1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کابل کې ځانمرګي برید شپږ تنه وژلي

فريدالله ظاهر
۱۴۰۲ فروردین ۷, دوشنبه

په کابل کې د دوشنبې په ورځ له غرمې وروسته بهرنیو چارو وزارت ته نږدې چاودنه شوې، چې مرګ ژوبله یې اړولې ده. د بريد پړه تر اوسه چا پر غاړه نه ده اخيستې.

https://p.dw.com/p/4PIg2
په کابل کې ځانمرګی بريد
په کابل کې ځانمرګی بريدانځور: Wakil Kohsar/AFP/Getty Images

عیني شاهدان وایي، چاودنه د بهرنیو چارو وزارت پر سړک داودزي سوداګریز مرکز ته څېرمه د طالبانو د تلاشۍ په یوه چیک پواېنټ شوې ده.

د طالبانو ادارې امنیتي مسؤلینو د چاودنې پخلی کړی او ویلې دي، چې دا یو ځانمرګی برید و.

اړوند مطلب: کابل کې د بهرنیو چارو وزارت ته څېرمه چاودنې مرګ ژوبله اړولې ده

 د کابل امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ په خپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې په ملک اصغر څلور لاري کې یو ځانمرګی بریدګر د دوی امنیتي ځواکونو پیژندلی او په نښه کړی یې دی.

نوموړی وایي: «امنیتي چېک پواینټ ته نږدې یو ځانمرګی بریدګر موخې ته تر رسېدو وړاندې د امنیتي ځواکونو له لوري پيژندل شوی او وژل شوی خو ورسره چاوديدونکو توکو انفجار کړی دی.»

خالد ځدراڼ وایي، چې په دې چاودنه کې ۶ ملکي وګړي وژل شوي او د طالبانو د درېیو امنیتي ځواکونو په ګډون یو شمېر کسان ټپیان شوې دي.

په کابل کې د ایمر جنسي روغتون ویلي، چې د بهرنیو چارو وزارت مخې ته چاودنه شوي او یو شمېر قربانیان یې دغه روغتون ته وروړل شوي.

ایمرجنسي روغتون په خپله ټویټر پاڼه لیکلي دي چې،  دغه روغتون ته دوه جسدونه او د یوه ماشوم په ګډون ۱۲ ټپیان ور وړل شوې دي.

تر اوسه د کابل د نن ورځې برید مسؤلیت کومې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.