1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کابل او مزار شريف کې چاودنې شوي

۱۴۰۲ دی ۲۱, پنجشنبه

په کابل کې طالبانو پوليسو ويلي دي چې د دشت برچي د پنجشنبې ورځې په چاودنه کې لږ تر لږه دوه کسان وژل شوي او تر لسو ډېر نور ټپيان شوي دي. د مزار شريف اوسيدونکو هم په دغه ښار کې د چاودنې په اړه خبر ورکړی دی.

https://p.dw.com/p/4b8Ir
آرشيف انځور: په کال کې د طالبانو امنيتي ځواکونه
آرشيف انځور: په کال کې د طالبانو امنيتي ځواکونهانځور: Saifurahman Safi/XinHua/dpa/picture alliance

سيمه ایزو سرچينو ويلي دي په کابل کې د «برچي سټي سنتر» په نوم تجارتي مرکز ته څيرمه يوه چاودنه شوې ده. د دې پېښې په نشر شويو ويډيوګانو کې د خلکو غږونه اوريدل کیږي چې سخت ويريدلي دي.

د طالبانو د کابل د پوليسو وياند خالد ځدران، ويلي دي چې د کابل په ۱۸مه امنيتي حوزه کې د «لاسي بم په چاودنه» کې، د لومړيو معلوماتو په حواله دوه کسان وژل شوي او ۱۲ نور ټپيان شوي دي.

تر اوسه کومې ډلې د دې چاودنې پړه نه ده منلې خو تر دې مخه تل داعش د دې ډول بريدونو مسئوليت پر غاړه اخيستی دی.

د رپوټونو پر اساس د بلخ ولايت اوسيدونکو هم نن، پنجشنبه په مراز شريف ښار کې د يوې چاودنې خبر ورکړی دی. ويل شوي دا پېښه د ياد ښار په څلورمه امنيتي حوزه کې رامنځته شوې ده.

په افغانستان کې واکمنو طالبانو تر اوسه د دې چاودنو په تړاو څه نه دي ويلي.

د شنبې په ورځ د کابل په لویدیځ کې يو مسافر وړونکی سرويس موټر په نخښه شوې وو چې په دې پېښه کې لږ تر لږه پنځه کسان وژل شوي او يو شمير ټپيان شوي ول.

پر دې سربيره دوې ورځې تر مخه د کابل په ۱۶مه ناحيه کې د الوخيلو په سيمه کې په يوه موټر کې د ځای پر ځای شويو چاوديدونکو توکو له کبله چاودنه رامنځته شوې وه.

د دې دواړو مخکنيو بريدونو پړه د داعش يا «اسلامی دولت» ډلې منلې وه.

زموږ له آرشيف څخه:

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب