1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ولې نړیوالو بازارونو ته د افغانستان تازه مېوې نه رسیږي؟

عتيق الله مطمئن
۱۴۰۱ مرداد ۲۷, پنجشنبه

سږکال د افغانستان د تازه مېوو حاصلات د تیرو کلونو په پرتله زیات شوي دي، خو مناسب بازار ورته نه شته. بزګران وايي د ټول کال خوارۍ او کرهنیز حاصلات یې د بازار د نه شتون له کبله له خاورو سره خاوري کيږي.

https://p.dw.com/p/4FfNi
په افغانستان کې د انګورو بیلا بیل قسمونه شته
په افغانستان کې د انګورو بیلا بیل قسمونه شتهانځور: DW/H. Hashimi

په افغانستان کې د طالبانو د بیا واکمنیدو راهیسې اقتصادي کړکیچ پراخ شوی چې له کبله یې د افغانانو ورځنی ژوند هم له ستونزو او کړاونو سره مخامخ شوی دی. د روان وضعیت له کبله افغان بزګرانو ته هم سخت زيان رسېدلی او د خپلو کرهنیزو حاصلاتو له پاره د بازار له نه شتونه شکایت کوي.

عبدالرحیم مرادي د هرات ولایت په زنده جان ولسوالۍ کې هغه بزګر دی چې د اینځرو باغ لري. هغه وايي اوس چې د اینځرو د راټولیدو وخت دی هره ورځ یې تر بازاره رسوي خو اړ دی چې په تاوان یې خرڅ کړي. مرادي وايي که د مېوو د جوسو فابريکې يا سړې خوني جوړې شي، نو د مېوو د ضایع کیدو مخنیوی کیږي.» هغه زیاتوي چې دغه وضعیت له باغدارې زړه توری کړی. 

رپوټ: د اقتصادي بحران پر وخت د افغانستان د غاليو صادرات ډېر شوي
مرادي دویچه ویله ته وویل: «موږ ته د پلار او نیکه څخه را پاته مسلک همدا دهقاني ده، خو چې کله د محصول د خرڅلاو وخت را رسیږي زموږ مېوه ډېره ارزانه شي. یوه میاشت وروسته بیا ایراني او نورې خارجي مېوې بازار ته راځي او هغه بیا زموږ د مېوو درې برابره خرڅیږي.»

سږ کال په افغانستان کې د اوږدې وچکالۍ او شدیدو او بې وخته بارانونو باوجود د هیواد په ځینو سیمو کې کرهنیز حاصالات ډیر شوي.

د افغانستان تازه میوې د ګاونډیو هیوادونو سربیره نورو هیوادونو ته لیږدول کیږي
د افغانستان تازه میوې د ګاونډیو هیوادونو سربیره نورو هیوادونو ته لیږدول کیږيانځور: DW

هاخوا د افغانستان د سوداګرۍ خونې مرستیال خان جان الکوزي له دویچه ویله سره په خبرو کې هم د دې پخلی کوي چې سږکال د افغانستان د تازه مېوو د حاصلاتو اندازه زیاته شوې ده. د هغه په خبره د افغانستان د تازه مېوو صادرات زموږ ګاونډیو هیوادونو پاکستان او هند ته ډیر شوي، خو دا چې زموږ محصولات تر نړیوالو بازارونو نه رسیږي لامل یې د هغه په خبره د ستندردونو نه مراعتول، د کرهڼې دودیز ډول او د برېښنا نه شتون دی. الکوزی وايي له همدې کبله موږ نه په نړیوال او نه هم د خپلو ګاونډیو هیوادونو په بازارونو کې له دوی سره رقابت کولاې شوو.

په نیمروز کي له ایران سره د پولي تړل کیدو خلک او سوداګر اندېښمن کړي

د الکوزي په خبره اوس د مېوو د صادراتو پر وړاندي کوم سیاسي مشکلات نه دي او زیاتوي چې تخنیکي ستونزې د دې سبب شوي چې موږ ونشوو کولی پر وخت خپلې مېوې تر هيواد دباندي وپلورو.

الکوزي وویل: «کله چې موږ د مېوو د بسته بندۍ او ساتنې معیارونه برابر کړو بیا مو هر څوک مېوه اخلي خو داسې چې موږ په بوجیو کې تازه مېوې اچولي وي په نړیوال بازارونو کې ېې هیڅوک نه اخلي.» هغه وايي په مارکیټ کې د ځای موندلو له پاره باید افغانان خپل کرهنیز محصولات معیاري کړي.

بله خوا د کرهڼې برخې کارپوه شعیب احمد یار بیا وايي له سیمې ها خوا نړیوالو بازارونو ته د افغانانو نه لاس رسی هم ستره ستونزه ده. هغه دویچه ویله ته وویل: «افغان سوداګر د اروپا بازار ته د مېوې د صادرولو سند نه لري، په سیاسي لحاظ اسلامي امارت د نړیوالو سره ناسته پاسته او لازم تعامل نه لري ترڅو د میوو پلور ته لابي وکړي. بله خبره دا ده چې موږ د ګاونډیو هیوادونو سره ځکه رقابت نشوو کولای چې هغوی د مشترک المنافع هیوادونو غړي دي، خو موږ د ډیرو سیمه ایزو او نړیوالو سوداګریزو تړونونو غړیتوب نه لرو یا د اوس له پاره ورسره اړیکي پڅې شوي.» "افغانستان د سیمي هېوادونو ته ځیني کاني محصولات صادروي"

د مېوو بسته بندي او پروسس د فابریکو زیاتول، د باغدارۍ سیستم میکانیزه کول، د لابراتوارونو رامینځ ته کول، معیاري ټرانسپورټ او په بهر کې بازار موندنه د افغانستان د تازه مېوو سوداګرۍ د پراختیا اصلي شرطونه شمیرل کیږي.

د افغانستان پخواني جمهوري حکومت، د افغانستان د تازه مېوو د صادرولو له پاره د اروپايي هیوادونو په ګډون د نړۍ له یو شمیر هیوادونو سره هوايي دهلیزونه رامنځ ته کړي وو، چې د جمهوریت په سقوط سره نیږې له ټولو هیوادونو سره د هوايي دهلیزونو له لارې راکړه ورکړه په ټپه درېدلي ده.