1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبان: د کابل نظامي هوايي ډګر مخې ته چاودنه شوې

۱۴۰۱ دی ۱۱, یکشنبه

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وايي چې د يکشنبې په ورځ سهار په کابل کې د نظامي هوايي اډې مخې ته چاودنه شوې چې تلفات ېې اړولي دي. ځینو افغانانو پر ټولنیزو رسنیو لیکلي چې په افغانستان کې نوي میلادي کال له چاودنې سره پیل شو.

https://p.dw.com/p/4Lc1G
د آرشیف انځور - په کابل کې د یوې چاودنې په ځای کې طالبان او د ترافيکو ادارې مسئولان - اګست ۲۰۲۲
د آرشیف انځور - په کابل کې د یوې چاودنې په ځای کې طالبان او د ترافيکو ادارې مسئولان - اګست ۲۰۲۲انځور: Ali Khara/REUTERS

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند، عبدالنافع ټکور رويټرز خبري آژانس ته وويل: «نن سهار د کابل د پوځي هوايي اډې څخه بهر یوه چاودنه وشوه چې پکې زموږ یو شمیر هیوادوال شهیدان او ټپیان شوي دي.» ټکور د چاودنې علت او هدف نه دی په ډاګه کړی خو ویلي ېې دي چې په اړه ېې تحقیقات پيل شوي دي.

په رپوټ کې د تلفاتو شمیر هم نه دی ښودل شوی او دا هم نه دي ويل شوي چې وژل شوي او ټپیان ملکیان دي کې پوځيان.

ځايي اوسیدونکي وايي چې د سهار له اتو بجو څخه د مخه د پوځي هوايي اډې لور ته د یوې درنې چاودنې غږ واوریدل شو. 

دوی وايي سیمه د امنيتي ځواکونو له خوا کلابنده شوې او ټولې لارې هم تړل شوي دي.

په کابل کې د طلوع نیوز چینل بیا پر ټويټر د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د ویاند له قوله ليکلي دي چې د یکشنبې ورځې سهار چاودنه د «کابل نظامي هوايي ډګر په بهرني قراول کې» شوې ده.

پر ټولنیزو رسنیو هم د نن ورځې د چاودنې انځورونه خپاره شوي دي. د لر او بر ډاټ کام په نوم یو ټويټري حساب د کابل هوايي ډګر مخې ته د طالب ځواکونو د یو انځور په خپرولو سره ليکلي دي: «په افغانستان کې د ۲۰۲۳م کال پيل په یوه چاودنه وسو.»

پر افغانستان حاکم طالبان، د داعش ډلې له یو خونړي شورش سره مخ دي چې په وروستیو کې ېې د طالبانو د یو شمیر مهمو کسانو په ګډون په کابل کې د روسېې او پاکستان پر سفارتونه او همدارنګه د افغانستان د پخواني صدراعظم پر کور بریدونه ترسره کړي دي.

mks/aa/(Reuters)