1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سپورتهندوستان

په ټول هند کې د کریکټ مينه وال د هندوستان بریا ته دعاوې کوي

۱۴۰۳ تیر ۹, شنبه

په ټول هندوستان کې د کريکټ مينه وال په پایلوبه کې د جنوبي افریقا پر وړاندې د هند بریا له پاره دعاوې کوي. د هندوستان د ټيم یو مینه وال وويل چې نن ېې روژه نيولې او روژه ماتی به یوازې هغه وخت کوي چې هند لوبه وګټي.

https://p.dw.com/p/4hfPt
د آرشیف انځور - د هندوستان دکریکټ ټيم مینه وال
د آرشیف انځور - د هندوستان دکریکټ ټيم مینه والانځور: Mahesh Kumar A./AP/picture alliance

 دواړو لوبډلو، هند او جنوبي افریقا، د مخه د خپلو لوبغاړو د ښې کارکردګۍ او بریا هېلې ښودلي. د فرانسې خبري آژانس په حواله، هندي رسنۍ په پرله پسې توګه ښيي چې هندوان له خپلو خدایانو د کریکټ په ننۍ پایلوبه کې د خپل ټيم د بریا غوښتنې او دعاګانې کوي.

په ځينو انځورونو کې ښودل کيږي چې د هندوستاند کپټان او تکړه توپوهنکي اوپنر، روهیت شرما، انځورونه په ګلانو سینګار شوي دي.  

تېرکال د کريکټ د تېر پنځوس اوریز جام پایلوبې ته هم هندوستان وتلی وو، خو بریا د هند په برخه کې نه شوه او کپ استرالیا وګاټه.

د سید مجید په نوم د کریکټ یو مینه وال چې د هندوستان د ملي ټيم لباس ېې اغوستی وويل: «پر آرامو شونډو مې دعا راهول ډريوډ [د هندوستان کوچ] ته دعا وکړه چې زموږ ټيم لوبه وګټي.»

د کریکټ یو بل هندي مینه وال سمیت داګر وويل: «روهیت په ټاپ فورم کې دی... زموږ ټيم به ېې وګټي.» داګر وايي چې روهیت شرما به موږ سره په ښې لوبې کولو سره مرسته وکړي چې خپل مخکينی غم هېر کړو.

سمیت داګر زیاته کړه: «زه به له سهار روژه یم، او یوازې هغه وخت به ډوډۍ وخورم چې هندوستان نن له جنوبي افریقا لوبه وګټي.»

د هندوستان پخواني کپټان سوراو ګنګولي هم تر ډېره پر روهیت شرما حساب کوي، هغه خبریالانو ته وويل: «زه د روهیت شرما له پاره ډېر خوشاله یم.»

ګنګولي د شرما په هکله وويل: «هغه په ژوند کې یو ځل لوبغاړی دی.»

زیاته شوې چې کېدای شي روان تورنمنت د هندوستان د دوو اوپنرانو ۳۵ کلن ویرات کوهلي او روهیت شرما له پاره چې تر هغه دوه کاله مشر دی، وروستۍ نړیوال جام وي.

د هندوستان او جنوبي افریقا ترمنځ د شل اوریز نړېوال جام پایلوبه نن شنبه د جون ۲۹مه د افغانستان په وخت د ماښام په اوو بجو پيلیږي. نیمه پایلوبې ته د څلورو وتلو ټيمونو دوه نور ېې افغانستان او انګلند ول. افغانستان جنوبي افریقا او انګلند هندوستان ته په نیمه پایلوبه کې لوبې وبایللې. پایلوبه د باربادوس په پلازمینه بريج ټاون ښار په ګنسنګټن اوول لوبغالي کې ترسره کيږي.

(AFP)mks/aa

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل