1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستسعودي عربستان

عربستان او ایران د اړیکو د ښه والي له پاره ګامونه پورته کوي

۱۴۰۲ فروردین ۲۰, یکشنبه

د ديپلوماتیکو اړیکو بندولو تر اووه کلن ځنډ وروسته د لومړي ځل له پاره د سعودي یوه پلاوي ایران ته سفر کړی. په اوسنیو خبرو اترو کې تر ټولو په لومړي قدم کې د دواړو هیوادونو ترمنځ د دیپلوماتیکو استازولیو پرانیستل مطرح دي.

https://p.dw.com/p/4Pr74
Flaggen von Iran und Saudi Arabien
انځور: ISNA

په ریاض کې د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت تائیده کړې چې په ایران کې به د سعودي عربستان د سفارت او قونسلګریو د پرانیستلو پر موضوع مشوره وشي.

په بیجینګ کې د ایران او سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه

د سعودي عربستان دولتي خبري آژانس «SPA» د دغه هیواد د بهرنیو چارو وزارت په نقل ویلي چې په دې لیدنه کتنه کې به د دوو سیمه ایزو قدرتونو سعودي عربستان او ایران ترمنځ د چین په منځګړیتوب یوه دری اړخیزه موافقتنامه لاسلیک شي.

زمونږ له یوټیوب شبکې سره یوځای شئ:

د «SPA» د رپوټ پر بنسټ د سعودي عربستان تخنیکي پلاوي د ایران د بهرنیو چارو وزارت له پلاوي سره لیدلي دي، څو د جزویاتو په هکله خبرې وکړي. دغه لیدنه کتنه ټاکل شوې ده په لوړه کچه نوی پیل مشخص کړي چې په مارچ میاشت کې د چین په منځګړیتوب دواړه هیوادونه د دیپلوماتیکو اړیکو له سره پیلولو په هکله موافقې ته رسیدلي ول.

د چین ولسمشر د عربستان او ایران ترمنځ اړیکو د ښه کېدو هرکلی کړی

مخکې تر دې د پنجشنبې په ورځ د دواړو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو حسین امیر عبداللهیان او فیصل بن فرحان په پيکینګ کې سره لیدلي ول. د دیپلوماتیکو اړیکو دغه نوی پیل ټاکل شوې ده چې د اپریل میاشتې په پای کې (تر روژې وروسته) ریاض ته د ایران د ولسمشر ابراهیم رئیسي د سفر په ترڅ کې په رسمي ډول ثبت شي. 

د دواړو هیوادونو حکومتونه غواړي چې خپلې سوداګریزې اړیکې هم پیل کړي او د پانګونې، اقتصاد او نورو برخو کې همکاري وکړي. ټاکل شوې ده چې په امنیتي مسايلو کې هم همکاري صورت ونیسي.

په سیمه کې د نوي قدرت اړیکې؟

د سعودي عربستان چې د نفوس لویه برخه یې سني مذهبه او په نړۍ کې د تیلو تر ټولو ستر صادرونکی هیواد دی او د ایران چې اکثریت یې شعیه مذهبه او د خپل اټومي پروګرام له کبله د لویدیځ له بندیزونو سره مخامخ دی نږدیوالې دا پتانسیل لري، چې په سیمه کې د قدرت اړیکو ته چې د لسیزو راهیسې له نا آرامیو له کبله اغیزمنې شوي دي تغیر شکل ورکړي.

زمونږ له فیسبوک شبکې سره یوځای شئ:

دواړه هیوادونه په سیمه کې د سیاسي او نظامي نفوذ پر سر رقابت کوي. ایران ځان د شعیه ګانو د قدرت ساتونکی او سعودي عربستان بیا د سنیانو د رهبرۍ د نقش ادعا لري. دوی د سوریې او یمن په داخلي جنګونو کې د متخاصمو اړخونو ملاتړ کوي.

سعودي عربستان د ۲۰۱۶م کال په جنورۍ کې له ایران سره خپلې دیپلوماتیکې اړیکې وشلولې. مخکې تر دې مظاهره کوونکو د عربستان پر استازولیو هجوم وروړی و. څو ورځې مخکې تر هغې بیا په سعودي عربستان کې د ایران یو روحاني مشر له ۴۶ نورو کسانو سره اعدام شوی و.

آيا پر سعودي د ايران د بريد ګواښ شته؟

د دغو دواړو پخوانیو دښمنو هیوادونو ترمنځ په منځګړیتوب کې بریالیتوب، کیدای شي په منځني ختیځ کې د سني منځګړي په توګه د امریکا متحده ایالاتو نقش تر پوښتنې لاندې راولي.

د دغو دواړو هیوادونو ترمنځ موافقتنامه د چین د ولسمشر شي جین پینګ له پاره یو لوی پرمختګ ګڼل کیږي چې چین په قوت سره هڅه کوي چې په نړیوالو مسایلو کې فعاله نقش ولوبوي. د سعودي عربستان او ایران ترمنځ نزدیوالی په مجموع کې په نړیواله کچه له مثبت غبرګون سره مخامخ شوی دی.

آژانسونه: ش.ن/ ا.خ.ح