1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانانو سهار د کریکټ په بریا او خوښیو پیل کړ

۱۴۰۳ تیر ۳, یکشنبه

ګلبدین نایب نن د استرالیا پر وړاندې لوبه کې د مکسويل په سوځولو وتوانید چې د افغانستان د بریا له پاره لار هواره کړي. نایب وويل دا د هغه، خلکو او هېواد له پاره ېې ستره شيبه ده. افغانان پر ټولنیزو رسنيو د بریا ستاینه کوي.

https://p.dw.com/p/4hOgs
ICC Cricket WM 2019 England - Afghanistan
انځور: Reuters/Action Images/J. Cairnduff

د ځواکمنو مټو لرونکي ګلبدین نایب نن د استرالیا پر وړاندې لوبه کې د مکسويل په سوځولو وتوانید چې د افغانستان د بریا له پاره لار هواره کړي. نایب وويل چې دا د هغه، خلکو او هېواد له پاره ېې ستره شيبه ده. افغانان پر ټولنیزو رسنيو د بریا ستاینه کوي.

د کریکټ شل اوریز نړېوال جام د یکشنبې ورځې د جون ۲۳مې لوبه د اتو غوره ټيمونو له ډلې د افغانستان او استرالیا تر منځ په آرنوس واله لوبغالي کې شوه. افغانستان لومړی توپوهنه وکړه او د ۶ لوبغاړو په سوځېدو سره ېې استرالیا ته د ۱۴۹ منډو هدف وټاکه.

استرالیا ونه توانېد ټول شل اورونه ولوبوي. استراليا په ۱۹.۲ اور کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل او منډې ېې ۱۲۷ وې چې دې سره ېې افغانستان ته د ۲۱ منډو په توپېر لوبه بایلوده. 

په دغه لوبه کې افغان لوبغاړي ګلبدین نایب په څلورو اورونو کې د سيالې لوبډلې ۴ لوبغاړي وسوځول او د لوبې غوره لوبغاړی شو. د نایب له خوا د ګلین مکسويل چې په ۴۱ منډو ېې ۵۹ منډې جوړې کړې وې، سوځول مرسته وکړه چې افغان لوبغاړي د استراليا پاتې لوبغاړي هم ژر ژر له مخې لرې کړي.

نایب تر لوبې وروسته د لوبې د غوره لوبغاړي جایزې د اخیستلو پر مهال وویل: «دا زما، زما خلکو او هېواد له پاره ستره شيبه ده.» هغه زیاته کړه: «له کله نه چې موږ توپوهنه کوله د پيچ په هکله مو ډېرې معلومات ترلاسه کړل. زه خوښ يم چې (کپټان) راشد (خان) پر ما باور وکړ.»

افغانانو پر ټولنیزو رسنیو د استراليا پر وړاندې د افغانستان ننۍ بريا په خورا خوشاليو لمانځي. د فېسبوک یوه افغان کاروونکي سلیمان ضابط سجاد لیکلي دي چې دا يو «بختور تاریخ دی.» د فيسبوک بل کاروونکي خوشحال تایب بیا د افغان لوبغاړو د همدغې لوبې د یو انځور په خپرولو ویلي: «د اکتوبر تر ۲۳ وروسته د جون ۲۳مه نېټه هم تاريخي شوه.»

افغان لوبغاړی، راشد خان
افغان لوبغاړی، راشد خانانځور: Ricardo Mazalan/AP Photo/picture alliance

د پښتون ژغورنې خورځنګ مشر، منظور پښتون، هم د لوبې د بریا هرکلی کړی دی. هغه پر فېسبوک ليکلي: «ټول افغان ملت ته دې د استرالیا پر ضد د افغان ملي کريکټ لوبډلې بریا نېکمرغه وي.»

د استراليا د ټيم کپټان میچل مارش وويل: «موږ پوهيدو چې دا یو سخت پیچ دی، خو دواړو ټيمونو پرې توپ وهنه وکړه او موږ نن شپه د یو بهترین ټيم له خوا مغلوبه شولو.»

افغان کپټان راشد خان په ننۍ لوبه کې د ګربز او ځدراڼ د اوپنینګ ستاینه وکړه: «وروسته له هغې مو چې هند سره په وروستۍ لوبه کې څو شیان امتحان کړل، موږ ته مهمه وه چې بېرته پخوانيو ۱۱ لوبغاړو ته وروګرځو.»

خان زیاته کړه: «موږ په ذهن کې درلوده چې په دې ډګر کې به ۱۴۰ ښې منډې وي. د یوه کپټان په توګه مې همدا باور درلود. موږ د ګلبدين نایپ په څېر د ګڼو توپ اچووونکو په درلودلو سره کار اسانه شو.»

راشد خان پر خپل انستاګرام لیکلي: «که تاسو باور وکړې د نه باور وړ څه باوري کيږي» هغه زیاته کړې: «یوه بریا چې موږ ټول به پرې ویاړ کوو...»  

افغانستان به د استراليا په څېر له دوو پاينټونو سره په سنت وينسنت کې پاته وي او راتلونکې دوشنبه به بنګله دېش سره لوبه کوي.

(AFP)mks/akh