1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په پکتیا کې د مڼو محصولات؛ باغوانان یې بازار ته اندېښمن دي

فريدالله ظاهر
۱۴۰۱ مهر ۲۱, پنجشنبه

د پکتیا ولایت باغوانانان وایي چې سږ کال یې د مڼو ډېر محصولات ترلاسه کړي خو د دغو محصولاتو د ساتنې له پاره د سړو خونو نه شتون او حرڅلاو ته یې اندیښمن دي. خوطالبان وایي، له بهر څخه یې هېواد ته د مڼو په واردولو بندیز لګولی.

https://p.dw.com/p/4I9Nx
Afghanistan | Äpfel aus der Provinz Paktia
انځور: Habibullah Sarab

اوس په افغانستان کې د یو شمېر تازه مېوو د محصولاتو د رسېدو موسم دی. په پکتیا کې مڼې پر حاصلاتو راغلي. باغوانان وایي، سږ کال یې د تېرو کلونو په پرتله زیات محصولات ترلاسه کړي دي.

خو هغوی اندېښنه څرګندوي چې د مڼو د محصولاتو د ساتنې له پاره سړې خونې نه لري او په ونو کې یې مڼې پر خرابیدو دي.

د پکتیا د احمد آبا ولسوالۍ یوه باغوان روزي خان دویچه ویله ته وویل، چې که څه هم د سږ کال د مڼو زیاتو حاصلاتو ته خوشاله ده، خو اوس یې د خوندي کولو او خرڅلاو له پاره اندېښمن دی.

هغه وویل: «سږ که څه ږلۍ وشوه، خو زموږ باغونو ښې مڼې وکړې. زما د تېرو څو کلونو ډيرې مڼې شوې دي. یو څه مڼې مې د کور په زیرزمني کې ځای پر ځای کړي، خو منظم یې د ساتنې له پاره خونې نه لرم.»

په افغانستان کې سړو خونو نه شتون د دې لامل کیږي چې د باغوانانو حاصلات خراب شي.
په افغانستان کې سړو خونو نه شتون د دې لامل کیږي چې د باغوانانو حاصلات خراب شي. انځور: Habibullah Sarab

دغه باغوان وایي، په پکتیا کې په دولتي کچه هم داسې سړې خونې نشته، چې تر خرڅلاو مخکي پکې دوی خپل د مڼو محصولات وساتي.

د پکتیا مرکز ګردېز اړوند د میلن سیمې یو بل باغوان جان محمد وایي، چې دوی د خپلو محصولاتو د ساتنې ترڅنګ خرڅلاو او د بازار نه شتون ته په اندېښنه کې دي.

نوموړي دویچه ویله ته وویل چې په تېرو کلونو کې یې حکومت د پوځ له پاره مڼې ترې اخیستې، خو سږکال یې باید یا سوداګر مڼې واخلي او یا هم خرابې شي. نوموړی زیاتوي چې د مالیاتو زیاتوالي او پاکستان ته د محدودیتونو له امله سوداګرو ډېر زړه نه ښه کوي چې د دوی مڼې په زیاته کچه واخلي.

اړوند مطالب: ولې نړیوالو بازارونو ته د افغانستان تازه مېوې نه رسیږي؟

جان محمد وایي: «والله چې سخت خفه یم، د دې مڼو به بیه وشي او که به همداسې خرابې شي. موږ په کال کې همدا یو فصل لرو چې یو څه ګټه وټه وکړو.»

دغه باغوان افغان سوداګر خپلو محصولاتو اخیستو ته هڅوي او له مسئولو ادارو غواړي چې بهر ته د دوی د مڼو محصولاتو د انتقال له پاره زمینه برابره کړي.

پر پکتیا سربېره په میدان وردګو ولایت کې هم باغوانان خپلو د مڼو محصولاتو ته د بازار موندې غوښتنه کوي.

سږ کال په افغانستان کې د مڼو حاصلات ښه شوي دي خو بزګران یې د بازار نه شتون ته اندیښمن دي.
سږ کال په افغانستان کې د مڼو حاصلات ښه شوي دي خو بزګران یې د بازار نه شتون ته اندیښمن دي. انځور: Habibullah Sarab

په همدې حال کې د افغانستان د سوداګرۍ خونې مرستیال خان جان الکوزی که څه هم تر یوه ځایه د باغوانانو ستونزې مني، خو زیاتوي، چې دوی هڅه کوي د خصوصي سکتور په چوکاټ کې د افغاني مڼو محصولاتو ته بازار پیدا کړي.

نوموړی وایي چې همدا اوس هم د افغانستان مڼې بهر ته صادریږي.

اړوند مطالب: د افغانستان تازه میوې د آلمان بازارونو ته رارسیدلي

خانجان الکوزی زیاتوي چې د مېوو د ساتنې له پاره سړو خونو ته اړتیا ده، چې په دې برخه کې دې له خصوصي سکتور سره مرسته وشي: «خصوصي سکتور ته باید سړې خونې ورکړل شي. که څه هم تر شل ډېري سړې خونې جوړې شوې دي، خو برق او نور سهولتونه نشته او دا غیرې فعالې دي.»

الکوزی زیاتوي چې دوی به سوداګر وهڅوي څو د مڼو محصولاتو ته مارکیټ پیدا کړي.

په همدې حال کې د طالبانو ادارې د سوداګرۍ وزارت ویاند عبدالسلام جواد دویچه ویله ته وویل، که څه هم اوس هم مڼې بهر ته صادریږي، خو دوی له پاکستان سره خبرې کوي چې د افغانستان د مڼو محصولات هغه هېواد ته صادر کړي.

جواد وویل: «که څه هم اوس هم صادرات لرو، خو له پاکستان سره مو خبري کړې دي، چې هلته د مڼو صادرات ډېر کړو.«

نوموړی وایي چې افغانستان ته یې د بهرنیو مڼو وارداتو مخنیوي له پاره پریکړه شوې ده او موخه یې دا ده چې افغاني مڼې په خپل هيواد کې بازار ولري او دغه راز د افغانستان د مڼو محصولات ګاونډیو هيوادونو ته صادر شي.

وارداتي میوو د افغاني میوو بازار خراب کړی دئ