1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

حوثي یاغیانو پر سعودي عربستان ګڼ بریدونه کړي دي

۱۴۰۰ اسفند ۲۹, یکشنبه

حوثي یاغیانو د سعودي عربستان په سویل کې ګن بریدونه کړي چې د هغو له ډلې يو يې په جیزان کې د ارامکو د نفتو پر تاسیساتو هم شوی دی. د سعودي حکومتي آژانس ويلي دي چې بریدونه مرګ ژوبله نه لري.

https://p.dw.com/p/48k5r
Saudi-Arbaien Drohnenangriffe auf Ölanlagen
په ارامکو د ۲۰۱۹ کال ډرون بریدونو انځور - آرشیفانځور: picture-alliance/abaca/SalamPix

د سعودي عربستان په مشرۍ، پوځي ائتلاف چې په یمن کې د حوثي یاغیانو پر ضد جګړه کوي په یوه اعلاميه کې ویلي دي چې دغه حملې پرون د شنبې په ورځ (د مارچ په ۱۹مه) شوي دي.

د سعودي خبري آژانس (SPA) د حوثي یاغیانو پر وړاندې د جوړ شوي دغه ائتلاف له قوله لیکي چې څلور ډرون یا بې پیلوټه يې په سیمه کې په کار واچولې کوم چې معمولاً د حوثي یاغیانو له خوا د ډرون یا هم د توغندويو په ذریعه په نخښه کيږي.

د فرانسې خبري آژانس په حواله په اعلامیه کې ویل شوي چې دغه بریدونه ځاني تلفات نه لري.

زیاته شوې چې حوثي یاغیانو د ارامکو تاسیساتو په ګډون، د سعودي په الشقیق سیمه کې د تروو اوبو د تصفېې یوه کارخانه هم په نخښه کړې ده. ائتلاف په وروستۍ اعلاميه کې زیاته کړه چې جیزان ته نژدې د الجنوب بريښنا ستیشن هم ويشتل شوی دی.

Jemen Marib Provinz | Angriff von Huthi-Rebellen
هوثي یاغیان او عرب پوځي ائتلاف له ۲۰۱۴م کال نیمايي راهیسې په خپلو کې پر جګړه بوخت ديانځور: AFP

د سعودي عربستان خبري آژانس د ستيشن ويډيوګانې او انځورونه خپاره کړي چې ښيي د اطفائېې کارکونکي په سیمه کې رامنځ ته شوي وضعیت سره مبارزه کوي.

عرب ائتلاف ويلي دي چې ډرون الوتکې تر بریدونو وروسته یمن ته نژدې د یو بالیستک توغندي په واسطه له منځه وړل شوي دي. دغه بریدونه وروسته له هغې کيږي چې مخکې حوثي یاغیانو ادعا کړې وه چې د مارچ په لسمه يې په پلازمينه رياض کې هم د ډرون په یوه حمله کې د تيلو یوه تصفیه خانه په نښه کړې وه.

سعودي عربستان په یمن کې د پوځي ائتلاف چې د ۲۰۱۴م کال په منځ کې ایجاد شو، مشري کوي. دغه ائتلاف د یمن له حکومت څخه چې په نړیواله توګه په رسمیت پيژندل شوی دی، ملاتړ کوي. یاد پوځي ائتلاف له هغه وخت راهيسې د حوثي یاغیانو پر ضد یوه خونړۍ جګړه کې ښکیل دی.

په دغې جګړه کې په سلونو زره کسان په مستقیمه او غیر مستقیمه توګه وژل شوي او په میلیونونو انسانان له خپلو کورونو او سيمو بېځایه شوي دي. د ملګرو ملتونو سازمان د یمن جګړه د نړۍ تر ټولو سخت بشري بحران په توګه يادوي.

(AFP) mks/akh