1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان تازه میوې د آلمان بازارونو ته رارسیدلي

۱۳۹۸ شهریور ۱۱, دوشنبه

په دې وروستیو کې د افغانستان یو شمیر تازه میوې په ځانګړې توګه هندوانې او مڼې د آلمان په بازار کې وړاندې شوي دي. دا لومړی ځل دی چې افغاني میوې تر آلمانه رسیږي او چارواکي وایې چې دغه لړۍ به په راتلونکې کې لا پسې پراخه شي.

https://p.dw.com/p/3Ospk
Afghanistan Obstmesse Landwirtschaft
انځور: Sarfarazi

په دې وروستیو کې پر ټولنیزو رسنیو د «ریوې» په نامه د آلمان په یوه مشهور سوپرمارکیټ کې د افغانستان د تازه میوو د خرڅلاو په هکله انځورونه لاس پر لاس کیږي.

د ټولنیزو شبکو په ځانګړې توګه د فیسبوک ګڼ شمیر کاروونکو د آلمان د «ریوې» په نامه په یوه سوپر مارکیټ کې د افغاني میوې د خرڅلاو انځورونه شریک کړي او په دې توګه یې د آلمان بازارونو ته د افغاني میوو د رسیدو په اړه خوښي څرګنده کړې ده.

د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ خونې چارواکي وايي چې د هوايي دهلیزونو تر پرانیستنې وروسته د نړۍ مختلفو برخو ته د افغانستان تازه او وچې میوې صادرې شوي دي او زیاتوي چې په ۲۰۱۹م کال کې هم دغه لړۍ ادامه لري.

Facebook | Afghanische Produkte
انځور: Facebook/H. Chakhansuri

د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ خونې مشر خان جان الکوزي دویچه ویله ته په یوه مرکه کې وویل چې په کلني ډول شاوخوا ۲۵۰ زره ټنه وچه او تازه میوه له افغانستان څخه بهرنیو هیوادونو ته صادریږي. هغه وویل: «پر ګاونډیو هیوادونو سربیره، خلیجي، اروپايي هیوادونو او همدا راز ترکیې ته هم د هوا له لارې د افغانستان تولیدات صادریږي.»

تر اوسه پورې د افغانستان مڼې، هندوانې، انګور، شفتالو، انار او الوبالو هغه میوې دي چې اروپايي هیوادونو په ځانګړې توګه د آلمان، هالنډ او فرانسې هیوادونو ته د ترکیې له لارې صادر شوي دي. الکوزی په دې هکله زیاتوي: «له دې کبله چې د افغانستان تازه میوې په طبیعې توګه کرل کیږي، نو د نړۍ په بازارونو کې ښه مینوال او بازار لري.»

الکوزی زیاتوي چې ښايي د افغانستان د صادریدونکو میوو کچه اوسمهال کمه وي خو ارزښت یې په دې کې دی چې موږ په بهرنیو بازارانو کې ځای مومو او خلک د افغانستان له میوو سره اشنايي ترلاسه کوي.

بهرنیو هیوادونو ته د افغاني میوو صادرات نه یوازې د افغانستان حکومت له پاره د عاید ښه سرچینه ده، بلکې بزګران هم د خپلو حاصلاتو د خرڅلاو له کبله ښه عاید ترلاسه کوي.

الکوزی وايي چې له مالي اړخه د ګاوڼدیو هیوادونو په پرتله له اروپايي هیوادونو سره د افغانستان سوداګريزه راکړه ورکړه ښه ده. هغه وايي: «که چیرته موږ یو کیلو جنس په پاکستان کې په یوه ډالر پلورو، همدا جنس د اروپا په بازار کې په ۸ ډالره پلورلی شو.»

د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزارت د شمیرو له مخې افغانستان په کلني ډول شاوخوا نیم میليون ټنه تازه میوې تولیدوي چې له دې ډلې یوازې ۲۰۰ تر ۲۵۰ ټنه پورې له افغانستان څخه بهرنیو هیوادونو ته صادریږي.

Afghanistan - Luftbrücke nach Indien
انځور: picture alliance/AP Photo/R. Gul

په داسې حال کې چې د افغانستان زیاتره وګړي په بزګرۍ بوخت دي، خو په زیاتره مواردو کې د دوی کرهنیز توکي د بازارونو د نه موندلو له کبله له منځه ځي او دوی له مالي اړخه له زیانونو سره مخامخیږي.

د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزارت د معلوماتو پر اساس، په افغانستان کې د هوايي دهلیزونو له جوړیدو وروسته د ۳۶۰ څخه د ډیرو پرازونو له لارې شاوخوا ۵۰۰۰ ټنه وچه او تازه میوې او همدا راز طبي بوټي هندوستان، چین، خلیجي هیوادونو، مرکزي آسیا، روسیې، ترکیې او اروپايي هیوادونو ته صادر شوي دي.

د سوداګرۍ خونه وايي چې له دې ډلې څخه ۱۸۰۰ ټنه جنغوزه یوازې چین ته صادره شوې او د تیر په پرتله په خورا لوړه بیه په چین کې پلورل شوي دي.