په حواله راپور ورکړی دی چې حوثی چارواکو د خلکو د کنټرول له پاره هوايي ډزې کړي چې له امله یې خلک هرې خوا ته تيت شوي دي.

حوثيانو ویلي دي چې هرې کورنۍ ته چې په دې مراسمو کې یې د خپلې کورنۍ یو غړی له لاسه ورکړی وي دوه زره ډالره تاوان ورکوي او د دې تر څنګ ټپيانو ته به شاوخوا ۴۰۰ ډالره ورکړل شي.

Hs/af (AP, AFP, Reuters)